د طالبانو په لاس د پنجشېر د سقوط په اړه شاید (د ۱۴۰۰ کال د وږي پر ۱۵ نېټه) متضاد او ناقض روایتونه موجود وي. هر هغه څوک چې په دې اور کې یې لاس درلود، غواړي ځان پاک کړي او له تورونو څخه ځان خلاص کړي او که شرایط ورته مناسب وي، نو د ځان لپاره به د اتلانو کیسې جوړوي. له بلې خوا د پنجشېر د سقوط پړه پر نورو اچوي او په خيانت، جوړجاړي، معامله ګرۍ او نورو بدمرغيو تورنوي. دا په داسې حال کې ده، چې په تېر یوه کال کې، ټولنیزو شبکو د باور وړ معلوماتو او شمېرو په توګه دا نظریات خپاره کړي، چې په لږو څېړنو سره د هغوي بې اعتباري او ناسمې ثابتوي. شونې ده چې د مقاومت په جبهه کې ځینو عناصرو دا کیسې جوړې کړې وي او اورېدونکو ته یې د دې لپاره ورکړي وي چې خپلو سیالانو ته ګوزار ورکړي او ځانونه بې ګناه ښکاره کړي. ځینې اورېدونکي او لوستونکي ځکه چې نه پوهیږي د پردې تر شا څه روان دي او د رسنیو په هکله پوهه او د سواد نشتوالي سره مخ دی، نو هر خبر او ادعاوې په اسانۍ سره مني او د قضیې او پیښو پر بنسټ قضاوت کوي. که څه هم زه د پنجشېر د سقوط پر مهال له هغه ځایه په زرګونو کیلومټره لرې پروت وم، خو په یو کال کې دا فرصت راته برابر شو چې د پنجشېر په جګړه کې له لسګونو مهمو او عامو خلکو سره ناسته پاسته وکړم. د دوی څرګندونو ته پاملرنه او تحلیل وکړم، زه کولای شم د وضعیت جامع انځور ترلاسه کړم. د دې کرښو له لیکلو مې موخه دا ده چې د هغو پېښو د تحریف مخه ونیسم چې د خلکو د سترګو پر وړاندې پېښېږي او ډېر وخت هم نه دی تېر شوی. د دې حقیقت سره سره چې ټول حقایق نه څرګندېږي، خو د ځینو حقایقو څرګندول د دوی د نه څرګندیدو څخه غوره دي.
لومړی ټکی: د پنجشېر سقوط ته باید د افغانستان د نورو ولایتونو د سقوط د دوام په سترګه وکتل شی. طالبانو په لسو ورځو کې له پنجشېر پرته د افغانستان ټول ولایتونه ونیول. دا چټک سقوط څنګه وشو؟ هر هغه څه چې د دې چټک سقوط د تحليل په اړه ويلی شي، د پنجشېر د سقوط په اړه هم رښتيا دي او بايد وويل شي. پنجشېر یو جلا ټاپو نه و چې موږ یې باید په هکله جلا حساب کړو. په ۱۰ـ ۱۵ کلونو کې، کرار کرار هغه ستونزې راڅرګندې شوې، چې په پایله کې یې د جمهوريت نظام سقوط وکړ. د نظام ړنګېدل په یوه شپه کې نه و شوی، چې د څو کسانو لپاره دا شونې کړي چې په یوه شپه کې یې مخه ونیسي او په ساعتي مقاومت سره د دغه پخواني سېلاب مخه ونیسي. سعدي په ګلستان کې ویلي دي: «سرِ چشمه باید گرفتن به بیل/ چو پر شد نشاید گذشتن به پیل» د سیند اوبه په بېلچه نه ایساریږي. د پنجشېر مقاومت نشوای کولای چې بريا ترلاسه کړي او د طالبانو د پوځ مخه ونيسي. شونې وه چې دا جبهه یوه اوونۍ مقاومت وکړي، مګر ژر یا وروسته یې باید سقوط کړی وای.
دوهم ټکی: دا څرګنده نه ده چې د طالبانو پروړاندې د خپل دریځ د اعلانولو لپاره د مقاومت د جبهې د مشرانو محاسبې په حقیقت کې په کوم اساس ولاړې وې. ایا دوی واقعیا مقاومت کول غوښتل یا هم دوی غوښتل چې د خلکو د ژوند په قیمت د ځان لپاره لاسته راوړني ولري؟ په دې هم پوهېدل چې په دې شرایطو کې د طالبانو پر وړاندې پوځي مقاومت ممکن نه و. په دې ورځو کې طالبانو له شل کلنې سختي او مرګونې جګړې وروسته د دوی په آند یو زبرځواک ته ماته ورکړې وه او تېښتې ته یې اړ ایستلی و. له همدې امله د دوی د جنګیالیو مورال خپل اوج ته رسېدلی و. طالبانو په هغه ورځو کې د ۲۸ میلیاردو ډالرو په ارزښت پرمختللې وسلې او عصري تجهیزات ترلاسه کړي وو. د طالبانو د هوايي ځواک قوماندان په دې وروستیو کې ویلي، هغه وسلې او تجهیزات چې طالبانو ته له پخواني حکومت او بهرنیو ځواکونو ورپاتي، ۲۸ میلیارد ډالره ارزښت لري. ویل کیږي چې د طالبانو نظامي ځواک هغه وخت د اوکراین د پوځ په پرتله ښه مجهز و. له بلې خوا د مقاومت جبهې د کوم مهم بهرني هېواد ملاتړ نه درلود. دغه راز پنجشېر په بشپړه توګه د طالبانو له خوا کلابند شو او هېڅ ملاتړ یې نه درلود. د فیسبوک له ادعاوو پرته د پنجشېر جبهې مشران د طالبانو له برید سره د مقابلې لپاره له فکري او نظامي پلوه چمتو نه وو او له وړاندې یې کوم تدبیر هم نه درلود. داسې شننې شته چې د جبهې مشرتابه ځینو سلاکارانو د مخکښو مشرانو په ذهنونو کې دا باور غښتلی کړی و، چې طالبان به په پنجشېر برید ونه کړي او حتی ویل به یې چې پاکستان به د دې مخه ونیسي او د ورځې په پای کې یوه هوکړه شوني ده. هغه څه چې دا ادعا پیاوړې کوي دا ده چې له شلو ورځو څخه زیات د مقاومت مشرانو د جګړې لپاره د چمتووالي لپاره هیڅ نه دي کړي، او د فیسبوک له لاري په تبلیغاتو او په رسنیو کې د مرکو په ترسره کولو اکتفا کړی.
که څوک مقاومت کول غواړي نو ایا د مقاومت لپاره چمتو کېدل نه دي په کار؟ د مخابراتي شبکو د انتنونو د پرې کېدو پر مهال د جبهې قوماندانانو پلان نه درلود. کله چې طالبانو په پنجشېر کې مخابراتي شبکې وتړلې، په پنجشېر کې د بېلابېلو مرکزونو ترمنځ ټولې اړيکې پرې شوې او همغږي ناشونې شوه او هرڅوک سره ګډوډ شول.
درېیم ټکی: په هغه وخت کې ځینو خلکو فکر کاوه چې ممکن د لومړي مقاومت تقلید وکړي او هماغه جبهه بیا تنظیم کړي چې په ۹۰ لسیزه کې د طالبانو لپاره لویه ننګونه وه. خو حقیقت دا و چې د دې وخت او هغه وخت ترمنځ هیڅ ورته والی نه و. په دوهم مقاومت کې نه د احمدشاه مسعود هوښیارتیا او کریزمه وه او نه د هغه د پلویانو اخلاص، صداقت او سرښندنې. خلک په خپلو مشرانو بې باوره شوي ول، او له خلکو سره د دوی په دریځ شک و. خلکو یو شمېر چورلکې چې له کابل څخه پنجشېر ته لېږدول شوې وې په خپلو لاسونو ویجاړې کړې. ځکه دوی فکر کاوه چې که دا چورلکې همداسې پاتې شي، د جګړې له پیل څخه مخکې به د جبهې مشران وتښتي، نه پوهیدل چې له دوی سره اضافي چورلکې دي او هر کله چې وغواړي بهر ته تللی شي، حتی د جګړې له پیل څخه مخکې تښیېدلی شي. یو واحد مشرتابه شتون نه درلود. د احمد مسعود تر څنګ امرالله صالح هم و، چې ډېرې پيسې يې لګولې او د پنجشېر په بېلابېلو سيمو کې يې د خپلو ګټو لپاره د خپلو پلويانو ملاتړ کاوه، چې د ساحوي قوماندانانو تر منځ يې شخړې او بې باوري زياته کړه. د جبهې مشرانو د کارونو په ترتیب کولو کې هیڅ ډول ښکیلتیا نه درلوده او هرڅه یې لاندې خلکو ته پریښي ول. د جبهې مشرانو یوازي په زړه پورې شعارونه ورکول او ویل یې چې په نږدې راتلونکي کې به په ټول افغانستان کې د طالبانو پر ضد پاڅون وشي او په دې شعارونو سره به یې خلکو ته دروغجنې هیلې ورکولی. کله چې د ریښتیا ورځ راغله، خلکو ولیدل چې ټول هغه کسان چې تش سعارونه یې ورکول ناڅاپه ورک شول.
څلورم ټکی: کله چې موږ پیښې سره یوځای کړو، ځینې ټکي ترلاسه کیږي. داسې انګیرل کیږي چې د مقاومت د جبهې ځینو مخکښو کسانو د جګړې احتمال لږ ګڼلی و او له همدې امله یې د جګړې د ورځو لپاره د چمتووالي پر ځای له جګړې وروسته ورځو ته چمتووالی نیولی و، خو په چټکۍ سره پېښو هر څه له منځه یوړل، او دا ټول امیدونه طالبانو ته ورکړل شول. له دې جملې څخه یو مثال دا دی چې د یوې غونډۍ په سر یوه پزړه راښکوونکي ویله (کور) جوړ شوی، چې دی کور ته به پرمختللې امریکایي وسلې او اوړه او وريجې، او اوبو یې په لویو ټانکیو کې ذخیره کړې وې. هغه دا کار په داسې حال کې وکړ چې ډیری خلک چې باید جګړه وکړي د جګړې لپاره وسلې نه درلودی. له دې کور څخه اوړه او وريجې د څو مياشتو لپاره د طالبانو د پوځيانو لوژستيکي اکمالات شول. پر دې سربېره طالب جنګیالیو د دغو زېرمو ډېرې برخې په بازارونو کې پلورلې او پیسې یې جیبونو ته اچولی. په یوه بله قضیه کې د جبهې له ماتې وروسته د امرالله صالح له کور څخه د میلیونونو ډالرو د نغدو پیسو د موندلو په اړه راپورونه خپاره شول.
پنځم ټکی: د پنجشېر له سقوط وروسته په ټولنیزو شبکو کې نقاب پوش او بې نقابه عناصرو په جوش او نه ستړي کیدونکي ډول له طالبانو سره په جبهه کې دننه د خلکو د اړیکو په اړه خبرې کولی. قوماندان ګلحیدر تر ټولو زیات یاد شوی دی. بنسټیزه پوښتنه دا ده چې د معاملې او جوړجاړي پر مهال په سلګونو نورو قومندانانو او د جبهې مشرانو څه کول او د جګړې اصلي مشران چیرته وو او ولې یې مخه ونه نیول شوه؟ صالح محمد ریګستاني د جګړې عمومي قوماندان و. هغه چې کابو ۲۵ کاله وړاندې د جنګ له لیکو وتلی و، د نویو اړیکو په اړه پوره پوهاوی نه درلود او د مشرۍ او مدیریت په برخه کې یې زغم او وړتیا نه درلوده. هغه په ۹۰مه لسیزه کې د طالبانو د راڅرګندېدو له پیله له پامه غورځول شوی و، پوځي کار یې نه کاوه او یوازې د «امر صاحب» په اړه یې خاطرات او خبرې کولې. پوښتنه دا پیدا کیږي چې هغه په دې ورځو کې چیرته و او ولې یې په جګړه کې هیڅ رول نه درلود؟ هغه یوازي په غرونو کې له خبرو اترو او وروسته ویډیو اخیستو او د خپل اتلولۍ لپاره یې د میاشتو میاشتو کارولو سربیره د جګړې د چارو په تنظیمولو کې کومه بله تګلاره په پام کې نیولې وه؟
په پنجشېر کې د هغو زرګونو پولیسو او ملي اردو سرتیرو سره څه وشول چې پنجشېر ته یې پنا راوړی وه او چیرته ولاړل، او ولې یې په جګړه کې رښتینی او معنوي رول و نه لوبولو؟ زه فکر کوم چې ځینې خلک چپ او ښي لوري ته ډزې کوي ترڅو پړه پر نورو واچوي او عامه نظر له اصلي مسلې څخه واړوي. ګل حیدر د جګړې عمومي قوماندان نه و چې د جبهه په دواړو لاسو طالب ته تسلیم کړي. بالاخره که د ګل حیدر قومندان له طالبانو سره اړیکي ټینګې کړې او جوړجاړی یې وکړ او دره ته د ننوتو اجازه یې ور کړه، نو ولې د شاتل، دربند، خواک او پریان په جګړه کې د مقاومت ځواکونه د ګل حیدر تر شاتګ مخکې له سیمې ووتل؟ ښايي د ګل حيدر په نوم قومندان رښتيا هم جوړجاړی کړی وي او د طالبانو نفوذ ته يې زمينه برابره کړې وي، که څه هم تر اوسه په دې اړه کره شواهد نشته، خو پوښتنه دا ده، چې په کومو شرايطو کې دا جوړجاړی کېږي؟ دا کار په داسې حال کې کېږي چې داخلي ځواکونه د کمزوري او بې وسۍ په حالت کې وي او ځینې فکر کوي چې په جوړجاړي سره کولای شي خپل ژوند او راتلونکې وژغوري.
شپږم ټکی: هغه مذاکرات چې په چاریکارو کې د امیرخان متقي په مشرۍ د مقاومت د څو تنو غړو او طالب پلاوي تر منځ ترسره شول، ولې نتیجې ته ونه رسیدل او هغه څوک وو چې د خلکو په ګټه یې دا خبرې تمامی نکړی؟ په دې کې شک نشته چې طالبان یوه انحصاري، ظالمه او زورواکي ډله ده. خو په هغه ورځو کې چې په پنجشېر کې د عامو خلکو سرونه د اعدام د تیغ په خوله کې وو، ولي بېځایه پاڅونونه وشول او د صفر او آواز پورته کولو غیر ضروري جنجالونو او خبرو اترو اړتیا څه وه؟ ايا دا ممکنه نه وه چې ولس د طالبانو له زورونو وژغورل شي، داسې يو تړون رامنځته شي چې لږ تر لږه به يې هغو مظلومو خلکو ته چې له جګړې څخه د تېښتې لپاره چورلکې او وسايل نه لري، لږ زيان ورته رسېږي؟ ښايي په دې صورت کې به ځينې خلک اتلان شوی نه ول او د نه ماتیدونکي مقاومت کوونکي په توګه به و ښکاره شوي. مګر عامو خلکو ته به لږ زیان رسیدلی وای. عام خلک هم انسانان دي او د دوی د برخلیک په اړه باید فکر شوی وای. ولې هیڅ هوښیار سړی ونه موندل شو چې د هغو خلکو د برخلیک په اړه فکر وکړي که چیرته پنجشېر د طالبانو له خوا نیولوشو، وروسته به طالبان د فاتحینو په څیر د خلکو سره څه وکړپ؟ د یو تن د خبرو له مخې چې په پنجشېر کې اوسیږي او له هغه سره مې خبرې وکړې هغ وایې: “خدای داسې ورځې راوستلي چې خلک د مرګ او ژوند ترمنځ دی”. یو کال کیږي چې په هغه جغرافیه کې دا ډول وضعیت رامینځته شوی. هغه کسان چې د تېښتې لاره يې نيولې او تللي، ايا د عامو خلکو له ورځني ژوند څخه خبر دي او که دا خلک د دوي په سترګو کې مېږيان دي؟
اووم ټکی: سره له دې چې د پنجشېر د جبهې مشرتابه له شاوخوا دوو کلونو راهیسې د جبهې د جوړولو خبره کوله او د نوي پړاو دپیل خبرې کولی، خو د پنجشېر د سقوط په ورځ ولیدل شول چې کوم جدي کار یې نه دی تر سره کړی. د پنجشېر سقوط ته نږدې ورځو کې احمد مسعود په واشنګټن پوسټ کې یوه مقاله خپره کړه. په دې لیکنه کې داسې الفاظ ویل شوي چې ښايي د افغانستان ګاونډیان یې خوښ نه کړي. له امریکا یې وغوښتل چې له مقاومت سره مرسته وکړي. دا ادعا هم وشوه چې د افغانستان اکثریت خلک له لویدیځو ارزښتونو سره مینه لري. دا په داسي وخت کې چې په پنجشېر کې د پوليسو او اردو ځواکونه له طالبانو سره په جګړه بوخت وو. د دې حقیقت سربیره چې دا پیغامونه د لویدیځوالو غوږونو ته ونه رسیدل یا یې نه غوښتل چې واوریدل شي، بلکه د مخکښو مخالفینو لپاره یې زمینه برابره کړه چې ادعا وکړي مقاومت د لویدیځ ارزښتونو ته وده ورکوي. له هغه ور اخوا، دغو پیغامونو د مقاومت د پلویانو په منځ کې دروغجنې هیلې پیدا کړې، خو دا هیله یې اوږده پاتې نه شوه. په پنجشېر کې د جګړې له پیل سره، هر څه له منځه ولاړل او ځمکې سره خاوري شول، د هغو زرګونو اردو او پولیسو هیڅ نښه نه ده پاتې چې ګمان کیدو له طالبانو سره به جګړه وکړي. هغه مقاومتونه چې په پنجشېر کې د طالبانو د يرغل په ورځو کې تر سره شول تر ډېره د فردي نوښتونو محصول وو او جبهه په دغو مقاومتونو کې اساسي رول نه لري. په دې حساسو او سختو ورځو کې په واشنګټن پوسټ کې د احمد مسعود د مقالې خپرېدل، هغه هم له اختلافي محتوا سره مل، د جبهې مشرۍ د شکمنتیا او بې وسۍ ښکارندويي کوله. د جبهې مشرتابه د ګرمو او سختو ورځو لپاره چمتو نه وو.