زه بدبین کسان نه خوښوم، خو کله ناکله د هغوی په تړاو له داسې مسایلو سره مخ کیږي چې فکر کولو ته مې اړ باسي. یوه ډیپلومات راته وویل چې هغه د اروپا او په ټوله کې د نړۍ راتلونکي ته خوشبین نه دی. هغه زیاته کړه چې په اوکراین کې د بري لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین زیاتېدونکي هڅې پر دې واقعیت ټینګار کوي چې هغه ارزښتونه چې نړیوال نظام یې تر اوسه په اډانه کې کار کاوه، د له منځه تلو په حال کې دي. د نړیوالې ټولنې ستره ماتې کومه ساده خبره نه ده. هغه درس چې ترې زده کېدای شي دا دی: که تاسو لېوه نه یاست، لېوه مو خوري. د پوتین بریی دا هم ثابتوي چې لوېدیځ د نړۍ د مشرۍ وړتیا له لاسه ورکړې ده. دا چاره په هیڅ صورت اسانه او ساده مسأله نه ده، ځکه چې تر دې دمه له خپلو ټولو تېروتنو او غلطیو سره سره د امریکا د نظم ساتونکي ځواک برم په نړۍ کې د هر ډول توافق، جوړجاړي او د امنیت د ټینګښت لپاره یو وارله مخه شرط ګڼل کېده.
ياد شوي ډيپلوماټ د اوسنيو نړيوالو اړيکو په تفسير کې نورهم مخته ولاړ. هغه وویل، چې پوتین د ګوند لوړ پوړی چارواکی نه و او د کي جي بي له جنرالانو هم نه و، بلکې په دغه سازمان کې یو عادي مامور ګڼل کېده. په همدې پار غواړي چې په تاریخ کې یوه لوړ مقام ته د رسیدو لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ولري. د کلاسیکو محاسبو له مخې، د یوه ځانګړي مقام د ترلاسه کولو لپاره دا اړینه ده چې په لویې جګړې کې ښکېل شي. تر ډېره باور دادی چې پوتین د کریملین له پخوانیو مشرانو سره مینه نه لري، که ستالین استثنا وبولي چې د روسیې په رسمي ادبیاتو کې « په هممالي توګه د جګړې او ودانولو د سړي» په توګه یادېږي.
ځینې پر دې باور دي چې که پوتین د اوکراین جګړه وګټي او لوېدیځ د خپلو ګواښونو پر وړاندې کمزوری وښيي، نو احتمال لري چې په نورو اقداماتو لاس پورې کړي. ښايي پوتین د روسیې په تاریخ کې د دویمې کاترینې په څیر ځای خپل کړي چې له خپلو ګاونډیانو سره وجنګېده او ډیرې ځمکې یې له روسیې سره یو ځای کړې، یا ښایي هڅه وکړي د لوی پتر په څیر عمل وکړي، البته په دې توپیر سره چې لوی پتر بدلې جامې واغوستې او د یوه عادي ګرځندوی په جامه کې اروپا ته ولاړ څو د لوېدیځ د پرمختګ لامل ومومي، په داسې حال کې چې پوتین غواړي له لوېدیځه طلاق واخلي او د هغه برم او الګو تر پوښتنې لاندې راولي.
دغه ډیپلومات وویل، چې یوه تر ټولو خطرناکه پیښه به دا روښانه کړي چې په روسیه کې هیڅ داسې اداره نشته چې پوتین کابو کړي او هغه ته اجازه ورنه کړي څومره چې یې زړه غواړي خپل خیالونه تعقیب کړي. هغه ډیپلومات وپوښتل: نړۍ به څه ډول چلند وکړي کله چې یو سهار له خوبه پاڅیږي او وګوري چې روسۍ شوبلې د بالتیک پر یوې سیمې د تېري په حال کې دي؟ ایا د «ناټو» تړون به د دغه تړون پنځمه فقره پلي کړي چې پکې راغلي د ناټو د یوه غړي پر وړاندې هر ډول تېري د ټولو غړو پر وړاندې تېري ګڼل کیږي؟ ایا په سپینه ماڼۍ کې به داسې یو مشر وي چې د روسیې له ځواکونو سره د مستقیمې جګړې خطر پر غاړه واخلي او کړکېچ په داسې ډول مدیریت کړي چې د اټومي تقابل خطر چې روسیه یې د بل هر هیواد په پرتله په تړاو ډېرې خبرې کوي، زیات کړي؟ تر دې خطرناک څه نشته چې یو بریالی مشر چې د چارو واګي یې په بشپړ ډول په واک کې وي او له دې پرته چې په غچ اخیستنه کې زیاتی وکړي او په تاریخ کې د غوره ځای د ترلاسه کولو لپاره داسې احساس کړي چې د نورو له لوري بابېزه ګڼل شوی دی.
دغه ډیپلومات د پخوانیو تجربو یادونه وکړه. هغه د ستالین د سخت زړيتوب او وېرې په تړاو خبرې وکړې. هغه د ماو زیډونګ د ټنبلۍ او د هغه د ناسمو پریکړو په اړه خبرې وکړې چې په میلیونونو قربانیان یې واخیستل او «کلتوري انقلاب» یې رامنځته کړ. هغه دا هم وویل، چې د کوریا څو نسلونه د کیم ایل سونګ او د هغه د زوی او لمسي تر سیوري لاندې بیه پرې کوي. طبعاً زه د دې ناورین له سناریو سره موافق نه وم. زه پوهیږم چې پوتین له لوېدیځه د غچ اخیستو پلان لري او اوکراین د روسیې له لاسه ورکړل شوې خاورې یوه برخه ګڼي او ښایي د هغو جمهوریتونو په اړه هم ورته نظر ولري چې له شوروي اتحاد سره یې خیانت وکړ او له هغه بېل شول. د دغه ډیپلوماټ په وینا، پوتین په اوکراین کې د روسیې د پوځی ځواکونو یرغل د توجیه وړ وباله او ویې ویل، اوکراین یو جعلي هېواد دی چې د یوه دولت مشروعیت او ځانګړتیاوې نه لري. د دغه ډیپلوماټ په وینا، نتانیاهو هم د فلسطین او د هغه د خلکو پر ضد همدا تګلاره کاروي. د هغه په وينا، هغه څه چې په اوکراين او غزه کې روان دي، د نړۍ کمزورو حکومتونو ته يو ډېر دروند پيغام لېږي او هغه دا چې د پياوړي ګاونډي له تېري او حرصه هيڅ پناه نشته.
زه د ډیپلومات په شننو او اټکلونو قانع نشوم. واقعیت دا دی چې تر یوه بریده مې پوتین خوښېږي. د دې سړي وده حیرانوونکې ده. هغه خپلې هیلې پټې وساتلې او مخ پر وړاندې روان شو او کله چې د کرملین مشر شو، په دې ماڼۍ کې یې ډیر کلونه تېر کړل، لوېدیځ ته یې دوکه ورکړه او خپل احساسات او غوسه یې کېنوله. هغه یو عجیب سړی دی. هغه د لوېدیځ مشرانو پر خوا موسکا وکړه چې د «سره پوځ» مورال او د هغه وسلې بیرته ترمیم کړي. لومړی، هغه د کورنیو مخالفتونو پر ځپلو بوخت و، بیا بهر ته مخه کړه. هغه د خپلو دښمنانو د کمزورتیا ټکي پیژني او ګټه ترې اخلي. هغه د ملګرتیا ادعا کوي، په داسې حال کې چې وسپنیز لاس په ورېښمینو دستکشو کې پټوي. د هغه دریځ ټينګ دی او هغه له هغو خطرونو سره مخ نه دی چې د سپینې ماڼۍ مشر او د الیزیه مشر او د لوېدیځ نور مشران ورسره مخ دي. اوس ټولنیزو رسنیو په لوېدیځ کې ټاکنې د یوه داسې ډېران په څېر کړي چې بد بوی خپروي. په روسیه کې کیسه توپیر لري. ټاکنې، اساسي قانون او نور قوانین د ښاغلي ولسمشر په خدمت کې دي. دا قوانین د پوتین دښمنانو ته زیان رسوي، خو هغه ته د نږدې کېدو جرئت نه لري. ټولنیزې شبکې او سایبري لښکر هم د روسیې د استخباراتي ادارو په خدمت کې دي.
دغه ډیپلوماټ وویل چې ستالین، ماو او کیم ایل سونګ او نور مشران په لومړي سر کې نرم خویه وه او ښکلي هیلې لرلې، خو عملي سیاست سخت زړي کړل او ټول غم یې دا شو چې په تاریخ کې ځان ته ځای جوړ کړي. هغه وويل، استخباراتي او امنيتي ارګانونه د مشر د ملاتړ په پلمه هغه ګوښه او له نړۍ سره نا اشنا کوي او بيا يې له واقعيتونو سره اړيکې پرې کوي. د چاپلوسانو یوه ډله چې د مشر په شاوخوا کې ګرځي د امنیتي ارګانونو ماموریت بشپړوي او په پایله کې رهبر د وېرې او اندېښنو په لومه او په واک کې د خپل پایښت په فکر کې پاتې کیږي. زه د دغه ډیپلومات له ټولو شننو سره موافق نه وم، خو د هغه د خبرو دغې برخې صدام حسین رایاد کړ. هغه کسان چې صدام حسین په ځوانۍ کې له نږدې پیژني وايي، چې هغه مهال نوموړی یو شرمندونکی او لږ خبرې کوونکی کس و چې د بعث ګوند خدمت ته یې ځان وقف کړی و او د عراق د عظمت د بیا راستونو په فکر کې و. دغه راز هغه خلک چې معمر القذافي د هغه د مبارزې په لومړیو ورځو کې پیژني، وايي چې هغه په ځوانۍ کې له کتاب لوستلو سره مینه درلوده او د کتابونو په پاڼو کې به یې د خپل هېواد او عربو راتلونکی لټاوه او جمال عبدالناصر به یې خپل الګو ګاڼه. زما په یاد دي چې د قذافي د بهرنیو چارو وزیر او په افریقایي اتحادیه کې د هغه استازي علي عبدالسلام التریکي ماته یو ځل وویل چې واک ته د قذافي راتګ هغه بدل او له واقعیتونولېرې کړ. هغه څرګنده کړه چې ډګروال قذافي یو ځل هغه وروغوښت او امر یې ورته وکړ چې ملک حسن ته په دې ټکو یو پیغام ولېږي:« موږ پوهیږو چې ته یو مرتجع، اجیر او په ډېرو دسیسو کې شریک یې.» قذافي ټینګار کړی و چې دا پیغام باید له هېڅ ډول لاسوهنې او مداخلې پرته ولېږل شي. علي التريکي له خپل دفتره تر راستنېدو وروسته مجبور و، چې قذافي ته خبر ورکړي چې پیغام د مشر له حکم سره سم ولېږل شو او ټول ډیپلوماتیک دودونه تر پښو لاندې شول. قذافي له یاسر عرفاته کرکه لرله او د هغه کاریزما یې نه خوښوله. هغه د عرب اتحادیې سرمنشي عمرو موسی نه خوښاوه او د هغه شهرت یې ښه نه راتلل. یوه ورځ یې خپل د بهرنیو چارو له وزیره داسې غوښتنه وکړه.:« عمر موسی راوغواړه او سپکې سپورې ورته ووایه.»
په دې کې شک نشته چې که چېرې په اوکراین کې پوتین بری خپل کړي، په نړیوالو اړیکو کې یوه نوې پاڼه پرانیزي. ښایي دا بری به د روسیې د مشر اشتها نوره هم تحریک کړي، خو موږ باید دا واقعیت هېر نه کړو چې د ناټو له غړو هیوادونو سره د پوتین مستقیم ټکر یو خورا خطرناک اقدام دی. دا تصور کول ګران دي چې پوتین، چې د واک انډول په سمه توګه درک کوي، خپل هیواد به په خپلو لاسونو د تباهۍ کندې ته وغورځوي.