۸صبح، فاریاب: په فاریاب ولایت کې ولسي سرچینې په دغه ولایت کې د طالبانو د تاجک قوماندان قاري وکیل د نیولو خبر ورکوي.
د قاري وکیل یو شمېر خپلوان له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د هغه نیول تاییدوي.
د قاري وکیل یو خپلوان وویل چې دغه طالب قوماندان نن جمعه له غرمې وروسته د یوې بجې په شاوخوا کې په مزارشریف ښار کې نیول شوی دی.
د هغه په وینا، د قاري اسماعیل په نوم یو بل کس هم له دغه طالب قوماندان سره نیول شوی دی.
د قاري وکیل خپلوان زیاتوي چې هغه په یوه ناسته کې د ګډون په پلمه مزارشریف ته وربلل شوی و او وروسته نیول شوی دی.
له بلې خوا، د فاریاب مخکیني والي نقیب الله فایق هم د خپل فیسبوک پر پاڼه د قاري وکیل د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
دا په داسې حال کې دي چې په فاریاب ولایت کې د طالبانو د یوه ازبک قوماندان مخدوم عالم رباني نیول کېدل په دې ولایت کې له پراخو اعتراضونو او غبرګونونو سره مخ شوي دي.
د ویلو ده چې د طالبانو چارسمبالي حکومت تراوسه په دې هکله روښانه دریځ نه دي لرلی، خو مخکې یې مسوولینو ویلي و چې د خپلو لیکو د تصفیې بهیر یې پیل کړی دی.