پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ډېرو دولتي ادارو رسمي او باالمقطع کارکوونکو معاش ترلاسه کړې نه دی. د لړم پر شپږمه د طالبانو چارسمبالي حکومت د چارو ادارې دولتي ادارو ته د معاشونو د ځنډېدو مکتوب استولی و. هغه مکتوب کې ویل شوي و، تر هغه وخت پورې چې ټاکل شوی پلاوی د معاشاتو جدول اصلاح کوي، معاشونه دې وځنډېږي. له هغې وروسته د طالبانو د چارسمبالي حکومت چارواکو د معاشونو د اجرا د نوې کړنلارې د نهایې کېدو او یو ځای د درېیو میاشتو معاش د اجرا خبر ورکړی، خو تراوسه دا پرېکړه عملي شوې نه ده. هغه کورنۍ چې له دولتي دندې یې پرته کوم بل عاید نه لاره، میاشتې کېږي، چې له بېوزلۍ او بې پېسهګۍ سره لاس او ګریوان دي.
د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته د بېلابېلو سکټورونو خدمات او چارې له ستونزو سره مخ شوي. دولتي ادارې نیمهفعالې او ځينو برخو کې غیرفعالې دي. بانکي سیستم د سقوط له ګواښ سره مخ دی. د مرستندویه ادارو مرستې بندې شوي. بېوزلي د پراخېدو په حال کې ده او ډېری خلک د خوړو لپاره ډوډۍ او د اوسېدو لپاره ځای نه لري. دې شرایطو ته په کتو د طالبانو چارسمبالی حکومت حق نه لري د دولتي کارکوونکو معاشونه وځنډوي او کړنلاره بهانه کړي.
وضعیت داسې دی، چې بیکاره کسان او څوک چې کوم کسب لري یا د دولت مامور دی، دواړه د خپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې پاتې راغلي. بیکاره کسان د هېواد له عمومي وضعیت څخه او دولتي کارکوونکي پر ملکي برخو د طالبانو له واکمنۍ اغېزمن شوي. د دې وضعیت پایله به ناړوه وي. هېڅ څوک د توکو اخیستلو توان نه لري او د سوداګرۍ او کاروبار څرخ ولاړ دی. طالبان یې که مني او که نه د دې وضعیت مسوولیت یې پر غاړه دی.
که وضعیت همداسې روان وي، افغانان به راروان ژمۍ له ناوړه بشري ناورین سره مخ شي. ژمي کې خلک یوازې فقر، ناامني او لوږه نه ګواښي؛ سړه هوا به پر دې ټولو ورزیاته او په تېره بیا په سړو ولایتونو کې به د خلکو ژوند لا له ګواښ سره مخ کړي.
دې ټولو ته په کتو د طالبانو چارسمبالی حکومت دې د دولتي کارکوونکو معاشونه نه ځنډوي. د بانکونو وضعیت ته په کتو که معاشونه اجرا هم شي، شاید اوونۍ وخت ونیسي، چې کارکوونکي خپلې پیسې ترلاسه او د کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې پرې واخلي.
طالبان اوسمهال پر افغانستان واکمن دي او د خلکو ځاني مسوولیت یې پر غاړه دی. دوې دې نور د جګړې له خوب او خیال او بریا څخه بهر شي او د خلکو پر وړاندې خپلو مسوولیتونو ته دې پام وکړي. بېوزلي پر تدبیر، محدودېدای او له منځه تللای شي. همدارنګه د انساني ناورین د مخنیوي په موخه ښه پروګرام او اقدام ته اړتیا ده. له واقعیتونو سترګې پټول او له مسوولیتونو تېښته هېواد له ناورین سره مخامخوي او د دې ناورین نښې نښانې د هېواد ځينو برخو کې ښکاره شوي دي. طالبان دې دا نښې بې څه نه ګڼي او خلک دې پر خپل حال نه پرېږدي.