د بې روزګارۍ او د عاید پر کمښت سربېره، د خوراکي توکو د بیو لوړېدو پر افغان کورنیو اقتصادي فشار زیات کړی دی. یو شمېر هېوادوال وايي، په داسې حال کې چې د ژوند لګښتونه ورځ تر بلې لوړېږي، عاید یې کم شوی او نور د خپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نه لري. د خوراکي توکو پلورونکي هم وايي چې د خلکو د پېرلو د ځواک کمېدو له امله ډېری پیرېدونکي یوازې د بیو د پوښتلو لپاره بازار ته راځي او یو شمېر نور بیا د خپلو اړینو توکو د خورا لږې اندازې په پېرلو سره له بازاره بېرته ځي.
په هرات کې د هلکانو د یوه ښوونځي ښوونکی محسن (مستعار نوم) له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې د میاشتې شپږ زره افغانۍ تنخوا اخلي او څلور زره افغانۍ یې د کور پر کرایه لګېږي. هغه وايي چې په پاتې دوو زرو افغانیو د اوبو، برېښنا، ګازو او د خوراکي توکو د لګښتونو ورکړه ورته خورا ستونزمنه شوې ده.
محسن وايي: «زما میاشتنۍ تنخوا یوازې شپږ زره افغانۍ ده چې څلور زره افغانۍ یې د کور پر کرایه ځي. په پاتې دوو زرو افغانیو څنګه د برېښنا، اوبو، ګاز او د ژوند نور لګښتونه ورکړم؟ کله چې زما او د ډېری خلکو عاید ورځ تر بلې کمېږي او د خوراکي توکو بیې لوړېږي، نور د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لرو. نن ورځ د اوړو، وریجو، غوړیو او نورو خوراکي توکو اخیستل د ډېری کورنیو لپاره پر یوه جدي اندېښنه بدل شوي دی.»
په بازار کې هم پلورونکي د خلکو د پېرلو د ځواک د کمېدو خبرې کوي. هغوی وايي هغه پیرېدونکي چې تر دې وړاندې به یې د اوږدې مودې لپاره خوراکي توکي پېرل، اوس یوازې د خپلو څو ورځو د اړتیا په اندازه توکي پېري.
د خوراکي توکو پلورونکی محمد وايي چې په بازار کې د خلکو د پېرلو د ځواک کمښت په څرګنده توګه لیدل کېږي او ډېری پېرېدونکي نور د پخوا په څېر د پېرلو توان نه لري. هغه وايي: «ډېری خلک لومړی د بیو پوښتنه کوي. کله چې نرخونه اوري، ځینې یې له اخیستلو پرته بېرته ګرځي، ځکه د ورکړې توان یې نه لري. ځینې نور بیا یوازې څو کیلو اوړه، وریجې یا لږ غوړي اخلي ترڅو څو ورځې پرې تېرې کړي. د خلکو پېرل خورا کم شوي او دا موضوع په بازار کې په ښه توګه لیدل کېږي.»
د خلکو د پېرلو د ځواک کمښت په داسې حال کې دوام لري چې نړیوال بنسټونه په افغانستان کې د سخت اقتصادي او خوراکي وضعیت په تړاو خبرداری ورکوي.
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اعلان کړی دی چې په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه کسان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي او په میلیونونو کورنۍ د کافي خوړو د برابرولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. اقتصادي راپورونه هم ښيي چې د عاید او کاري فرصتونو پر کمښت سربېره، د خوراکي توکو د بیو لوړېدو پر کمعایده کورنیو خورا ډېر فشار راوستی دی.
بلخوا، طالبانو په وار وار اعلان کړی چې د بازار د کنټرول، د احتکار د مخنیوي او له ګران پلوررنې سره د مبارزې لپاره یې اقدامات کړي او هڅه کوي اقتصادي ثبات رامنځته کړي. خو یو شمېر هېوادوال وايي چې اصلي ستونزه یوازې د بیو لوړېدل نه دي؛ بلکې د کافي عاید نشتوالی او د کاري فرصتونو کمښت د دې لامل شوی چې ډېری کورنۍ ان د خپلو بنسټیزو اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ شي.
د هرات اوسېدونکې او د دوو ماشومانو مور سمیه (مستعار نوم) له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې د ژوند د لګښتونو لوړېدو د هغې د کورنۍ د اړتیاوو برابرول ستونزمن کړي دي. دا وايي: «ماشومان مې ښوونځي ته ځي او ډېرې اړتیاوې لري، خو له اوسني اقتصادي وضعیت سره نه شم کولای د هغوی ټولې اړتیاوې پوره کړم. کله ناکله مجبوریږم چې د خوراکي توکو د پېرلو او د ژوند د نورو لګښتونو ترمنځ یو انتخاب کړم.»
د دغه وضعیت په لړ کې، یو شمېر هېوادوال وايي چې د پېرلو د ځواک کمښت او د ژوند د لګښتونو لوړېدو مجبور کړي دي چې له خپلو ډېرو بنسټیزو اړتیاوو سترګې پټې کړي. هغوی ټینګار کوي چې ستونزه یوازې د خوراکي توکو د بیو لوړېدل نه دي، بلکې د کاري فرصتونو نشتوالی او ټیټ عاید د دې لامل شوی چې د ژوند د لګښتونو او د کورنیو د مالي توان ترمنځ واټن ورځ تر بلې زیات شي. د دوی په وینا، تر هغه وخته چې د کار رامنځته کولو او د خلکو د عاید لوړولو لپاره عملي ګامونه ونه اخیستل شي، یوازې د بازار کنټرول نه شي کولای پر کورنیو اقتصادي فشار کم کړي.





