طالبان: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې نقدي مرستې تر څه د پاسه ۱،۶میلیارد ډالرو رسېدلې دي

۸صبح، کابل: په کابل کې طالبانو د څلوېښت ميلیون ډالري مرستې یوې بلې بستې خبر ورکړی چې تازه ورته رسېدلې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک سه شنبط د ليندۍ په اتمه ویلي چې پر کابل د دې ډلې له واکمنېدو وروسته د نړیوالې ټولنې ټولې ټولې مرستې ۱.۶۷۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلې دي.

د افغاستان بانک د مالوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ ميلادي د اګست له ۱۵مې راهیسې ۱۸ څلوېښت ميليون ډالري او دېرش ۳۲ ميلیون ډالري بستې د نړیوالې ټولنې له خوا افغانستان ته رالېږل شوې دي.

له دې مخکې، د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امريکا ځانګړې څارونکې ادارې د سه‌شنبې په ورځ ادعا کړې وه چې د دغه هېواد دولت پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه هېواد ته د بشردوستانه مرستو په برخو کې د خپلې ۱،۱ میلیارد ډالري مرستې له څېړلو ډډه کړې ده.

د ویلو ده چې پر افغانستان د طالبانو په څه د پاسه ۱۵ میاشتنۍ واکمنۍ کې د میلیاردونو ډالرو مرستو سره سره، د ملګروملتونو سازمان د رپوټونو له مخې، په دې هېواد کې بې وزلي د پراختیا په حال کې ده او سخت او سوړ ژمی اړمن خلک ګواښي.

ورته لیکنې

Back to top button