• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

سرچینې: طالبانو د بي‌بي صدیقې د قضیې د پای ته رسولو لپاره د «درې ورځنۍ نکاح» وړاندیز کړی

۸صبح ۸صبح
۵ زمری/اسد ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1785176189]
Exclusive

Exclusive

د ۱۲ کلنې بي‌بي صدیقې کورنۍ ته نږدې سرچینې چې نږدې ۲۱ میاشتې کېږي د طالبانو په زندان کې ده، وایي چې د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې طالب چارواکو د دغې قضیې د پای ته رسولو لپاره وړاندیز کړی چې له مخې به یې دغه نجلۍ د درېیو ورځو لپاره له خداینظر سره چې له نوموړې سره د واده ادعا کوي، په نکاح شي.

د دغو سرچینو په خبره، دا وړاندیز په بالامرغاب کې د طالبانو ولسوال کړی او موخه یې د شاکي د رضایت په ترلاسه کولو سره د شخړې پای ته رسول ښودل شوي دي. د بي‌بي صدیقې کورنۍ بیا دا وړاندیز رد کړی او دا یې له عدالت، قانون او انساني کرامت سره په ټکر کې بللی دی.

بي‌بي صدیقه هغه مهال چې ۱۲ کلنه وه، له خداینظر سره یې د واده ادعا یې ونه منله او د نږدې کسانو په خبره یې، هغې په وار وار ټینګار کړی چې د خپلې خوښې خلاف به جبري واده ونه کړي. له دې سربېره، طالبانو ورته دوسیه جوړه کړه او دا ماشومه له شاوخوا ۲۱ میاشتو راهیسې په زندان کې ساتل کېږي.

د دغې نجلۍ د خپلوانو په خبره، شاوخوا یوه میاشت مخکې چې د دې نجلۍ کورنۍ خبره رسنیزه کړه، طالبانو ادعا وکړه چې محکمه به دې موضوع ته جدي پام وکړي. د بي‌بي صدیقې کورنۍ وايي چې تر اوسه په دې برخه کې هېڅ عملي اقدام نه دی شوی او د دغې قضیې د ارزولو لپاره هېڅ پلاوی نه دی ګومارل شوی.

سرچینې زیاتوي چې د طالبانو د ژمنې خلاف، په بالامرغاب کې د استخباراتو ادارې د کورنې غړي، سیمه‌ییز مشران او د سیمې اوسېدونکي تر فشار لاندې راوستي دي. د هغوی په خبره، د موریچاق کلي ځينې ځوانان هم د دغې قضیې له کبله نیول شوي دي.

د بي‌بي صدیقې کورنۍ وايي چې طالب چارواکو ترې غوښتي «بي‌بي صدیقه دې درې ورځې له خداینظر سره په نکاح کړي» او وروسته دې اختلاف د خبرو او دواړو غاړو د رضایت له مخې حل شي. د سرچینو په خبره، د دغې کورنۍ د رضایت خپلولو لپاره د پیسو ورکولو خبره هم شوې ده.

د نوموړې کورنۍ ټينګار کوي چې په ضمانت د صدیقې د ازادولو په اړه د طالبانو د تېرو حکمونو سربېره، دا نجلۍ لا هم په زندان کې ساتل کېږي. هغوی له رسنیو او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي چې په زندان کې د بي‌بي صدیقې د غږ خاموشولو مخنیوی وکړي.

هغه اسناد چې ۸صبح ورځپاڼې ته استول شوي، ښيي چې د طالبانو د سترې محکمې د لوېدیځ زون قضايي مرستیالې په یوه رسمي مکتوب کې په ضمانت د بي‌بي صدیقې د خوشې کولو امر صادر کړی دی. خو د دغې نجلۍ کورنۍ وایي چې له ضمانت سره سره، هغه ان د یوې ورځې لپاره هم له زندانه نه ده خوشې شوې.

همدارنګه، په یوه بل مکتوب کې چې یوه کاپي یې ۸صبح ته رسېدلی، ښکاري چې د بي‌بي صدیقې د کورنۍ له عریضې وروسته، د طالبانو محکمې یو ځل بیا د هغې د خوشې کولو پخوانی حکم، تایید کړی دی. د نوموړې کورنۍ ویلي چې ځايي طالب چارواکو تر اوسه دا حکمونه نه دي پلي کړي او بي‌بي صدیقه لا هم په زندان کې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د فعالانو په خبره، د طالبانو «د زوجینو د تفریق اصولنامه» د «ماشومانو د ودونو» دودېدو ته لمن وهي. د دغې اصولنامې په پنځمه ماده کې پلار او نیکه ته د هغو نجونو د ودولو په اړه چې لا بلوغ ته نه دي رسېدلې، ځانګړي واکونه په پام کې نیولي دي.

په دې اصولنامې راغلي: «کله چې له پلار او نیکه پرته د نجلۍ نور خپلوان د صغیر یا صغیرې (باکره وي یا ثیبه [غیرباکره]) د کفو پر بنسټ او مهر مثل په بدل کې ترسره کړي، عقد سم دی، خو د صغیر یا صغیرې لپاره د بلوغ پر مهال د نکاح د فسخ کولو خیار شته. البته دا فسخ د محکمې په حکم کېږي.»

له دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د دغې اصولنامې له خپرېدو «ژوره اندېښنه» ښودلې او زیاته کړې یې ده چې «دا فرمان چې د زوجینو د تفریق اړوند اصول تدوین کوي، د افغان نجونو او ښځو د حقونو د کمزوري کولو پر لور یو بل ګام دی او په قانون او عمل کې سمبال شوی تبعیض بنسټيزوي.»

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

جبري راستنېدنه؛ پرون څه باندې زر کسان افغانستان ته راستانه کړل شول
ټولنه

جبري راستنېدل؛ پرون څه باندې ۵۰۰ کسان افغانستان ته راستانه شوي

۲۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794676556]
د افغان ښځو پر ژوند د استبداد دروند سیوری
د ښځې غږ

د افغان ښځو پر ژوند د استبداد دروند سیوری

۲۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794673446]
ترکیې او ۱۷ نورو هېوادونو په غزه کې پر ناصر روغتیايي مرکز د اسراییلو برید غندلی
بهرني خبرونه

ترکیې او ۱۷ نورو هېوادونو په غزه کې پر ناصر روغتیايي مرکز د اسراییلو برید غندلی

۲۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794671651]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان جګړې ورځني تلفات یو ځل بیا لوړ شوي دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • فارم‌لرونکي: شمال کې د کبانو د روزنې صنعت وده کړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • له ۱۸ کالو زده‌کړو وروسته ناهیلي او سرګرداني؛ یو ځل بیا به پر خپلو پښو ودرېږو؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.