۸صبح، کابل: سیمهییزې سرچینې وايي چې د روزګان په مرکز ترینکوټ کې د پولیو (ګوزڼ) یوه مثبته پېښه شوې ده.
سرچینو چهارشنبه د زمري پر ۲۱مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا ماشوم ۲۵ اوونۍ عمر لري او د ترینکوټ ښار په «سرخوم» سیمه کې ګوزڼ وهلی دی.
د سرچینو په خبره، څو میاشتې مخکې په دغه ماشوم کې د پولیو ویروس نښې لیدل شوې وې او اوس تایید شوې چې دغې ناروغۍ د نوموړي پښې فلج کړې دي.
سرچینې زیاتوي چې د ماشوم کورنۍ هغه ته د پولیو واکسین له ورکولو سره مخالفت کړی و.
له دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) خبر ورکړی و چې د روان ۲۰۲۶ کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې د پولیو ۱۵ مثبتې پېښې تایید شوې دي.





