د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپله ټویټر پاڼه په یو لړ ټویټونو کې ویلي چې د دې ډلې له خوا استول شوي ډیپلوماټ پرون رسماً خپل کار پیل کړ.
خو په ترکیه کې د افغانستان سفارت څخه یوې باوري سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې استول شوی کس په دې سفارت کې د همکار په توګه کار پیل کړی، نه جنرال قونسل.
د سرچينې په وينا، دغه کس د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت په غوښتنه ټاکل شوى دى.
خو د دی سر بیره، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې دوی به هڅه وکړي چې قونسلګري او ډیپلوماټیک خدمات په مسووليت او شفافیت سره وړاندې کړي.
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ترکيې، ايران، پاکستان، چين او روسيې له دغې ډلې سره زياتې اړيکې ټينګې کړې دي.