۸صبح، ننګرهار: د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکی، چې په بایسکل د حج سفر ته تللی و وايي، چې د عراق د پولیسو له خوا زنداني او ربړول شوی دی.
دغه کس، چې راز محمد نومېږي د عراق له زندان څخه له خوشي کېدو وروسته په کامه ولسوالۍ کې خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی.
راز محمد چهارشنبه د مرغومي پر اوومه نېټه له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې د سعودي عربستان پر لار د عراقي پوځیانو له خوا نیول شوی دی.
راز محمد وایي، چې د عراق پولیسو وهلی ټکولی او شکنجه کړی دی.
هغه پر طالبانو له نیوکې سره وایي، چې هغوی یې د خوشي کېدو لپاره په وخت اقدام نه دی کړی.
ویلو ده، چې پنځوس کلن راز محمد اته میاشتې مخکې په بایسکل له کابل څخه حج ته روان شو او مکې ته ورسېد.