۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي چې د ایرلنډ کرېکټ بورډ دې د افغان ښځو کرېکټ لوبډله د سیالیو لپاره دغه هېواد ته وروبولي.
بېنېټ یکشنبه د زمري پر ۱۱مه په اېکس کې لیکلي چې د ایرلنډ کرېکټ بورډ دې د کرېکټ نړیوالې شورا له خوا د افغان ښځو د کرېکټ لوبډلې له رسمیت پېژندلو ملاتړ وکړي.
نوموړی زیاته کړې چې د ایرلنډ کرېکټ کولی شي له جنسیتي برابرۍ او له افغان ښځينه کرېکټ لوبډلې ملاتړ وکړي.
بېنېټ دا څرګندونې وروسته له هغې کړې چې د ایرلنډ کرېکټ بورډ ویلي چې له افغان کرېکټ ملي لوبډلې سره د لوبو لپاره یې «مناسب» امنیتي چمتوالی نیولی دی.
له دې مخکې هم یو شمېر نړیوالو بنسټونو او مشهورو نړیوالو څېرو د افغان ښځو د ورزش د ملاتړ او د هېواد د ښځو د کرېکټ لوبډلې د بیا فعالیت لپاره د زمینې برابرولو غوښتنه کړې وه.





