۸صبح، کابل: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دغه وزارت مرستیال اسد مجید خان د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي ټام وېسټ سره د سیمې د وضعیت په اړه لیدلي او خبرېاترې یې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ دوشنبه شپه د سلواغې پر لسمه په یوه ټویټ کې ویلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر مرستیال په دې لیدنه کې په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د خپل هېواد ژمنتیا اعلان کړې ده.
په همدې حال کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان په یوه ټویټ کې له ټامس وېسټ سره د لیدنې خبر ورکړی دی.
صادق خان ویلي، چې په دې لیدنه کې یې له طالبانو سره د تعامل پر اړتیا او افغانانو ته د بشردوستانه مرستو پر چمتو کولو ټینګار کړی دی.
د ویلو ده، چې ټام وېسټ تېره ورځ پاکستان، جرمني او سویس ته د خپل شپږ ورځني سفر د پیل خبر ورکړ.