۸صبح، کابل: قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین ویلي، د امریکا له لوري د افغانستان پر ارزي ذېرمو د بندیزونو په تړاو به د بشري حقونو د مدافعانو پام راواړوي.
نوموړي نن چهارشنبه د مرغومي پر لومړی په خپله ټويټرپاڼه کې لیکلي: «د افغانستان پر وړاندې د بندیزونو دوام د بشري حقونو د ملاتړ په مانا نه دی؛ بلکې دا د عامو افغانانو مجازات دي.»
نوموړی د افغانستان ارزي ذېرمو په تړاو د بشري حقونو له مدافعانو د پام غوښتنه کړې او ویلي دي: «زه په دې تړاو د ټولو په ځانګړې توګه د بشري حقونو د مدافعانو پام رااړوم.»
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ کابل کې یو شمېر خلکو لاریون وکړ او له امریکا یې د افغانانو د مالي شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه وکړه. پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره هممهاله امریکا د دغه هېواد ۹.۵ میلیارده ډالر کنګل کړل.