• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د زرفشان تریخ ژوند؛ «له کړاو او شکنجې څخه چېرته شکایت وکړم؟»

رسا رسا
۲۲ ليندۍ/قوس ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵ [t_time:1765638607]
radiofrance

radiofrance

نږدې ماښام دی او ساړه دي. د لمر وړانګې په تورو لوګيو کې پټې دي. د لوګیو له کبله د کوڅې بل سر نه لیدل کېږي. مبایل راباسم څو ثبت شوی غږ پیدا کړم چې زرفشان راته د کور پته ویلې وه. د غږ له اورېدو وروسته ډاډه شوم چې لار مې غلطه کړې نه ده. د هرات ښار په یوه سیمه کې د لوکسو او څو پوړیزو کورونو ترمنځ یوې ژېړې او زړې دروازې ته مې پام شو؛ خټين او فقیرانه کور چې پر زرفشان د تاوتریخوالي او کړاو شاهد پاتې شوی دی.

۳۸ کلنه زرفشان (مستعار نوم) چې له واده یې اتلس کاله تېر شوي، څلور اولادنه لري. دا اتلس کاله یې له هغه نارینه سره ګډ ژوند کړی چې تل یې پرې ظلم کړی او په فزیکي توګه یې ډېره ربړولې ده. څېره یې اوس د تاوتریخوالي له کبله پنځوس کلنې ښځې ته ورته شوې. غواړي د خپل کړاو په هکله وغږېږي؛ څو وارې غواړي پیل یې کړي، خو اوښکې یې خبرو ته نه پرېږدي.

څو دقیقې ژاړي. کوچني ماشومان یې هم وېرېدلي. خپلې مشرې لور ته اشاره کوي څو خپله خور او وروڼه بلې کوټې ته بوځي څو هسې نه هغوی هم په ژړا شي. له څو شېبو اوښکو تویولو وروسته په خبرو پیل کوي: «که زه خوش بخته وای، باید د زېږون پر مهال مړه شوې وای، خو په افغانستان کې نجلۍ د خپلو کړاوونو لیدلو ته ژوندۍ پاتې کېږي، زه هم د کړاو ګاللو لپاره نړۍ ته راغلې یم. له هغې ورځې مې چې د نکاح سپینې جامې په تن کړي او پلار مې ملا راتړلې، ښه ورځ مې نه ده لیدلې. چېرته شکایت وکړم؟ له چا مرسته وغواړم؟»

د ټيکري په پېڅکې خپلې اوښکې پاکوي او په کوت کوت لاسونو راڅخه غواړي چې چای وڅښم. د چای بخار د خونې په یخې فضا کې خپریږي. هغې د زاړه پرش یوې څنډې ته کتل او بې‌اختیاره په فکر کې ډوبه وه. ناڅاپه پورته کیږي او وایي چې باید د خپل مېړه له راتګ مخکې خپل دردونه او کړاوونه بیان کړي. غاړه تازه کوي او وايي: «زه اووه خویندې لرم او یو ورور. کله چې ریبار راغی، ما ونه منل، ځکه هم مې نه پېژندل او هم مې له اخلاقي پلوه د مېړه له کورنۍ سره ورته والی نه لید. پلار مې زما له رضایت پرته زه ورکړم. له واده څو ورځې وروسته مې مېړه زه د خپلې وریندارې له زوی سره د خبرو کولو په پلمه ووهلم او ویل یې چې نور حق نه لرې له کوم هلک سره خبرې وکړې.»

هغې په ویرې او درد د کیسې پاتې برخه وکړه او ویې ویل چې له لومړي ورځې تر نن پورې یې ډېر تاوتریخوالی لیدلی دی. له یوه بدګومانه او خودخواه کس سره اتلس کاله ژوند هغه سزا ده چې د پلار د جبري پرېکړې له امله یې پرې کوي. په خپل لاس لستوڼې پورته کوي او د وهلو هغه نښې راته ښکاره کوي چې لا یې هم پر بدن پاتې دي. نوموړې د خپل مقاومت او دوام لامل داسې بیانوي: «څو ځله مې هڅه وکړه چې طلاق واخلم، خو هر ځل چې د خپلو اولادونو په اړه فکر کوم، بېرته شاته کېږم. هیڅ ملاتړ نه لرم؛ پلار مې موږ خويندې د اضافي بار په توګه ګڼلې یو او ژوند یې راته تباه کړ. زه نه شم کولی خپلې لوڼې د داسې سړي تر سیوري لاندې یوازې پرېږدم لکه زما مېړه. هغه د ځناور په څېر دی. بله دا چې چیرته لاړه شم او شکایت وکړم؟ هېڅ بنسټ نه شته، هر ځای طالبان دي او چېرته د یوې ښځې خبرې ته ارزښت ورکول کېږي؟»

لا یې خبرې ختمې نه دي، خو د هر غږ په اورېدو له ځایه پورته کېږي او د حویلي دروازې ته ګوري چې هسې نه مېړه یې راشي او هغه د کیسې او شکایت په حال کې وویني. ښکاره ده چې ویره یې دومره پر وجود خپره شوې چې خبرې یې ټوټه ټوټه او ګډوډې دي. هره شېبه اندېښمنه وي چې هسې نه مېړه یې راننوځي او بیا یې ووهي.

د مېړه د راتګ له وېرې مخه ښه کوي؛ سره له دې چې د خبرو لپاره ډېر څه لري. زه له زرګونو نورو پوښتنو او اټکلونو سره خپله لاره نیسم. زه چې یوازې یوه شېبه اورېدونکی وم، خو زرفشان هغه ټول دردونه په خپل ژوند کې تېر کړې دي. رښتیا هم، زموږ د ښځو له وجوده څومره وېرونکې چوپتیا قرباني اخلي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د یلدا شپې په څېر اوږده محدودیتونه
د ښځې غږ

د یلدا شپې په څېر اوږده محدودیتونه

۳۰ ليندۍ/قوس ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵ [t_time:1766332098]
دیارلس کسان په يوه څلور کسیز موټر کې؛ د قاچاقي سفر له کړاوه ډکه کیسه
د ښځې غږ

دیارلس کسان په يوه څلور کسیز موټر کې؛ د قاچاقي سفر له کړاوه ډکه کیسه

۲۷ ليندۍ/قوس ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵ [t_time:1766077387]
د درېدو روایت؛ هغه نجلۍ چې ځان یې له حذف کېدو وژغوره
د ښځې غږ

د درېدو روایت؛ هغه نجلۍ چې ځان یې له حذف کېدو وژغوره

۲۵ ليندۍ/قوس ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵ [t_time:1765900477]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کونړ کې د جنګي جېټ الوتکو ګزمې او د کابل پر اسمان د بې‌پیلوټه الوتکو الوتنې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.