د جمهوري نظام له ړنګېدو سره د میلیونونو افغانانو ژوند له پراخو بدلونونو او ستونزو سره مخ شو. له هغه مهاله تر اوسه، د ټولنې یوه لویه برخه له اقتصادي او ټولنیزو ستونزو، کډوالۍ او ګڼو محدودیتونو سره لاس او ګرېوان ده. په دې منځ کې بیا ښځې او نجونې د نورو پرتله ډېرې اغېزمنې شوې؛ د ژوند ډېری برخې یې د طالبانو د حکمونو او فرمانونو تر اغېز لاندې راغلې، تر دې چې له هغوی یې تر ډېره د ټولنیز ژوند او مشارکت امکان هم اخیستی دی. دغو بندیزونو او محرومیتونو، د پراخو ټولنیزو اغېزو ترڅنګ، د میلیونونو نجونو پر رواني او روحي حالت هم ویجاړونکی اغېز کړی دی.
د نجونو لپاره د اګست ۱۵مه هغه توره ورځ ده چې راتلونکې ترې واخیستل شوه. مریم هدفمند د کاپیسا د البیروني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصله وه چې د زدهکړو درېدل، د ژوند ترخه تجربه ګڼي. نوموړې وايي: «د اګست ۱۵مه راته یوازې یوه نېټه نه ده؛ داسې ورځ ده چې زما او د زرګونو نورو نجونو ژوند یې بدل کړ. زه د البیروني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصله وم او څلور سمسترونه مې له ډېرو ستونزو او له خپلې کورنۍ څخه په لرېوالي کې تېر کړل. د څلورم سمستر وروستۍ ورځې وې. ټاکل شوې وه چې د ژمي رخصتیو ته لاړې شو او بیا په ډېرې لېوالتیا پنځم سمستر پیل کړو؛ خو په لیلیه کې ناڅاپه خبره شوم چې د رخصتۍ پر مهال باید خپل ټول وسایل هم له ځان سره یوسو او خبرتیا هم خپره شوه چې تر بل اعلان پورې د نجونو پرمخ د پوهنتون دروازې تړلې دي.»
د پوهنتون تړل کېدو د مریم په ژوند کې تر ټولو بده پېښه رامنځته کړه. هغه وايي: «پر هغې ورځ مو لکه ټولې هیلې له خاورو سره خاورې شوې وي. یوازې مو غوښتل درس ووایو. زه تیاره وم چادري واغوندم. دستکشې په لاس کړم او خپل مخ پټ کړم او لږې خبرې وکړم، خو یوازې اجازه راکړي چې درس ووایم؛ ځکه راتلونکې مې پر زدهکړو جوړېده او هیلې او ارمانونه مې پر زدهکړو او درس ترلاسه کېدې، خو هیله او راتلونکې مې همداسې پاتې شوه.»
له زدهکړو محرومیت د دې لامل شو چې مریم له خپګان سره مخ شي. هغه په دې اړه وايي: «له روحي پلوه هېڅ ښه نه یم او د خپګان احساس کوم. د هغو ورځو یادول راته ډېر دردناک دي؛ ځکه هر ځل چې یې په اړه فکر کوم، داسې احساس کوم چې یو ځل بیا هماغه ترخې ورځې تجربه کوم.»
سربېره پر دې، له زدهکړو محرومیت یوازې د محصلانو او نجونو د زدهکړو د دوام مخه ونه نیوله، بلکې په ټولو برخو کې یې د کار دروازې هم وتړلې او ان ځينو ښوونکو او ښځینه استادانو دندې له لاسه ورکړې. مونسه عمرزاده له هغو استادانو ده چې د ښوونځیو او پوهنتونونو په تړل کېدو یې خپله دنده او مسلکي هویت له لاسه ورکړ. هغې ونه شوای کړای هغه هیلې چې د افغان ځوان نسل د زدهکړو او راتلونکي لپاره یې لرلې، عملي کړي. نوموړې د جمهوري نظام په ړنګېدو له نویو محدودیتونو سره مخ شوه او د اګست ۱۵مه هغه ورځ ګڼي چې د هغې او د ډېرو نورو ښځو د ژوند لوری یې بدل کړ.
نوموړې وايي: «کلونه مې د ښوونکې په توګه دنده کوله. دا ورځ راته د دندې، هویت او هغو هیلو د له لاسه ورکولو په مانا وه چې د ځوان نسل لپاره مې په ذهن کې لرلې. کله چې ښوونځي او پوهنتونونه وتړل شول، استادانې هم له دندو ګوښه شوې. نه یوازې مو خپل عاید له لاسه ورکړ، بلکې هېواد ته د پوهې او تجربې د لېږد فرصت هم راکم شو. ښوونه او روزنه راته یوازې یوه دنده نه وه، بلکې د یوه ملت د جوړولو مسوولیت و. کله چې دا مسوولیت راڅخه واخیستل شو، زیان یې د ټولنې ټولو برخو ته ورسېد.»
د محرومیت او بندیزونو تجربو پر ښځو او نجونو رواني فشارونه راوستي دي. ځينې ارواپوهان وايي چې د محدودیتونو دوام او د زدهکړو او کاري فرصتونو له منځه تګ د ښځو او نجونو په منځ کې د اضطراب، خپګان او ناهیلۍ احساس زیات کړی دی.
ارواپوهه ډاکټره شیبا رحیمي وايي: «د دغو شرایطو له امله رامنځته شوي رواني زیانونه یوازې ښځې نه اغېزمنوي، بلکې پر کورنۍ او راتلونکي نسل هم اغېز کولی شي. د هغې په خبره، د میندو رواني حالت د ماشومانو په عاطفي او ذهني وده کې مهم رول لري او د رواني فشارونو دوام کولی شي خپلې اغېزې په راتلونکو کلونو کې هم څرګندې کړي.»
د ښځو د حقونو فعالان هم باوري دي چې د افغان ښځو د وضعیت پر وړاندې د نړیوالې ټولنې غبرګون بسنه نه کوي. هغوی وايي، یوازې نړیوال راپورونو او اعلامیې نه شي کولی د افغان ښځو په وضعیت کې بدلون راولي.
د «شنبههای ارغواني خوځښت» بنسټګره او مسووله مریم معروف اروین وايي: «نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه دې د هغه څه پر وړاندې چې نوموړې یې د طالبانو جنایتونه بولي، چوپ پاتې نه شي.» نوموړې ټينګار کړی چې هغه هېوادونه چې ځانونه د بشري حقونو او د ښځو د حقونو مدافعان بولي، باید پر افغان ښځو د لګېدلو محدودیتونو پر وړاندې اغېزمن اقدامات وکړي. د اروین په خبره، یوازې پر راپورونو، اعلامیو او لفظي غندنو تکیه نه ده توانېدلې چې د طالبانو پر کړنو د پام وړ اغېز وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګېدلي دي. د نجونو د ښوونځیو تړلي پاتې کېدل، په پوهنتونونو کې د ښځو پر زدهکړو بندیز، د ښځینه سینګارځایونه تړل او په دولتي ادارو کې د ښځو پر حضور محدودیتونه، د دغو بندیزونو یوه برخه ده.
د دې ترڅنګ، د رواني فشارونو د زیاتېدو، ځانوژنې، جبري ودونو او پر ښځو د تاوتریخوالي په اړه هم راپورونه خپاره شوي چې ترخه برخه یې همدا ده. له بده مرغه، د دغه وضعیت دوام، هره ورځ له ښځو ډېره قرباني اخلي.





