۸صبح، کابل: د افغانستان مقاومت جبهې په تخار کې د درېیو طالبانو د وژلو ادعا کړې ده.
یادې جبهې په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي چې کسانو یې چهارشنبه د وږي پر ۱۴مه د مازیګر شاوخوا ۴:۰۰ بجې د تخار مرکز اړوند په تالقان کې پر طالبانو برید کړی دی.
د یادې ادعا له مخې، په دغه برید کې یو بل طالب ټپي شوی هم دی.
نوموړې جبهې زیاته کړې چې دا برید «د کابل بندر د زاړه ښار څلورلارې ته څېرمه» سیمه کې پر طالب استخباراتي غړو شوی او یو موټر یې هم ورته له منځه وړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي: «په دې برید کې د مقاومت جبهې کسانو ته زیان رسېدلی نه دی.»
په تخار کې ځايي طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ویلي نه دي.
د روانې اوونۍ پر سهشنبې هم یادې ټلوالې د هرات انجیل ولسوالۍ په رباط کلي کې د دوو طالبانو د وژلو ادعا کړې وه.





