طالبانو په بدخشان کې یو هلک او نجلۍ د ټلیفوني اړیکې له امله په دُرو ووهل

۸صبح، کابل: طالبانو د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې یو هلک او نجلۍ په متروکو وهلي دي.
طالبانو دغه کسان سهشنبه د لیندۍ پر لومړۍ نېټه له غرمې مخکې ۱۱:۰۰ بجې د بدخشان د ارګو ولسوالۍ په مرکز کې د وحدت ښار جامع جومات کې د خلکو پروړاندې محاکمه کړي دي.
سرچینې وایي، چې طالبانو هر یو د ټلیفوني خبرو په تور ۳۹ دُرې وهلي دي.
د سرچینو په وینا، دغه دوه تنه مجرد دي او طالبانو هغوی لومړی پر اړیکې لرلو تورن کړي او وروسته یې محاکمه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوې میاشتې مخکې بدخشان ولایت کې یوې نجلۍ او هلک د طالبانو د تعقیب له وېرې ځانونه د کوکچې سیند ته وغورځول.