په کندهار کې د سوالګرو ښځو شمېر زيات شوی دی

احمد شاه شاداب ـ کندهار

جګړې، وچکالۍ او اقتصادي ناخوالو په کندهار ښار کې د بې وزلو او سوالګرو مېرمنو شمېر زیات کړی دی. سوالګرې ښځې نه یوازې دا چې خپله خيرات ټولوي بلکي خپل اولادونه هم د دروېزې په موخه کاروي. د اقتصادي چارو شنونکو په وينا، په هېواد کې د خونړۍ جګړې دوام، ښوونیزو، روغتيايي او نورو اساسي حقونو ته نه لاسرسی، د کاري زمينو نه شتون او په ټول کې د خلکو اقتصادي وضعيت د ښه کېدو په موخه د منظم او دومداره پروګرام نشتوالی هغه ستونزې دي چې خلک او په ځانګړي ډول مېرمنې او ماشومان دې اړ کوي چې دروېزې ته مخه کړي.
سوالګرې مېرمنې فاطمه او ملکه وایي: د کورنيو سرپرستان يې په جګړو او نورو پېښو کې له لاسه ورکړي او اوس اړ دي د خپلو اولادونو د ساتنې لپاره له خلکو خيرات وغواړي.
فاطمه او ملکه هغه دوې ښځې دي، چې خاوندان يې له لاسه ورکړي او اوسمهال د خپلو کورنيو د اړتياو پوره کولو په موخه دروېزه کوي.
سوالګرې فاطمې ۸صبح ته وویل: «خاوند مې مړ دی، یو لس کلن زوی لرم او په کور کې په نشه يي توکو روږدی يو لېور لرم چې اوس هم په کور کې په ځنځيرنو تړلی دی. زه څوک نه لرم چې خواري راته وباسي، ماته هم کار نه پیدا کیږي، نو مجبوره یم چې د ښار په واټونو کې خیرات ټول کړم. کری ورځ په لوږه تېروم او په دې هیله ناسته یم چې خلک راته يو څه راکړي او کور ته یې د بچیانو لپاره یوسم.»
د کندهار ښار بله سوالګره مېرمن ملکه هم له ورته برخليک سره مخ ده، هغه وايي چې په جګړو کې یې د کورنۍ زیات نارینه غړي له لاسه ورکړي دي.
ملکه وايي: «څه وکړم، خاوند مې بوډا دی او د خوارۍ ایستلو نه دی، ما هم د کار موندلو لپاره زیاتې هڅې کړې خو کار مې نه دی پیدا کړی، نو مجبوره يم چې د ښار پر واټونو له خلکو خيرات ټول کړم. په روانو جګړو کې مو د کورنۍ ۷ نارینه وژل شوي دي او په کور کې د ګټې وټې بل څوک نه لرم.»
په ورته وخت کې د کندهار د ښځو چارو رئیسې، روقيې اڅکزۍ له ۸صبح سره په خبرو کې وويل چې، د وروستۍ سروې له مخي يې په دې ولایت کې ۲۵۰ داسې مېرمنې په ګوته کړې چې، د زيات مجبوريت او د خپلو کورنیو د سرپرستۍ او ساتنې په موخه يې خيرات ټولولو ته مخه کړې ده.
مېرمن اڅکزۍ زياته کړه، په کندهار ولایت کې د پخوا په پرتله د سوالګرو مېرمنو شمېر زيات شوی دی.
هغه وايي، د ښځو چارو رياست دې اندېښنې ته په کتو له ولایتي ادارې سره په همغږۍ په دې کار کوي چې دغو مېرمنو ته د مسلکي زده کړو زمينه برابره کړي.
د ښځو چارو رئیسې زياته کړه: «په خواشينۍ سره د پخوا په پرتله په کندهار ښار کې د سوالګرو ښځو شمېر زیات شوی او دغه موضوع مو د کندهار ولايت له مقام سره شریکه کړې ده، چې په کندهار کې د مرستندويه بنسټونو په مرسته ژر تر ژره د ښځو لپاره د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړي چې دغه سوالګرې مېرمنې مسلکي زده‌کړې وکړي.»
نوموړې ډاډ ورکوي چې، دغه مېرمنې به د دې پروګرام له لارې د خپلې خوښې وړ مسلک له زده کړې وروسته په خپلو کورونو کې کار کوي او له دې لارې به ورځنۍ اړتیاوې برابروي.
دوامداره جګړه، وچکالي او کورنی تاوتريخوالی هغه اصلي لاملونه دي، چې ماشومان او مېرمنې يې سختو کارونو او آن خیزات غوښتلو ته اړ کړي دي. د اقتصادي چارو شنونکو په باور، د جګړې قربانيانو له کورنيو سره دومداره مرستې او دوی ته د کاري زمينې برابرول، د اړوندو بنسټونو له لوري له بې وزله وګړو سره دوامداره همکاري او له دوی پرلپسې ملاتړ هغه څه دي چې د سوالګرو په کمووالي کې اغېزناک ثابتېدای شي.

ورته لیکنې

Back to top button