د افغانستان پولې ته نږدې درې پاکستاني پولیس ووژل شول

۸صبح، کابل: د پاکستان چارواکي وایي، چې د دغه هېواد درې پولیس د پاکستاني طالبانو له خوا د افغانستان پولې ته نږدې وژل شوي دي.
د پاکستان د پولیسو چارواکي محمدعلي کنداپور رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دغه پولیسان تېره شپه د لیندۍ پر دوولسمه د خیبرپښتونخوا ایالت په «نوشهر» سیمه کې د وسلهوالو کسانو په برید کې وژل شوي دي.
د کنداپور په وینا دغه پاکستاني ځواکونه داسې مهال په نښه شوي، چې له افغانستان سره پولې ته نږدې پر ګزمې بوخت وو.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې نن د پاکستاني طالبانو تحریک د دې پېښې مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.
پاکستاني طالبانو یوه اونۍ مخکې په جون میاشت کې د افغانستان د طالبانو په منځګړیتوب د پاکستان له حکومت سره د اوربند ترسره شوې هوکړه لغوه کړه.
دغې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو خپلو جنګیالیو ته امر وکړ ترڅو په ټول پاکستان کې خپل بریدونه پیل کړي.