د نویو چاپ شویو افغانيو لومړنۍ جوپه کابل ته ورسېده

۸صبح، کابل: سرچینې کابل ته د تازه چاپ شویو افغاني بانکنوټونو د لومړۍ جوپې له رسېدو خبر ورکوي.
سرچینې وایي، چې د افغانیو پیسو لېږدوونکې الوتکه سهشنبه د لړم پر ۱۷ د کابل هوایي ډګر ته رسېدلې ده.
د افغانستان بانک طالب چارواکو هم تایید کړې، چې د تازه چاپ شویو افغانیو لومړني جوپه کابل ته رسېدلې ده.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې دغه پیسې په پولنډ کې چاپ شوې دي.
د نویو چاپ شویو پیسو کره شمېر تر اوسه نه دی روښانه شوی.
طالبان پر افغانستان له واکمنۍ وروسته د نړیوال مشروعیت نه لرلو له امله ونه توانېدل نوې پیسې چاپ کړي. زړو پیسو وګړي په ورځنیو راکړو ورکړو کې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.