په پاکستان او ایران کې افغان کډوال له سخت وضعیت سره مخ دي. د هغوی پر کار او زده کړو بندیز، نیولو، بندیانولو او اجباري اېستلو په دغو دوو هېوادونو کې افغان کډوال له سختو کړاوونو سره مخ کړي .په زرګونو افغانان چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغو دوو هېوادونو ته تللي، د بې وطنۍ د کړاوونو او غمونو تر څنګ له پراخو ستونزو سره مخ دي. د ایران او پاکستان امنیتي چارواکو له طالبانو سره تر لفظي ترینګلتیاوو او د ناامنیو له زیاتېدو وروسته، پر کډوالو فشارونه زیات کړي دي. افغان کډوال وايي، چې د دغو دواړو هېوادونو سرتېري ورسره د ښه ګاونډیتوب، منل شويو بشري اصولو، تړونونو او نړیوالو کنوانسیونونو پر خلاف چلند کوي. په تر ټولو تازه پېښه کې د اسلام اباد پوليسو د شپې مهال د کډوالو پر کورونو یرغل وروړی او د قانوني اسنادو د لرونکو کسانو د نيولو تر څنګ يې د هغوی نغدې پيسې او ځيني شیان هم ترې اخیستې دي. په ایران کې افغان کډوال هم ورته حالت لري. د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت او د کډوالۍ ادارې د زده کړو، تحصیل او کار په برخو کې پراخ محدودیتونه لګولي دي. په ایران کې سرچینې وايي چې په دغه هېواد کې شاوخوا نیمايي افغانان د زده کړو له حقه بې برخې دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په زرګونو هېوادوالو د طالبانو د نيولو او پوښتنو ګروېږنو له وېرې ايران او پاکستان ته پناه يوړه. دا کډوال په ګاونډیو هېوادونو کې په ډېر سخت او دردونکي حالت کې دي. د زده کړو او کار په برخه کې پر بندیزونو سربیره، په دغو دوو هېوادونو کې د کوم جرم له تر سره کولو پرته د اجباري اېستل کېدو او زنداني کېدو له خطر سره مخ دي.
پاکستان او د پناه غوښتونکو پرلپسې نیونې
په تر ټولو تازه پېښه کې د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد پولیسو د شپې په «F-۱۷» سیمه کې د افغان کډوالو پر کورونو یرغل وروړی او لسګونه کسان یې چې د قانوني اسنادو په لرلو سره یې دغلته ژوند کاوه، نیولي دي. دغو نیول شويو کسانو د پاکستاني پولیسو چلند د «اسلامي او انساني» ارزښتونو پر خلاف بللی دی. د دوى په وينا، پلټنه د پوليسو قانوني حق دى او دوى د پاکستان قانون او ارزښتونو ته درناوى لري او د دغه هېواد له حکومته غواړي، چې له بشري اصولو او انساني کرامت او خوندېتوب سره سم چلند ورسره وکړي.
دغه پناه غوښتونکي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې پاکستاني پولیسو د ټولو «اسلامي او بشري اصولو» پر خلاف په نیمه شپه کې د دوی پر کورونو یرغل وروړ او په «خورا وحشت سره یې» کورونو ته ورننوتل. د دوى په وينا، د دغه هېواد پوليسو د نيولو پر مهال ورنه د هېڅ ډول قانوني اسنادو غوښتنه نه ده کړې او د دوی خصوصي حریم یې هم نقض کړی دی. دغه پناه غوښتونکي وايي، چې د اسلام اباد پولیسو د دوی بکسونه، تشنابونه، المارۍ، یخچالونه او خورا شخصي شیان او وسایل پلټلي او د دوی نغدې پیسې یې له ځانه سره وړې دي. دوی وايي، چې ماشومان او ښځې د پولیسو له چلنده سخت ترهېدلي او د دوی په سیمه کې له شپې تر سهاره د ژړا او چیغو غږونه اورېدل کېدل.
نوریه یوه له هغو زرګونو پناه غوښتونکو ده چې یوه لوېدیځ هېواد ته د رسېدو لپاره پاکستان ته تللې. هغه د اسلام اباد د پولیسو چلند «وحشتناک او غل» ګڼي. نوريه وايي: «ورور مې ويده و، يو چا په زوره دروازه په لغته ووهله. دروازه مې خلاصه کړه. وېرېدلې وم. غوښتل مې چې دروازه وتړم چې هغوی دروازه راباندې راخلاصه کړه او راننوتل. نظامي یونیفورم یې نه و اغوستی. زه ډېره وېرېدلې وم، فکر مې کاوه چې غله دي. څلور کسان راننوتل، ورور مې یې ونیوه او د پاسپورټ پوښتنه یې ونه کړه. المارۍ یې خلاصې کړې، بکسونه یې خلاص کړل، هر څه یې لټ په لټ کړل. يوه یې له المارۍ او تر توشک لاندې زما پیسې راواخيستې او جیب ته یې واچولې. اووه زره کلدارې وې. غوښتل یې چې موبایل مې واخلي، مقاومت وکړ. ډېر وېروونکی حالت و او تر اوسه مې یې وېره له زړه نه ده وتلې.»
بلخوا، شهرام (مستعار نوم) چې د اسلام اباد د پولیسو له خوا نیول شوی، له خوشې کېدو وروسته وايي چې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو چلند د ټولو اصولو او انساني ارزښتونو پر خلاف و. هغه زیاتوي چې پولیسو په هغې شپه د نوموړي خصوصي حریم او انساني کرامت تر پښو لاندې کړی دی. د هغه په وينا، پوليس د قانوني اسنادو له غوښتلو پرته هغه کور ته ورننوتلي، چې ښځې او ماشومان پکې ويده وو.
ښاغلی شهرام وايي: «د شپې ۱۲:۳۰ بجې وې. زه پر ټلیفون بوخت وم چې یو څوک د دروازې له ټکولو پرته راننوتل. په اردو ژبه یې راته وویل چې پورته شه! پورته شه! ما یو ځل خپل مخ وګرځاوه، هغه له ګرېوانه ونیولم او د دروازې لور ته یې کش کړم. یو یې هغې کوټې ته لاړ چې ښځې او ماشومان پکې ویده وو. بریښنا یې ولګوله او بل کور ته ننوت. ما له هغوی وغوښتل چې خپله وېزه او پاسپورټ راواخلم او خپلې جامې واغوندم ځکه زما جامې مناسبې نه وې. په همدې کش و ګیر کې مې خپل پاسپورټ او وېزه راواخیستل او په کشولو او کشولو یې له کوره و اېستم .»
هغه زیاتوي، چې د دغه هېواد پولیسو د دوی خصوصي حریم ته درناوی ونه کړ او د ښځو د خوب کوټې ته ورننوتل. شهرام وايي: «کله چې ما خپله وېزه او پاسپورټ ور وښودل، هېڅ پام یې ورته ونه کړ او د موټر په لور یې پورې وهلم. د شپې د پولیسو په حوزه کې وو او سهار وختي پولیس راغلل او زموږ اسناد یې ولیدل او له کوم دلیل پرته یې بېرته خوشي کړو.» هغه ټینګار کوي چې پولیس باید د دوی اسناد چک کړي، ځکه چې پولیس په هره ټولنه کې د قانون او نظم متضمن دي. شهرام په ډاګه کوي چې د دغه هېواد د پوليسو چلند خورا ډېر خواشينی کړی دی او اوس یې د بې وطنۍ او بې کورۍ د کړاوونه پیټی پر اوږو ډېر دروند شوی دی.
په اسلام اباد کې مېشت افغان کډوال وايي، چې له دغه هېواده مننه کوي چې څلور لسیزې یې د افغان کډوالو کوربتوب کړی او له پاکستانه غواړي، چې له دوی سره د اسلامي اصولو، ښه ګاونډیتوب او د بشري حقونو د کنوانسیونونو له احکامو سره سم چلند وکړي. دغه کډوال ټینګار کوي چې دوی په پاکستان کې د ثبات، نظم او امنیت ملاتړ کوي او له دغه هېواده غواړي چې د کډوالو انساني کرامت او خوندیتوب ته پام وکړي.
په ایران کې افغان کډوال؛ پر کار بندیز او له زده کړو محرومیت
په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت هم کړکېچن بلل شوی دی. دغه هېواد په یوه نوي حکم سره په بېلابېلو ښارونو کې پر کډوالو د کار په برخه کې پراخ بندیزونه لګولي دي. د دغه حکم له مخې افغان کډوال په پلورنځایونو کې د پلور له چارو، هټۍوالۍ او د خصوصي شرکتونو له اداري کارونو منعه شوي دي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت امر کړی چې د کرمانشاه په ګډون د دغه هېواد په ډېرو سیمو کې د افغانانو میشتېدل، استوګنه او کار کول بند دي. په دغه حکم کې ویل شوي چې هغه ایراني کارګومارونکي چې افغان کارګران استخداموي جریمه کېږي.
دغه راز په ایراني رسنیو کې په خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کیږي چې د ایران په یو شمېر ښارونو کې د دغه هېواد چارواکو د افغانانو هټۍ مهرولاک کړي او له هغوی یې د کار اجازه اخیستې ده. د دغه هېواد د نوي حکم پر بنسټ، په ایران کې ټول مېشت هغه افغان وګړي چې د اوسېدو قانوني اسناد لري او یا یې نه لري، په هټیو کې له شاګردۍ او په پلورنځایونوکې د پلورلو د چارو له مخته بیولو منعه شوي دي.
یو شمېر هغه افغانان چې د طالبانو لاسته د هېواد له لوېدو وروسته ایران ته تللي وايي چې د طالبانو او ایراني چارواکو تر منځ له لفظي ترینګلتیاوو وروسته، کار ګومارونکي د کارګرانو د پیسو له ورکولو ډډه کوي او خبرداری ورکوي چې که کارګران خپلې پیسې وغواړي نو پولیسو ته به یې وسپاري.
شمس الدین (مستعار نوم) چې د خپل هویت په اړه اندیښمن دی وايي: «څومره چې وایاست وضعیت ستونزمن دی. زه د طالبانو له وېرې افغانستان ته نه شم تللای، دلته د پولیسو او د خپل کار د خاوند له وېرې خبرې نه شم کولای. که دباندې ولاړ شم پولیس مې نیسي، که پر کار واوسم د کار خاوند مې حق نه راکوي، کله چې پیسې وغواړم، راته وایي چې پولیسو ته دې سپارم چې له پولې دې واړوي. زه واقعاً په یوه خورا ناوړه حالت کې ژوند کوم.» هغه ټینګار کوي، سره له دې چې په ایران کې افغانانو ته یوازې د درنو کارونو، د چرګانو دساتنې، ودانیزو چارو او نورو «خشره» کارونو اجازه ورکول کېږي، خو بیا یې هم ایراني کار ګوماروونکي ډېری وخت حق نه ورکوي.
په ایران کې افغان کډوال نه یوازې د کار له بندیزونو او اجباري اېستلو سره مخ دي. یو شمېر هغه کسان چې کلونه کلونه یې په دغه هېواد کې ژوند کړی او د ایران په پرمختګ او اقتصادی پیاوړتیا کې یې رول لوبولی دی، د هټيو پر تړل کېدو سربېره یې اولادونه هم د زده کړو له حقه بې برخې شوي دي. د ایراني رسنیو د رسمي راپورونو له مخې، په دغه هېواد کې د نویو بندیزونو په لګول کېدو سره، په دغه هېواد کې د زده کړو لېوال زرګونه کسان ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تګه پاتې کېږي.
د ایران د کډوالۍ ملي سازمان په یوه لیک کې ویلي چې د بهرنیو وګړو او کډوالو زده کوونکي په ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ ښوونیزو کلونو کې «له یو ګونې تر لسګونې شمېرې» کوډ له مخې چې د مهاجرت په کارټ کې ثبت دی، کولای شي نومیلیکنه وکړي او د زده کړو او تحصیل حق ولري. د دغه حکم له مخې هغه کسان چې له قانوني اسنادو سره هم په دغه هېواد کې اوسېږي د زده کړو له حقه بې برخې کېږي. په ایران کې یو مېشت افغان چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي چې د دغه بندیز په لګولو سره په دغه هېواد کې شاوخوا نیمايي افغان زده کوونکي د زده کړو له حقه بې برخې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې په تېره یوه میاشت کې له ایرانه تر ۱۴۰۰۰ ډېر کسان اېستل شوي دي. ویل کېږي چې په ایران کې د افغان کډوالو کره شمېر معلوم نه دی، خو د دغه هېواد امنیتي چارواکو په وار وار ویلي چې په دغه هېواد کې میلیونونه افغانان ژوند کوي.
له بلې خوا پاکستان اعلان کړی چې د ۲۰۲۲ کال تر پایه دغه هېواد له ۱.۳ میلیونو د زیاتو ثبت شویو کډوالو کوربه دی. د طالبانو له واکمنېدو وروسته، دغه هېواد ته د تللو کډوالو شمېر کره څرګند نه دی، خو د دغه هېواد ځینو چارواکو ویلي، چې د ۱۴۰۰ میلادي کال د اسد له ۲۴ مې راهیسې له ۶۰۰ زرو ډېر کسان پاکستان ته تللي دي.
په همدې حال کې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي، چې ایران او پاکستان په بېلابېلو وضعیتونو سره له ۹.۲ میلیونو د زیاتو افغانانو کوربتوب کوي. د دغه راپور له مخې، په دغو دوو هېوادونو کې شاوخوا ۲.۳میلیونه ثبت شوي کډوال او میلیونونه نور د ملګرو ملتونو په دفترونو کې له ثبتېدو پرته ژوند کوي. ملګري ملتونه وايي، ډېری هغوی د ناامنۍ، بې ثباتۍ او سختې بې وزلۍ له امله له افغانستانه وتلي دي.