۸صبح، کابل: په هرات کې د طالبانو د والي وياند محمديوسف سعيدي ادعا کړې چې د دغه ولايت د تېلو او ګازو رياست به د هرات ښار په نهو بېلابېلو سيمو کې د ګرځنده موټرو له لارې اوبلن ګاز کيلو په ۵۵ افغانۍ ووېشي.
سعيدي چهارشنبه د چنګاښ پر ۳۱مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې دا اقدام په هرات کې د طالبانو د والي اسلامجار په لارښوونه ترسره کېږي.
د هغه په وينا، دا پرېکړه د خلکو د ملاتړ، په بازار کې د اوبلنو ګازو د عرضې د زياتوالي، د بيو د کنټرول او خلکو ته د لا ډېرو اسانتياوو د برابرولو لپاره شوې ده.
سعيدي زياته کړې چې که اړتيا وي، دا بهير به د ښار نورو سيمو ته هم وغځول شي.
بلخوا، تر دې وړاندې د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنيو هم راپور ورکړی و چې تېره شپه د هرات د اسلامکلا بندر له لارې افغانستان ته د اوبلنو ګاز يوه لويه جوپه وارد شوې ده.





