د جمهوري نظام له سقوط نه وروسته، طالبانو یو شمېر دولتي بنسټونه له منځه یوړل. یادې ډلې د ملي شورا په له منځه وړلو د دغه بنسټ سلګونه کارکوونکي یې هم له دندو لیرې کړي او په بې برخلیک حالت کې دي. هغه کارکوونکي چې په بې برخلیک وضعیت کې له صبر نه وتلې بې وزلي له میاشتو راهیسې زغملې، دا مهال د هېواد پرېښودو او د خپلو ماشومانو د پلورلو په دوه لاره کې پاتې دي. تازه مورد کې د پخواني د سنا مجلس د دارالانشاء کارکوونکو د طالبانو رییس الوزرا ته د یوه لیک په لېږلو سره لیکلي چې د هغوی د وار وار غوښتنو سربېره، بیا یې هم د برخلیک په اړه پرېکړه ونه شوه. هغوی له طالبانو غوښتي چې پاسپورټ ورکړي څو د خپلو اولادونو لپاره د يو کپ ډوډۍ برابرولو لپاره له هېواده بهر سفر او هلته کار وکړي. دا په داسې حال کې ده چې ۸صبح ورځپاڼې تر دې وړاندې هغو سندونو ته لاسرسی موندلی وو، چې ښيي طالبانو د نفتو او ګازو د دولتي شرکت لسګونه کارکوونکي له دندو لیرې کړي او د هغوی پر ځای یې یادې ډلې پورې اړوند کسان ګمارلي دي.
طالبانو واک ته له بیا ځلې راتګ وروسته، د پخواني حکومت لږ تر لږه اته ادارې له منځه وړې دي. د ښځو چارو وزارت، د ملي شورا د دارالانشاء ریاستونه، د ملي امنیت د شورا دفتر، د ملي مصالحې عالي شورا، په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر دفتر، د سولې په چارو کې د دولت وزارت، د ټولټاکنو کمېسیونونه، پر اساسي قانون د څارنې کمېسیون او د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د طالبانو له لوري له منځه وړل شوي دي.
د طالبانو د رییس الوزرا دفتر د ۱۴۰۱ کال د غویي د میاشتې په ۱۴مه نېټه، د یو شمېر دولتي بنسټونو د له منځه وړلو مکتوب صادر کړی دی. په دې مکتوب کې ویل شوي چې د بشر د حقونو د کمېسیون، د اساسي قانون د پلي کېدو پر څارنې کمېسیون، د ملي شورا دارالانشا ریاستونو، د ملي مصالحې د عالي شورا او د ملي امنیت د شورا تشکیلات د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د شفاهي امر پر بنسټ له منځه تللي او د ۱۴۰۱ مالي کال د وري د میاشتې له لومړۍ نېټې د دغو بنسټو له منځه وړل د اجرا وړ دي.
تازه مورد کې د پخواني حکومت د سنا مجلس د دارالانشاء کارکوونکو، په دولتي بنسټونو کې د بیا ځلې ټاکل کېدو لپاره له یوه کال هڅو وروسته، اوسمهال خپل راتلونکي ته ناهیلي شوي او د طالبانو له ریاست الوزرا یې غوښتي چې د هغوی لپاره دې په وړیا ډول د پاسپورټونو د وېش امر اړوندې څانګې ته ورکړي څو د ژوند پرمخ بیولو او خپلو کورنیو لپاره د یوې نمړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره له هېواده بهر ولاړ شي. له دندو لیرې کړای شوي دغه کارکوونکي وايي چې له تبعیضي چلند سره مخ دي او طالبان هغوی ته د «اشغال د دورې د میراث» په توګه ګوري. هغه لیک چې یادو کارکوونکو د طالبانو ریاست الوزرا ته لېږلی دی، یوه کاپي یې د ۸صبح ورځپاڼې په واک کې ورکړل شوې ده. په دې لیک کې راغلي دي: «د ملي شورا د له منځه تللو له یوه کال نه وروسته، په بې برخلیک حالت او بې روزګارۍ کې ژوند کوو او له اقتصادي ستونزو ډېر رنځ وړو تر دې چې اړ شوي یو چې د خپلو کورونو وسایل او مالونه وپلورو چې دا مهال هېڅ نه دي راپاتې او د خپلو اولادونو پلورلو ته اړ شوي یو.»
د پخواني د سنا مجلس د دارالانشاء کارکوونکو په دې لیک کې د طالبانو رییس الوزرا محمد حسن اخوند ته لیکلي دي: «د اسلامي امارت د کابینې د ۲۳/۳/۱۴۴۴ نېټې د پرېکړې پر بنسټ او دغه راز د چارو د ادارې د عمومي ریاست د ۱۱۸۱ متحد المال مکتوب چې ټولو وزارتونو او ادارو ته لېږل شوی دی، مونږ د مشرانو جرګې د دارالانشاء د عمومي ریاست پخواني کارکوونکو، وزارتونو او نورو ادارو ته په وار وار ورتګ ونه شوای کړای چې د برخلیک په ټاکل کېدو او د دندو په ترلاسه کولو بریالي شو دغه راز ښاغلو چارواکو په یاده برخه کې هېڅ ډول روښانه او د قناعت وړ ځواب نه دی راکړی.»
د دغو کارکوونکو د لیک په یوې بلې برخه کې ویل شوي دي چې هغوی د کار د قانون د ۷۲ مادې د حکم له مخې، اړونده بنسټونو ته د انتظار با معاش غوښتنلیکونه لېږلي، خو مثبت ځواب یې نه دی ترلاسه کړی. د هغوی په لیک کې دغه راز راغلي دي: «دغه راز د برخلیک د ټاکل کېدو او د کار د قانون د ۷۲ مادې پر بنسټ، د انتظار با معاش غوښتنلیک او نور غوښتنلیکونه مو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت، د ریاست الوزرا د مالي او اداري معاونیت او د مالیې وزارت مالي او اداري معینیت ته وړاندې کړل چې له بده مرغه له دغو ادرسونو نه هم زمونږ د غوښتنو په اړه همکاري او پاملرنه ونه شوه.»
د پخواني دولت د سنا مجلس د دارالانشاء کارکوونکو دغه راز په دې لیک کې د طالبانو ریاست الوزرا ته لیکلي دي چې د کار اړوند د هغوی غوښتنلیکونه نه دي منل شوي او اړ دي د پاسپورټ د اخیستلو غوښتنه وکړي. هغوی ملا حسن اخوند ته خپله غوښتنه داسې مطرح کړې ده: «هېواد ته کار او خدمت کول د هر افغان حق او مسوولیت دی. دا چې د وخت په تېرېدو سره مونږ ته کاري زمینه برابره نه شوه، غواړو د خپلو کورنیو لپاره د نفقې موندلو په موخه له هېواده بهر ولاړ شو چې په دې برخه کې پاسپورت ته اړتیا لرو. له همدې امله ستاسو نه په ډېر درنښت هیله کوو، څو اړونده څانګې ته امر وکړئ چې مونږ ۳۴۲ کارکوونکو ته په وړیا ډول کورني پاسپورټونه ووېشل شي څو له خپل هېواد نه بهر شو.»
په همدې حال کې، د سنا د مجلس د دارالانشاء یو شمېر کارکوونکي چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي په دې راپور کې یې نوم واخیستل شي، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې د دغه بنسټ ډیری کارکوونکي، په کار پوه ځوانانو، مسلکي، ملي او بشري حقونو ارزښتونو ته ژمن کسانو وو چې د قانون جوړونې په برخه کې یې ښې تجربې لري او د افغانستان لپاره د هغوی بې روزګاري او له بې وزلۍ سره مخ کېدل، د خواشینۍ وړ دی.
محمد (مستعار نوم) د سنا د مجلس د دارالانشاء یو کارکوونکی دی. نوموړی چې له تېر څه باندې یوه کال راهیسې له بې روزګارۍ سره لاس او ګریوان دی، وايي چې په ډېرو هڅو سره یې بیا هم ونه شوای کړای چې د ځان لپاره د یوه خصوصي کار زمینه برابره کړي. نوموړی وړاندې وايي چې همکارانو یې هېچا پورې سمتي تړلتیا نه درلودې او په دولتي بنسټونو کې باید د هغوی له تجربو او لاسته راوړنو ګټه اخیستل شوې وای. د ښاغلي محمد په وینا، یو شمېر کارکوونکي د نړۍ له نامتو پوهنتونونو نه د لوړو زده کړو سندونه لري، خو د بېلابېلو پلمو او د «د جمهوریت میراث» په نوم ځورول کېږي. نوموړی د کاري تجربې او تخصص په لرلو سربېره، د دولتي ادارو په پنځم بست کې هم نه دی ګمارل شوی.
د سنا د مجلس د له منځه تلونکې دارالانشاء بې برخلیکه شوی دغه کارکوونکی وايي: «د ژوند ټول شته مو وپلورل، شاقه کارونو ته مو مخه کړه، پوروړي شو، خو د تکراري او له درواغو ډکو ژمنو سربېره، د دندې په موندلو کې بریالي نه شوو. زه خپله پښېمانه یم، کاش د زده کړو پر ځای مې داسې کسب او کار زده کړی وای څو نن د دغو ټولو دردونو او کړاوونو شاهد نه وای او لږ تر لږه مې د ناروغې مور د درملو او تداوي د لګښت وس درلودلای. ناڅرګند راتلونکی، ورځ تر بلې د ستونزو زیاتوالی او لالهانده ذهنونو پر مونږ ټولو یې ژوند تریخ کړی دی. خپله مې پرېکړه کړې څو د قاچاق له لارې له هېواده بهر لاړ شم.»
احمد شریفي (مستعار نوم) یو بل کارکوونکی دی چې له څه باندې یوه کال راپدیخوا یې د دندې موندلو لپاره ډېرو دولتي بنسټونو ته غوښتنلیکونه لېږلي دي، خو هېڅ یوه دروازه یې پر مخ نه ده پرانیستل شوې. د نوموړي په خبره، طالبان پرته له خپلو کسانو، نور «د اشغال میراث» ګڼي. نوموړی وړاندې وايي چې د طالبانو رییس الوزرا ته یې د غوښتنلیک له لیکو نه موخه، هغوی ته په وړیا ډول د پاسپورټونو وېش دی؛ ځکه کارکوونکي د پاسپورټ د لګښت د ورکړې وس نه لري او دغه ډله دې یا خلکو ته کار ورکړي یا دې ټول له هېواده بهر وشړي.
ښاغلی شریفي وايي: «د غوښتنلیک له ترتیب او لېږلو نه موخه دا ده چې د یوه کال په موده کې منتظر وو هغه ادارې چې له منځه تللې دي، کارکوونکي یې د کابینې د پرېکړې او د رییس الوزرا د حکم له مخې دغو [طالبانو] باید هغوی ته یو ځای دنده ورکړې وای، دا کار یې هم ونه کړ. مونږ بېلابېلو ادارو ته لاړو، له هغوی سره مو ولیدل، لیدلوري مو ترې وپوښتل، پرته له خپلو کسانو، ټول د اشغال میراث بولي، له خلکو سره ستونزې لري. پرته له ځورونې او اندېښنو نور څه د پخوانیو کارکوونکو په انتظار کې نه دي. څوک چې له تشکیل نه بهر پاتې دي، دا چې واسطې او یو څوک پېژني، ځای پر ځای کېږي.»
د دولت دغه پخوانی کارکوونکی وړاندې وايي چې تر تېرې ورځې پورې یې وروستۍ هڅې روانې وې، او د نه ځواب یې ترلاسه کړی او بله هیله نه لري. نوموړی وړاندې وايي: «تېره ورځ د مالیې وزارت اداري مرستیال زمونږ له همکارانو سره ولیدل. پایله کې یې مامورین ځواب کړل. ویل یې چې مونږ تشکیل کم کړی، ستاسو لپاره نور امکانات نه شته، لاړ شئ او ځانونو لپاره کاروبار ومومئ. کاروبار نه شته، له همدې امله مو پرېکړه وکړه چې رییس الوزرا ته غوښتنلیک ولېږو دا چې مونږ ته په دې هېواد کې ځای نه شته، کار نه شته، تر دې چې فزیکي کار هم نه شته، مونږ به یو بل هېواد ته لاړ شو څو یوه خوله مړۍ وګټو.»
د سنا مجلس د له منځه تلونکې دارالانشاء کارکوونکي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې د جمهوریت له سقوط وروسته د دې ادارې ۳۴۲ کارکووونکي بې روزګاره شوي دي. ۸صبح ورځپاڼې له یو شمېر دغو کارکوونکو سره خبرې کړې دي. هغوی وايي چې د کار د قانون له مخې د انتظار با معاش حق لري دغه راز دولتي بنسټونه اړ دي څو له دندو لیرې کړای شوي کارکوونکي په نورو بنسټونو کې په ورته بستونو وګوماري. دغه کارکوونکي ټینګار کوي چې په وار وار ورتګ او د طالبانو د رییس الوزرا د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د ژمنو سربېره، د انتظار با معاش له حق نه نه دي برخمن شوي. د دغه بنسټ یوه کارکوونکي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «د ادارو د له منځه تللو مکتوب د غويي په میاشت کې صادر شوی و، خو ویلي یې و چې د وري له لومړۍ نېټې دې اجراات ترسره شي. په داسې حال کې چې کارکوونکو د غويي تر میاشتې پورې حاضري لاسلیک کړې وه. اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، ویلي و چې تاسو د کار د قانون پر بنسټ د انتظار با معاش په حالت کې یاست څو برخلیک مو روښانه شي او په دې برخه کې ریاست الوزرا ته غوښتنلیک لېږو.» نوموړی وایي چې د انتظار با معاش موضوع هم د ریاست الوزرا له لوري نه ده منل شوې.
د پخواني د سنا د مجلس د دارالانشاء کارکوونکي وايي چې یو کال کېږي تنخوا او هېڅ ډول امتیاز یې نه دی ترلاسه کړی او نه هم په نورو دولتي ادارو کې ګمارل شوي دي. له همدې امله، څو وارې د طالبانو د چارو ادارې ته ورغلي او د خپلو حقونو د ورکړې غوښتونکي شوي دي. هغه لیک کې چې د طالبانو د چارو ادارې مالیې وزارت ته د کارکوونکو د تنخوا د نه ترسره کولو په اړه لېږلی دی، پکې ویل شوي دي: «د انتظار با معاش په اړه د اداري کمیسیون پرېکړه تر هغه وخته چې د اسلامي امارت مشرتابه د انتظار با معاش په اړه وروستۍ فیصله کوي او د هغه په اړه پرېکړه کوي، تر هغه وخت پورې دې دغه تنخواوې نه ورکول کېږي.»
د سنا د مجلس د دارالانشاء کارکوونکو په داسې حال کې د خپل د بې برخلیک ژوند له امله په ډله ییز ډول د هېواد پرېښودو په موخه طالبانو ته غوښتنلیک استولی چې تر دې وړاندې طالبانو د «افغانستان د نفتو او ګازو» دولتي شرکت ۳۷۹ کارکوونکي او کارګر له دندو لیرې کړي او هېڅ حقوقي او قانوني امتیاز یې ورته په پام کې نه دی نیولی. د دغه بنسټ لیرې کړای شویو کارکوونکو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانو دې ډلې پورې اړوند کسان او خپل جګړه ماران چې مسلکي وړتیا او کاري تجربې نه لري، د هغوی پر ځای ګمارلي دي.