• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د «سپاهیان میهن» راڅرګندېدل؛ د طالبانو د مخالفانو لپاره د «یووالي ازموینه»

کیومرث صمدي کیومرث صمدي
۳۱ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1784742634]
Social Media

Social Media

تر دې دمه د طالبانو د مخالفو خوځښتونو – سیاسي او نظامي – د «سپاهیان میهن» په نوم جبهې راڅرګندېدو او د دغې جبهې له لوري د څو ساعتونو لپاره د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ د نیولو اړوند کوم رسمي او علني دریځ نه دی نیولی؛ نه یې په ملاتړ او نه یې په مخالفت کې. البته ځينو په خواله شبکو کې په دې اړه خپل نظرونه او څرګندونې کړې چې دا تر ډېره د طالبانو د مخالفو خوځښتنو د رسمي دریځ استازیتوب نه کوي. پر همدې بنسټ د طالبانو پر ضد په تېرو نږدې پنځو کالو کې د دغې مهمې نظامي پېښې په اړه د دغو ټولو سیاسي – نظامي جریانونو چوپتیا، له شک پرته د پوښتنې او پام وړ موضوع ده.

د دې چوپتیا لومړنی لامل ښايي د «سپاهیان میهن» جبهې د راڅرګندېدو په څرنګوالي کې نغښتی وي؛ په دې مانا چې دا جبهه، د طالبانو د ډېرو نورو مخالفو خوځښتونو خلاف، خپل موجودیت د ناڅاپي پوځي عملیاتو له لارې اعلان کړ، نه د یوې اوږدې او شعاره ډکې سیاسي اعلامیې یا هم له افغانستانه په کوم لرې هېواد کې د یوې خبري غونډې په جوړولو. له همدې امله، د دغې جبهې هویت او ماهیت لا هم بشپړ روښانه نه دی؛ یعنې لا څرګنده نه ده چې دا جبهه څنګه رامنځته شوې، تمویل یې له کومه کېږي او د حضور او فعالیت راتلونکی به یې څه ډول وي؟ ان دا هم څرګنده نه ده چې «سپاهیان میهن» یوازې «پوځي هسته» ده، که «سیاسي هسته» هم لري. تر دې دمه یوازې د دې جبهې پوځي برخه تر یوه بریده څرګنده شوې چې د قیوم ملنګ په نوم د یوه کس له خوا یې مشري کېږي. خو هر وسله‌وال خوځښت، که غواړي دوام وکړي، سیاسي مټې ته هم اړتیا لري؛ داسې چې خبرې وکړي، مذاکرات پر مخ یوسي، رسمي دریځ اعلان کړي او د راتلونکي لپاره روښانه پروګرام وړاندې کړي. د «سپاهیان میهن» په اړه همدا برخه لا هم له ابهام سره مخ ده.

ښايي همدغه ابهام د طالبانو نور مخالف جریانونه احتیاط ته اړ کړي وي. هغه سیاسي او پوځي خوځښتونه چې په تېرو نږدې پنځو کالو کې رامنځته شوي، له لوړو ژورو سربېره، لږ تر لږه یو بل پېژني او مشران، جوړښتونه، موخې او ان خپلمنځي اختلافات یې تر ډېره روښانه دي. خو سپاهیان میهن ډله ناڅاپه له مخکنۍ مقدمې پرته، د څو ساعتونو لپاره د یوې ولسوالۍ په نیولو راڅرګنده شوه؛ هغه هم په داسې ولایت کې چې له څه مودې راهیسې یې نوم پرلپسې خوله په خوله کېږي: بدخشان. طبیعي ده چې دا ډول راڅرګندېدل، تر دې چې سملاسي غبرګونونه راوپاروي، ډېرې پوښتنې او حیرانتیاوې راولاړوي.

دا هم لرې نه ده چې ښايي د طالبانو ګڼ مخالف خوځښتونه خپله هم د سپاهیان میهن جبهې د هویت د پېژندلو په لټه وي. هغوی ښايي نه د دغې جبهې د راڅرګندېدو د څرنګوالي په اړه اړین معلومات ولري او نه یې هم د واقعي پوځي وړتیاوو په اړه روښانه انځور. په داسې وضعیت کې بیا چوپتیا تر ډېره د بې‌اعتنایۍ نښه نه، ښايي د احتیاط څرګندونه وکړي؛ د داسې یوې پېښې په اړه احتیاط چې لا څرګنده نه ده چې ایا دا یوازې لنډمهالی برېښ دی او که د طالبانو پر ضد د مبارزې د نوي پړاو پیل. له همدې کبله، د طالبانو د مخالفانو له انده، نه بېړنی ملاتړ کومه ځانګړې مانا لري او نه هم بېړنی مخالفت.

بل لامل دې یې د طالبانو د مخالف اپوزیسیون په دننه کې ولټول شي؛ داسې اپوزیسیون چې په تېرو نږدې پنځو کالو کې د دې پر ځای چې خپله انرژي د یوې پراخې او ټول‌ګډونې جبهې پر جوړولو ولګوي، ډېر وخت یې پر خپلمنځي سیالیو تېر کړی؛ داسې چې هر خوځښت ځان د مقاومت اصلي «محور» بللی او هڅه یې کړې چې نور جریانونه د خپل «مدار» په چوکاټ کې تعریف کړي.

په داسې چاپېریال کې بیا د هر نوي لوبغاړي راڅرګندېدو ته د فرصت په سترګه نه، بلکې د سیال په سترګه کتل کېږي. ښايي همدا د طالب مخالفو لویه کمزروي وي. سیاسي خودخواهي، د مشرتابه پر سر سیالي، امتیاز غوښتنه او د محور کېدو لېوالتیا، په وار وار د یوې یو موټې جبهې د رامنځته کېدو مخه نیولې؛ داسې چې پایله یې د طالبانو په ګټه تمامه شوې. څرګنده ده هغه رژیم چې له خپرو او ویشل شوو مخالفانو سره مخ وي، د هغه رژیم پرتله ارام حکومت کوي چې له یوې همغږې جبهې سره مخ وي. پر همدغه بنسټ، د سپاهیان میهن په اړه چوپتیا ښايي یوازې د دغې جبهې د هویت د ابهام له امله نه وي، بلکې د همدغو پټو سیالیو انعکاس هم وي. هر نوی جوړښت چې وکړای شي د عامو افکارو پام راواړوي، ناڅاپي د رسنیو او سیاست یوه برخه هم خپلوي. دا چاره د هغو خوځښتونو لپاره چې کلونه یې هڅې کړې ځان د مقاومت مخکښ معرفي کړي، یوه جدي پوښتنه راپورته کوي: ایا دا نوی لوبغاړی متحد دی، که سیال؟

البته دا وضعیت بیا د طالبانو د ټولو مخالفانو ترمنځ ورته نه دی. د اټکل له مخې، ځینې سیاسي – نظامي خوځښتونه (چې مشري یې پښتانه کوي) د سیمه‌ییزو – ژبنیو لاملونو پر بنسټ، د هغې جبهې له ملاتړ سره چندان لېوالتیا ونه لري چې له بدخشانه راڅرګنده شوې وي. خو د عامو افکارو تمه تر ټولو ډېره د هغو خوځښتونو لکه د ملي مقاومت جبهه، د ازادۍ جبهه او د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا پر لور ده؛ داسې خوځښتونه چې لږ تر لږه په شعارونو کې یې موخه یوه ښکاري: د طالبانو پر ضد مبارزه او دغې ډلې ته نه تسلیمېدل. که دا خوځښتونه هم د یوې نوې جبهې د راڅرګندېدو پر وړاندې چې موخه یې سره ګډه ده، چوپتیا غوره کړي، له شک پرته د پوښتنې وړ خبره ده. څوک څه پوهېږي، ښايي همدا په اصطلاح لوی او مشهور خوځښتونه هم د نوې جبهې له راڅرګندېدو خپه وي، که موخې یې سره ګډې وي یا نه. دا ډول سیاسي حسادت د دودیزو او کړکېچ‌ځپلو ټولنو د سیاست له ماهیته سرچینه اخلي. باید پام دې وشي چې په داسې ټولنو کې سیاست یوازې له دوښمن سیالي نه وي، بلکې کله کله له خپلو نږدې متحدانو سره هم د سیالۍ ډګر وي.

تر دې مهمه دا چې د سپاهیان میهن په څېر نوی نسل چې نن ډګر ته راوتلی، اړینه نه ګڼي چې ځان د تېرو دوو لسیزو سیاسي معادلو او سلسله ‌مراتبو ته وفادار وښيي. د دغه نسل پانګه د سیاسي مخینې پر ځای زړورتیا، په ډګر کې حضور، خطر منل او درېدل دي. ښکاره ده چې د همدغو ځانګړنو په لرلو نسل راڅرګندېدل د اپوزیسیون د دودیزو مشرانو یوې برخې ته هم د هیلې پر ځای د اندېښنې لامل دی. البته دا په دې مانا نه ده چې مخینې لرونکو مشرانو په قصدي توګه د ځوانانو پر مخ لارې تړلې، خو د سیاست تاریخ ښيي چې د نسلونو بدلون هېڅکله هم له اصطکاک پرته نه رامنځته کېږي. هغوی چې کلونه د سیاست په ډګر کې پاتې شوي، په اسانۍ خپل ځای نه پرېږدي او هغوی هم چې تازه ډګر ته راځي، تر ډېره نه غواړي یوازې ننداره وکړي. د نننۍ چوپتیا یوه برخه هم د همدغه نسلي واټن او د راتلونکې رهبرۍ لپاره د پټې سیالۍ په رڼا کې درکېدای شي.

له دې ورهاخوا چې کوم لامل به له واقعیت سره نږدې وي، تر دې دمه یو ټکی ښه روښانه شوی: سپاهیان میهن یوازې طالبان حیران نه کړل، بلکې د دغې ډلې ټول مخالفان یې هم له یوې نوې ازموینې سره مخ کړل؛ داسې ازموینه چې ښيي د افغانستان اپوزیسیون تر کومه د نویو لوبغاړو منلو ته چمتووالی لري. که چوپتیا دوام وکړي، ښايي تر ټولو ستره پایله یې سپاهیان میهن ته نه، بلکې د اپوزیسیون لپاره وي؛ ځکه هر نوی راټوکېدونکی ځواک، که له هماغه پیله احساس کړي چې د مخالفانو په منځ کې ځای نه لري، نو بېله لار به غوره کړي. په دې سره به هغه تشه چې دا مهال د طالبانو د مخالفانو ترمنځ ده، له پخوا به ډېره ژوره شي او د دغه وضعیت یوازینی ګټونکی به د طالبانو رژیم وي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

سرچینې: په لښکرګاه ښار کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي
خبرونه

سرچینې: په لښکرګاه ښار کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي

۱۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791132926]
(۸) هغه هېندارې چې لا روښانه دي؛ د هغې ښځې کیسه چې له ښکلا لاس په سر نه شوه
د ښځې غږ

(۸) هغه هېندارې چې لا روښانه دي؛ د هغې ښځې کیسه چې له ښکلا لاس په سر نه شوه

۱۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791131534]
طالبانو د بدخشان او چین ترمنځ د ترانزیټي لارې د بشپړېدو خبر ورکړ
خبرونه

طالبانو د بدخشان او چین ترمنځ د ترانزیټي لارې د بشپړېدو خبر ورکړ

۱۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791124718]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ناروې د کډوالو شورا: زلزله‌ځپلو سیمو ته ژغورن‌ډلې لېږل شوې دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.