۸صبح، نیمروز: نیمروز کې ځايي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د کوویډ-۱۹ روغتون کارکوونکو ته له درېیو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي.
سرچينې پنجشنبه د مرغومې پر پنځهلسمه نېټه له ٨صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې له درېيو مياشتو راهيسې د نيمروز ولايت د کوويډ-۱۹ روغتون د ډاکټرانو، دفتري کارکوونکو او ساتونکو معاشونه نه دي ورکړل شوي.
په نیمروز کې د کوویډ-۱۹ روغتون یو ډاکټر وايي، معاشونه یې په (CHA) دفتر پورې اړه لري او دغه دفتر د کارکوونکو معاشونه نه ورکوي.
دغه ډاکټر ادعا کوي چې څو څو ځله په نيمروز ولايت د عامې روغتيا رياست ته ورغلي دي، خو ليدل کيږي چې د عامې روغتيا رييس له (CHA) مؤسسې سره همغږي لري او په مالي فساد کې شريک دى.
د کووېډ-۱۹ روغتون ډاکټران په داسې حال کې د دغې موسسې له لوري د خپلو معاشونو له نه ورکول کېدو شکایت کوي، چې د دغې مؤسسې مسوولانو په دې تړاو د ۸صبح ورځپاڼې خبریال ته له ځواب ويلو ډډه کړې ده.