طالبان له ازادو رسنیو، خپلواکو خبریالانو او د خبر رسولو له ازادو بنسټونو زیاته وېره لري او هڅه کوي چې د رسنیو ازادانه فعالیت مخه ونیسي. دا ډله د خپلواکو رسنیو فعالیتونو ته د امنیتي- استخباراتي نظره ګوري، نه د وګړو د حقونو او عامه ګټو له نظره؛ نو له دې امله هر حرکت چې ددې ډلې له تعریف شوي چوکاټه بهر وي، د جګړې او نظامي فعالیت برابر بلل کېږي.
یوازې طالبان نه دي ټول دیکتاتور نظامونه د وګړو نه خبرتیا خپله اساسي ستراتیژي بولي؛ په ځانګړي ډول د واکمنې دستګاه د هغو کړنو او نورو برخو په اړه چې د خلکو پر ژوند او برخلیک اغیزه کوي. دداسې رژیمونو له نظره، ناخبره وګړي په خنثا او بې خاصیته ځواک بدلېږي چې بیا یې په حق کې هر کار کول امکان لري، پرتله دې چې واکمنې دستګاه ته خطر متوجه شي.
د دیکتارو حکومتونو خطر له هغه شیبې پیلېږي چې وګړي معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړي. که چیرې خلک پر دې پوه شي چې عامې سرچینې له تالاترغي کېدو سره مخ وي، خلکو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې څومره نیمګړتیاوې شته، قانون څومره له پامه غورځول شوی دی، له قانون هاخو واکونو څومره پراختیا موندلې، مافیا په دستګاه کې څومره نفوذ لري، تبعیض کوم پړاو ته رسېدلی، فساد څومره دی او عامه ګټې څومره د فردي او ډله ییزو ګټو قرباني شوي دي، نو بیا به د هغوی اراده هم بدلون ومومي. وګړي د هغه ناورین چې دوی یې په مخه کړي دي، له شک پرته چې د چارې سنجولو له پاره به یې لاس په کار شي، د نظم او همغږۍ لارې به پیدا کړي او فردي غوښتنې به پر ډله ییزو غوښتنو واړوي. کله چې د سترو غوښتنو پر سر سیاسي او ټولنیزو بېلا بېلو ځواکونو ترمنځ اجماع رامنځته شوه لکه د قانون واکمني، د خلکو ګډون، د واکمنو پر کړنو د څار میکانیزمونه، د مسوولینو ځواب ویلو او د فساد او استبداد مخنیوی، نو بیا د مبارزې لار هوارېږي او د بدلون بهیر به رامنځته شي. په ټولنه کې داسې یو بدلون د حکومتي دستګاوو له سانسور لرې د رسنیو له فعالیت پرته امکان نه لري. که چیرې ازادې رسنۍ نه وي، ان د عامه ګټو پر سره به د وګړو ترمنځ د خبرو اترو امکان هم نه وي او په پایله کې به ټولنه په پاشلې او بې کاره توکي بدله شي چې یوازې به د واکمنانو له لوري ترې کار اخیستل کېږي او بس. سمه ده چې رسنۍ هم کله ناکله تیروتنه کوي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې د قانون واکمنۍ د غیاب له امله د خوندیتوب نشتوالی د هغوی د طبیعي فعالیت زمینه له منځه یوسي؛ خو دا د قضیې جانبي عوارض دي او ملامتي یې د ځپونکې دستګاه په غاړه ده او په هیڅ صورت د رسنۍ د کار پر اهمیت اغیزه نه کوي.
طالبان اوسمهال د نورو ځپونکو دستګاوو پر پله پل ایږدي او غواړي چې خپله څو ورځنۍ واکمني وغځوي، له عامه سرچینو ګټه اخیستل زیاته کړي او د وګړو په ځپلو کې یې لاس ازاد وي. خلک به هم دې حالت ته په اسانۍ تسلیم نه شي او ازادۍ ته د رسېدو له پاره به مبارزه په هر قیمت چې وي، وکړي. ازادې رسنۍ د ازادۍ او بشري حقونو له پاره د جګړې په لومړۍ لیکه کې دي.