طالبان: سپین بولدک کې نښته نن د پاکستاني پوځیانو له لوري پیل شوه

۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایی، جګړه نن سهار د کندهار په سپین بولدک کې د پاکستانیو ځواکونو له خوا پیل شوې ده.

مجاهد پنجشنبه د لیندۍ پر ۲۴ خپل ټویټر کې لیکلي، چې پاکستاني پوځیانو نن د افغانستان په سپین بولدک ولسوالۍ کې یو ځل بیا ډزې کړي او نښته یې پیل کړې ده.

هغه زیاته کړه، چې طالبان د هرې ستونزې د حل لپاره خبرې اترې معقوله لار ګڼي او د ده په وینا، منفي کړنې او د جګړې لپاره پلمې جوړول د دواړو لوریو په ګټه نه ده.

د يادونې وړ ده، چې نن غرمه‌مهال د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ نښته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه جګړه وروسته له هغې پيل شوه، چې طالبانو غوښتل په دې سيمه کې پوسته جوړه کړي، خو پاکستاني پوځیانو یې مخه ونیوله.

تر دې مخکې هم په سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ په نښته کې تر لسو زیات ملکي وګړي وژل شوي وو.

ورته لیکنې

Back to top button