۸صبح، کابل: روسیې د مسکو ناستې ته د طالبانو د نه وربللو لامل د دغې ډلې له خوا د «ټولګډونه سیاسي ـ قومي» حکومت نه جوړېدل بللي دي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیرکابلوف چهارشنبې د لړم په ۲۵مه په دې ناسته کې په پرانیستونکې وینا کې ویلي چې طالبانو د ټولګډونه حکومت د جوړولو په اړه خپلې ژمنې نه دي عملي کړې.
د هغه په وینا، د طالبانو استازي د مسکو به تېره ناسته کې ژمنه کړې وه چې «د یوه ټولګډونه قومی ـ سیاسي دولت د جوړولو لپاره عملي اقدامات ترسره کوي، خو له بده مرغه دا کار نه دی شوی.»
هغه زیاته کړه: «له همدې امله موږ پرېکړه وکړه چې یوازې د سیمې هېوادونه دغې ناستې ته د یوې ګډې کړنلارې جوړولو په موخه راوبولو.»
د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» په نوم څلورمه مشورتي ناسته د روسیې په نوښت نن په مسکو کې د سیمې د لسو هېوادونو د استازو په ګډون ترسره شوه، خو د طالبانو استازي پکې ګډون نه درلود.
له دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ددې ډلې د نه بلنې لامل «په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت په نه جوړولو کې د طالبانه پاتې راتلل او د بشري حقونو په برخه کې د ژمنو نه اجرا کېدل» بللي وو.
له بلې خوا، ضمیر کابلوف په دې ناسته کې ویلي چې مسکو په تېره بیا د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې له نفوذه اندېښنه لري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغې ناستې ته له نه وربللو مخکې، نارضایتي څرګنده کړې وه او ویلي یې و چې د طالبانو استازو له ګډونه پرته دا ناسته نیمګړې ده او د دوی استازو ته نه بلنه «په تعاملاتو کې منفي اغېز لرلای شي.»
له بلې خوا، هندي رسنیو رپوټ ورکړی چې روسیه، هند او ایران چې د افغانستان په هکله ګډې اندېښنې لري، د مسکو د ناستې په څنډه کې د افغانستان په هکله درې اړخیزه ناسته ترسره کوي.