طالبان تر ډېره لږ د «انسانیت» په هکله غږیږي او پرځای یې د «اسلام» او «مجاهد» خبرې د ژبې په سر وي. په تير يو نيم کال کې چې کله د دغې ډلې مشران او مبلغان راښکاره شوي او په رسنيو کې یې د خپلو دريځونو په اړه خبرې کړې دي، په پرلهپسې توګه يې نړېوال منل شوي قواعد او اصول او دغهراز د افغانستان قوانین چورلټ رد کړي دي. هغوی بشري حقونه او انسانیت ته درناوی د لوېدیځ ګمراه کوونکي شعارونه ګڼي او ادعا کوي چې په افغانستان کې د خلکو حقونه د اسلامیت په معیار ټاکل کیږي، نه د انسانیت. اسلام یې هم د طالبانیزم او ډلهییزو ګټو په اډانې کې چې دوی یې د «مجاهدین او علماوو» ګټې بولي، رامحدود کړی دی. هغوی ټول هغه کسان چې په تېرو شلو کلونو کې طالبان نه وو، محکوم او ګناهکار بولي او ادعا کوي چې باید د «عمومي بښنې» په پار د طالبانو له مشره منندوی وي. هغه کسان چې په دغو کلونو کې د طالبانو پر ضد جنګېدلي، د بښنې له دروغجنې ادعا سره سره، دښمنان بلل کېږي، په بېلابېلو پلمو ځورول کېږي او د طالبانو ضد مخینې له امله زنداني، شکنجه، ترور او په زجر سره وژل کیږي. پخپله په طالبانو کې هم درناوی او حقونه ډلبندي شوي دي او د طالبانو مشر او وزیرانو یې په ځلونو ویلي دي، چې د طالبانو ملایان تر نورو غوره دي او د استخدام او دندو د فرصتونو په ګډون په هر ځای کې باید ورسره ځانګړی چلند وشي او ځانګړي امتیازات ورکړل شي.
د طالبانو په واکمنۍ کې ښځې له لږو حقونو هم بې برخې شوي او له هغوی نه د ګرځېدو، سفر، حمام ته د تلو، د سوداګریزې راکړې ورکړې، زده کړې او کار کولو ازادي اخیستل شوې ده. زموږ د ټولنې نیمایي برخه په رسمي ډول د ګڼو فرمانونو په صادرېدو سره له ټولنیز ژونده اېستل شوې ده. دغه ټول ظلمونه د شریعت په نامه او د ښځو د درناوي په دروغجن شعار سره ترسره کیږي. طالبان ادعا کوي، چې د ښځو د پت او د ټولې ټولنې د پاک لمنۍ په پار یې تر نامعلومې مودې پورې هغوی له کار، زده کړو او ټولنيز ژونده لېرې کړې دي. خو له دین نه د وسیلې په توګه د طالبانو مخینې ته په کتو، په یقین سره ویلای شو چې شریعت یوه پلمه ده او هغوی د بشري ضد سیاستونو په پلي کولو کې سیاسي او نورې غرضي ګټي پالي.
په واقعیت کې د طالبانو مشرانو د سیاسي موخو د ترلاسه کولو په پار د شریعت په شعار سره هغه ښځې چې د افغانستان په دودیزه ټولنه کې له ډیرو محرومیتونو سره مخ دي، یرغمل نیولې دي. لومړی، په دې کار سره غواړي چې خلک د سیاسي او مدني مبارزې له ډګره لکه، د سیاسي ګوند لرلو له حقه، د مظاهرو او غونډو له جوړولو، د بیان له آزادۍ او د کار د حق په محدوده کې له سیاسي مشارکته، د سفر له حقه، د حمام له حقه، د تفریح له حقه، د زدهکړو له حقه او بده یې لا دا چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره له مبارزې په شا کړي. دویم، د هغو سخت دریځو ډلو د پلمو مخنیوی غواړي چې په واک کې شریکې نه دي او داعش او نورو سیالو افراطیي ډلو ته د طالب جنګالیو او د دې ډلې د ملاتړو د ورتګ د مخې ډب کول یې موخه ده. درېیم او تر ټولو مهمه دا چې له پوهنتونونو او ښوونځيو او کاري چاپېریاله د ښځو او نجونو د اېستلو موخه د رسمیت پېژندنې او له بهرنیانو نه د امتیاز اخیستنې پرسر د راتلونکي لوبې لپاره د نويو او کم لګښته کارټونو زیرمه کول دي، څو وروسته د نجونو پر مخ د ښوونځیو په پرانیستلو سره ډالر ترلاسه کړي او د ښځو پر مخ د دفترونو په پرانېستلو سره خپلو لابیګرانو ته د تبلیغاتو موکه برابره کړي. په دې ورځو کې له نړیوالو بنسټونو نه د طالبانو د پرمختګ په تړاو خبرونه اورو او کله ناکله د موسسو او نړیوالو بنسټونو مسوولان د امنیت په ټينګښت او د مالیاتو په راټولولو کې د دغې ډلې د «لاسته راوړنو» خبره کوي. ان یوه بنسټ خو د طالبانو د اقتصادي پرمختګ خبره هم کړې ده. همهغوی په نورو رپوټونو کې د طالبانو له خوا پر ډېری خلکو د وېرې او ترورد فضا د خپرولو او د خلکو د رواني ناامنۍ، صحرایي محاکمو، اعدامونو، شکنجو او د هغو پرې شویو سرونو چې پر سړکونو او ویالو کې پیدا کیږي، خبرې کوي او د خلکو د لوږې او اقتصادي سقوط په تړاو راپورونه لیکي. سبا هغوی د ښوونځي پرانیستل د طالبانو د تاریخي شاتګ او لوی پرمختګ په توګه تبلیغولای شي، یا ښځو ته د محدود کار اجازه د طالبانو د تعامل او همکارۍ نښه بللای او دې ډلې ته د ډیرو ډالرو د راتلو او ورسره د نړیوالې همکارۍ لپاره نړیوال کنفرانسونه جوړولای شي.
په داسې یوه حالت کې سراجالدین حقاني له نړۍ غوښتي چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې له « افراط او عقدې سړولو» لاس واخلي، انسانیت ته درناوی وکړي او د افغانستان (طالبانو) مالي ملاتړ وکړي. زموږ خلک د درناوي وړ دي او هغه هیوادونه چې د اوسني وضعیت په رامیځته کولو کې یې رول لوبولی، مسؤلیت لري چې له دغو کړاوونو نه د خلاصون په برخه کې زموږ مرسته وکړي. د نړۍ لویه پړه په وروستیو لسیزو کې د طالبانو او نورو سخت دریځو ملاتړ دی او اوس د طالبانو امارت د هغه ظلم محصول دی چې د سیمې او نړۍ قدرتونو زموږ پر ولس تحمیل کړی دی. طالبان د افغانستان د خلکو د استازیتوب او رهبرۍ کولو صلاحیت نه لري او د حکومت د پوستین اغوستل د دې ډلې افراطیت او بشري ضد کړنې نه کموي. د واک تر ورسپارل کېدو مخکې او وروسته یې په ډېرو بدو بشري ضد کړنو کې لاس لرلی دی، په خپلو جنایتونو ویاړي او ټول هغه کسان چې د طالبانو په لیکو کې نه وو، ګرم او د ظلم مستحق ګڼي، له هېوادوالو سره د مجرمانو په څېر ناوړه چلند کوي او له خپلو تر ټولو خصوصي او اساسي حقونو نه بې برخې کول او پرې د محدودیتونو لګول یې خپل ماموریت ګرځولی دی.
انسانیت ته درناوی د ډالرو په بنډلونو او د غنمو د بوجیو په لیږلو سره نه کیږي او د افغانانو لوږه او مظلومیت په پیسو نه شي حل کیدای. د خلکو اساسي ستونزه له خپلو حقونو محرمیت دی، تر څو چې د خلکو بشري حقونه خوندي نه شي، درناوی کومه مانا نه لري. که سراجالدین حقاني چې د ځانمرګو خليفه دی، هره ورځ په رسنيو کې راڅرګندېږي او له خلکو سره په نرمه او محترمانه ژبه خبرې کوي، خو په عمل کې د ځانمرګو کنډکونه روزي او د هغو قاتلانو نمانځغونډې جووړي چې پر سړک، کارځای، لوبغالي، روغتون، لیني موټر، ښوونځي او پوهنتون کې یې په زرګونو بې دفاع هیوادوال د ځانمرګو واسکټونو او موټر بمونو په مټ شهیدان کړي دي، د طالبانو بدوالی او زموږ د ولس مظلومایت به کم نه شي. که نړۍ هره میاشت د افغانستان خلکو ته زرګونه ټنه خوراکي توکي او جامې واستوي او د هر کور تر دروازې وړیا میاشتني لګښتونه ورسوي، خو د اساسي حقونو او مدني آزادیو د ترلاسه کېدو په برخه کې مرسته ونه کړي، زموږ د هیوادوالو کړاوونه او رنځونه به کم نه شي.