کابل کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند د دغه ښار په اتمه امنیتي حوزه کې د يوې چاودنې خبر ورکړی دی.
په کابل کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ د وياند خالد ځدراڼ په وينا پنجشنبه د لړم پر ۱۹ د کارتې نو پر درېيم سړک د يوه سوداګر پر زغروال موټر د چسپکي ماين چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله نه لري.
په وروستۍ څه کم يوې اونۍ کې لږ ترلږه دا درېيمه چاودنه ده چې په کابل ښار کې کيږي او له چاودنې وروسته طالبان اعلان کوي چې هېڅ مرګ ژوبله يې نه لرله.
د وروستيو ورځو په لړ کې د طالبانو د ځواکونو پر موټرو د کارته پروان او حاجي يعقوب څلورلارې په سيمو کې دوه ځلې د سړک غاړې ماين چاودنې شوې دي.
دغهراز د تېرې اونۍ پر چهارشنبه، د کابل ښار د پنځمې حوزې د مرکزي سيلو په سيمه کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د کارکوونکو پر لېږدوونکي موټر چاودنه وشوه، چې د طالبانو د څرګندونو له مخې اته تنه پکې ټپيان شوي.