طالبانو په بغلان کې ښځینه سینګارتونونه وتړل

۸صبح، بغلان: بغلان کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د ښځینه سینګارتونونو دروازې تړلې ده.
ځایي سرچینې سه شنبه د مرغومي پر شلمه نېټه وایي، چې بغلان کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست د ښځینه سینګارتونونو د دروازو پر تړلو سربېره مارکېټونو ته خبرداری ورکړی، چې سینګارتونونو ته ځای په کرایه ورنهکړي.
د سرچینو په وینا بغلان کې طالبانو د سینګارتونونو شتون «فتنه پاروونکي او د شریعت خلاف» دی.
سرچینې زیاتوي، چې بغلان کې د مارکېټونو او هټیو خاوندانو له طالبانو لس ورځې وخت غوښتی دی.
د ویلو ده، چې طالبانو له دې مخکې په کندز، تخار او بدخشان ولایتونو کې سینګارتونونه تړلي دي.