۸صبح، کابل: د دیارلسو طالب چارواکو د سفر د معافیت تمدید د ملګروملتونو سازمان په امنیت شورا کې جنجالي شو.
د الجزیرې شبکې خبریالې امانډا پرایس چهارشنبه شپه د زمري پر ۲۷ د امنیت شورا د ډیپلوماتانو له قوله په یوه ټویټ کې لیکلي: «د ۹۰ ورځو لپاره د ۱۳ طالب چارواکو د سفر د معافیت تمدید په اړه د چین او روسیې وړاندیز نن د بریتانیا، فرانسې، البانیا او ایرلنډ له خوا رد شو.»
پرایس زیاتوي: «یوازې قطر ته د ۶ طالب چارواکو د سفر د معافیت تمدید په اړه د امریکا وړاندیز د چین او روسیې له خوا رد شو.»
د طالبانو د دیارلسو چارواکو د سفر معافیت د تمدید لپاره د چین او روسیې وړاندیز د چین او روسیې په ګډون یوازې د سیمې هېوادونو لپاره دی.
د طالبانو د سفر معافیت د جمعې په ورځ پای ته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د طالبانو دوه نور چارواکي د سفر د معافیت د تمدید له نوملړه ایستلي وو.