د اروپايي ټولنې شورا اعلان کړی چې د پولنډ په کراکوف ښار کې د ډزو له پېښې وروسته، د دغه هېواد له خلکو او قربانیانو سره د پیوستون د څرګندولو په موخه د اروپايي ټولنې بیرغونه نیمه ځوړند شوي دي.
اروپایي ټولنې یکشنبه د نومبر پر ۸مه په اېکس کې لیکلي چې دا اقدم د کراکوف ښار د پېښې په غبرګون کې شوی دی.
په پیغام کې راغلي چې اروپايي ټولنه د دغې پېښې له قربانیانو، ټپیانو او له کورنیو سره یې خواخوږي څرګندوي.
د پولنډ په کراکوف ښار کې د ډزو له پېښې وروسته د دغه هېواد حکومت دوه ورځې ملي ویر اعلان کړی او په لویو ښارونو کې یې امنیتي تدابیر سخت کړي دي.
د راپورونو له مخې، د ډزو دا پېښه پرون د کراکوف ښار په اصلي او تاریخي میدان کې شوې چې له کبله یې شپږ کسان وژل او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.





