۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې په نیمروز کې د افغانستان او ایران ترمنځ د وریښمو پل له څو ساعته بندېدو وروسته بېرته د تګ راتګ پرمخ پرانېستل شو.
مجاهد په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې دا لار نن پنجشنبه د وري پر ۱۶مه د ماسپښين له ۲:۰۰ بجو څخه د مازیګر تر ۵:۰۰ بجو پورې د «یوې کوچنۍ ستونزې» له کبله تړل شوې وه چې اوس بېرته پرانېستل شوه.
ورته مهال، سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې د وریښمو پل کې ایراني پوله ساتو یو افغان ډریور وهلی چې وروسته نوموړي طالبانو ته شکایت کړی و.
د سرچینو په خبره، طالبانو دوه ایراني پولهساتي د وریښمو پله اړوند سیمه کې نیولي او په نیمروز کې یې کمېشنرۍ ته راوستي و.
سرچینې زیاتوي چې دا کسان درې ساعته له طالبانو سره بندیان و.
د سرچینو په خبره، طالبانو ایراني پولهساتي وهلي او د ماښام شاوخوا ۶:۰۰ بجې یې پرېښي دي.
له دې وړاندې هم د طالب او ایراني پولهساتو ترمنځ کړکېچ رامنځته شوی و.
تېره اوونۍ هم کله چې ایراني پوله ساتو د ورېښمو د پله پر سر د سایهبان جوړولو هوډ لاره، د طالبانو له غبرګون سره مخ شول چې وروسته یې له کبله لار وتړل شوه.