د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول د اوکراین د غلو د لېږد پر هوکړې د روسیې د درېدو غوښتنه وکړه.
نړیوالو رسنیو یکشنبه د اکټوبر پر ۳۰ د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست د مسوول جوزپ بورل له قوله راپور ورکړی، چې هغه د ترکیې د تنګي له لارې د اوکراین د غلو د لېږد پر هوکړې د روسیې د درېدو غوښتنه کړې ده.
بورل ټینګار کړی، چې د مسکو له خوا دغه کار به د نړۍ په سطحه د غلو د تامین په برخه کې د جدي ستونزو لامل شي او اروپایي ټولنه د روسیې د بیا غور غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی چې مسکو په تور سمندر کې یې پر بېړۍ له بریدونو وروسته د غلو په معامله کې خپل ځنډولې دی.
د تېرې ورځې پر سهار د روسیې بېړۍ د هوا او ځمکې له لارې د سواستوپل په اوبو کې له برید سره مخ شوه او دغو بریدونو څو ساعته دوام وکړ.
د ویلو ده، چې تر اوسه د اوکراین د غلو تر نهه میلیون ټنو زیاتې غله لېږدونکې بېړۍ د ترکیې له تنګي څخه له تېرېدو وروسته نړیوال بازار ته دننه شوې دي.