• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

هغه ګلان چې لا باید غوړېدلي وای

عاطفه رضايي عاطفه رضايي
۲۸ زمری/اسد ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶ [t_time:1787162330]
Pexels

Pexels

پرون خبره شوم چې په پلازمېنه کې چاودنه شوې؛ د دشت برچي سیمې په مهدیه ښارګوټي کې «شمع هدایت» ښوونځي ته څېرمه. خو دا وار قربانیان هغه ځوانان نه و چې له کلونو راهیسې یې نومونه له چاودنو او ځانمرګو بریدونو سره تړل شوي؛ دا وار ماشومان و؛ هغوی چې د زده‌کړو په شوق، له کتاب او قلم سره ښوونځي ته تللي و او باید له هماغو معصومو موسکاوو سره بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي وای، نه دا چې د امبولانسونو له لارې روغتونونو ته ولېږدول شي. راپورونه د لسګونو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکوي چې ډېر یې زده‌کوونکي او ماشومان دي.

نه پوهېږم، په هېواد کې د نظام له بدلون سره ولې ګواکې یوازې همدا یو څه تلپاتې شوي؛ چاودنې او ځانمرګي بریدونه. ولې هزاره‌ګان پرلپسې قرباني ورکوي؟ داسې لکه چې قرباني ورکول داسې دود ګرځېدلی چې ټول ترې خبر یو، خو هېڅوک یې د پای ته رسولو مسوولیت نه مني.

یو ځل بیا میندې او پلرونه، له ماتو زړونو او اوښلنو سترګو سره د خپلو غمجنو دسترخوانونو تر څنګ کېناستل؛ د خپلو اولادونو لپاره یې دعاوې وکړې او قرآن یې ولوست او هغه خوبونه یې چې د خپلو ماشومانو د راتلونکي لپاره یې لرل، تاریخ ته وسپارل؛ هغه تاریخ ته چې هره ورځ پکې د کړاو نوې پاڼه لیکل کېږي او سبا یې لا هم ډېرو ته ناڅرګنده ده.

څو کاله مخکې موعود کورس په نښه شو او د دغه هېواد د راتلونکي جوړونکي ماشومان او ځوانان د وینو او لوګي په منځ کې لولپه شول. له هغې وروسته د عبدالرحیم شهید ښوونځی، کوثر دانش ښوونځی، سیدالشهدا ښوونځی او نورو ښوونیزو او عامو مرکزونو باندې بریدونه او چاودنې وشوې او قرباني یې واخیسته. او نن بیا شمع هدایت ښوونځي ته نږدې ماشومان ټپيان شول؛ هغوی چې لویه وسله یې کتاب او هیله یې ښوونه وه.

کله کله هیله کوم، څنګه چې کله د افغانستان د کانونو او شتمنیو خبره کېږي، په ډاډ او زړورتیا خپلو مخاطبانو ته د دې خاورې له سرچینو وایم، داسې ورځ به هم راشي چې په هماغه ویاړ ووایم: افغانستان نور هغه پخوانی هېواد نه دی؛ داسې هېواد دی چې امنیت پکې رښتیا شوی دی. داسې هېواد چې وزیر یې له پلاني ښوونځي او د دولت مشر یې له پلاني پوهنتونه فارغ شوی؛ داسې هېواد چې ماشومان یې له وېرې پرته ښوونځي ته ځي او په هیله خپلو کورونو ته راګرځي.

کاش داسې ورځ راشي چې د یو بل د ماتولو پر ځای، په ویاړ او سرلوړۍ د هغو وړتیاوو په اړه خبرې وکړو چې د دا ډول چاودنو مخه نیسي. کاش داسې ورځ راشي چې د یوه هېواد ځواک د وسلو په شمېر نه، بلکې د هغو ماشومانو په شمېر وسنجوو چې په خوندي چاپېریال کې زده‌کړې کوي. خو نه پوهېږم داسې ورځ به راشي که نه.

له ډېرې مودې راهیسې د دغو ناوړه پېښو له رامنځته کېدو سره عادت شوي یو؛ تر دې چې کله کله ان د چاودنې د خبر اورېدل مو هم د ورځني ژوند یوه برخه ګرځېدلې ده. له ستړو زړونو او ګډوډو ذهنونو سره خپل ژوند ته دوام ورکوو؛ داسې چې کله کله پکې نور د ژوندي پاتېدا احساس هم نه کوو.

داسې لکه د دغه هېواد د پرمختګ او ابادۍ هیله او انګېزه د همدغو خاورو او ایرو په منځ کې خښه شوې وي؛ یا ښايي له هغو لوګیو سره چې د وینو بوی ترې ځي، په هوا کې ورکه شوې او د اسمان په لمن کې یې پناه اخیستې وي.

نه پوهېږم چې یووالی او یو موټی پاتې کېدل تر کومه بریده د دغې ستونزې حل کېدای شي؛ خو پوهېږم چې نور د راپاڅېدو وخت دی. راځئ جوړ یې کړو. راځئ اجازه ورنه کړو چې ګلان مخکې له غوړېدو پاڼه پاڼه شي.

هغوی لا هم د زنګ له غږه اوبه پېژني؛ لا یې د خپل هېواد ملي سرود نه دی زمزمه کړی؛ لا یې «تقسیم» سخته درسي موضوع ده او ښايي تر ټولو ستره اندېښنه یې دا وي چې سبا په املا کې ښې نومرې واخلي. د علم په لار کې یې مرګ حق نه دی.

ښوونه یې حق دی؛ ځان پېژندل، نړۍ پېژندل او خدای پېژندل یې حق دی. هغوی باید د تاوتریخوالي او ترهګرۍ له امله د ښوونځي لار نیمګړې پرېنږدي او خاوره د خپل ابدي سکون پر ځای بدله نه کړي؛ په داسې حال کې چې روحونه یې لا باید د شوپرکې په څېر د هغو هیلو پر شاوخوا والوځي چې په زړونو کې یې روزلې دي.

زړه درد کوي چې کله اورو په دې پېښه کې ګڼ ټپیان ماشومان دي؛ هغه ماشومان چې باید د سبا د ازموینې په اړه اندېښمن وای، نه د روغتون د بستر، ټپونو او وینو. لومړني راپورونه هم ښيي چې ګڼ ټپي ماشومان روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

آه، ګلانو! څومره بد مړاوي شوئ، مخکې له دې چې د ژوند د پسرلي د لیدو فرصت ومومئ. کاش بېرته راپاڅئ. کاش یو ځل بیا مو د خندا غږونه د ښوونځي په دهلیزونو کې انګازې وکړي او واړه لاسونه مو یو ځل بیا هغه کتابونه لمس کړي چې نن ښايي د چاودنې د غږ له اورېدو سره مو د تل لپاره ترې وېره پیدا کړې وي.

راځئ د دې خاورې دود بدل کړو؛ ماتېدل په جوړولو، وراني په ابادۍ، وېره په امنیت، او تفرقه په یووالي بدله کړو.

ښايي هغه وخت د راتلونکي نسل لپاره یو ښه افغانستان جوړ کړای شو؛ داسې افغانستان چې ماشومان یې له کتاب سره ښوونځي ته لاړ شي او په موسکا خپلو کورونو ته ستانه شي؛ له چاودنو لرې افغانستان، له ځانمرګو بریدونو لرې، د ماشومانو له مرګه لرې، او ژوند ته لا نږدې افغانستان.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

خبرونه

طالبانو په کندهار کې د عامه تاسیساتو لپاره ځانګړې شوې ځمکه د مدرسې لپاره ځانګړې کړې

۹ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793452350]
عقل جنسیت نه پېژني
د ښځې غږ

عقل جنسیت نه پېژني

۹ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793451993]
په هلمند او کندهار کې ترافیکي پېښې؛ شپږ کسان مړه شوي
خبرونه

په هلمند او کندهار کې ترافیکي پېښې؛ شپږ کسان مړه شوي

۹ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793451586]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د یوې بانکي تراژیدۍ خواشینوونکی پای؛ طالبان کابل بانک له «افغان ملي بانک» سره یوځای کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبان: د افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیټي موټرو تګ راتګ ۲۴ ساعته شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو د محتسبانو څار او لاسوهنه؛ د خلکو شخصي حریم او ورځنی ژوند له ګواښ سره مخ دی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.