د زمري د ۲۴مې، د طالبانو لاسته د افغانستان د بشپړ لوېدو د کلیزې او پر کورونو، دوکانونو او ښارونو کې د دې ډلې د بیرغونو د جبري لګولو له رارسېدو سره هممهاله، د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې یو شمېر ښځې وايي چې د طالبانو د بیرغونو په لیدلو سره پرې وېره، ډار او ناهیلۍ غلبه کوي. ډېری ښځې وايي چې د دغو بیرغونو لیدل یې د یأس او ناهیلۍ احساس لا زیاتوي. همداراز، د مزارشریف یو شمېر اوسېدونکي وايي چې طالبان پر خلکو په زور د دې ډلې بېرغونه پلوري څو یې د خپلو دوکانونو پر سر ولګوي. د دوی په وینا، ان هغه کسان چې د بیرغ د اخیستلو مالي توان یې نه درلود، وهل ټکول شوي دي.
د زمري د ۲۴مې یا د طالبانو لاسته د افغانستان د بشپړ لوېدو د کلیزې په رارسېدو سره، دا ډله د هېواد په ټولو ولایتونو کې پر خلکو خپل بیرغونه په زور پلوري او هغوی ته یې امر کړی چې دغه بیرغونه د دوکانونو، کورونو او نورو عامه او د لیدو وړ ځایونو پر سر ولګوي او له دې ډلې خپل ملاتړ څرګند کړي.
د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یو شمېر ښځې او نجونې وايي چې د طالبانو د بیرغ په لیدلو سره بد احساس پیدا کوي او دغه بیرغ د ښځو د کړاو، ځپنې او ناهیلۍ نښه ګڼي.
زهرا (مستعار نوم) وايي: «کله چې د طالبانو بیرغ وینم، داسې احساس کوم لکه کفن مې چې پر سر را تاو شوی وي او ساه مې بندوي.»
سارینا (مستعار نوم) وايي: «کله چې د طالبانو بیرغ وینم، فکر کوم چې د دې بیرغ له راتګ سره موږ له زدهکړو او تحصیله پاتې شو.و»
ګلپرۍ (مستعار نوم) وايي: «زه هغه نجلۍ یم چې له زدهکړو پاتې شوې یم. کله چې د طالبانو بیرغ ته ګورم، داسې احساس کوم چې زما ټولې هیلې تر دې بیرغ لاندې ښخې شوې دي.»
پریسان وايي: «کله چې د طالبانو بیرغ وینم، زړه مې له وېرې او ډاره ډکېږي او داسې احساس کوم لکه زنداني چې یم.»
نسترن وايي: «کله چې د طالبانو بیرغ وینم، هغه سختې ورځې رایادېږي چې ما تېرې کړې دي. نجونې او ښځې یې له خپلو لومړنیو حقونو بېبرخې کړې او زه هم اړ شوم چې خپل اولادونه له خپل هېواده بهر کډوال کړم او سرګردانه او بېکوره شم.»
فریبا (مستعار نوم) وايي: «کله چې د طالبانو بیرغ ته ګورم، د ناهیلۍ او خپګان احساس راته پیدا کېږي. فکر کوم، ټول هغه پرمختګونه چې موږ کړي وو او هغه ښه ژوند چې خلکو پیدا کړی و، په یوه شېبه کې له منځه ولاړ.»
سروناز وايي: «کله چې د طالبانو بیرغ وینم، د ناهیلۍ او بدمرغۍ احساس کوم؛ زموږ زدهکړې ودرول شوې او نور کار نه شو کولای.»
په مزارشریف ښار کې یوه بله مېرمن عدالتخواه وايي: « په سودا پسې ښار ته تللې وم چې ناڅاپه پوه شوم ټول ښار کفنپوښ شوی او د طالبانو بیرغونه د ښار په هره برخه کې ځوړند دي. زړه مې ولړزېد او ونه توانیدم چې د خپلو اوښکو مخه ونیسم. بد احساس راته پیدا شو او په ذهن کې مې زرګونه پوښتنې راولاړې شوې؛ له ځان سره مې ویل: ایا دا هماغه بیرغ دی چې په پورته کېدو سره یې زموږ د هېواد ټولې نجونې له زدهکړو او تحصیله بېبرخې شوې؟»
دغه مېرمن زیاتوي: «ایا دا هماغه بیرغ دی چې د واکمنۍ پر مهال یې ښځې انسانان نه ګڼي او د ښځو لپاره یې د کار حق، د زدهکړې حق، د خبرو حق او ان د ساه اخیستلو حق هم حرام ګڼلی او د یوه هېواد ښځې یې زنداني او اسیرې کړې دي؟ ایا دا هماغه بیرغ دی چې د تېښتې لپاره یې زموږ ځوانانو ځانونه د الوتکې له وزرونو سره ځوړند کړل او غوښتل یې ځانونه وژغوري، خو له بده مرغه خپل ژوند یې له لاسه ورکړ؟ ایا دا هماغه بیرغ دی چې نارینهوو ته اجازه نه ورکوي چې د خپلو ویښتانو، ږیرې او جامو اندازه په خپله وټاکي؟ هماغه بیرغ دی چې خلک یې د بېکارۍ او بدمرغۍ له امله په دښتو او بیابانونو کې د تندې او لوږې له کبله د خپل ژوند له لاسه ورکولو ته اړ کړي او زرګونه نورې بدمرغۍ او کړاوونه یې له ځان سره راوړي دي؟»
د هغې په وینا، « تر دې بیرغ لاندې زما د هېواد خلکو ته له کړاو، تاوتریخوالي، وېرې او ډار، ظلم او بېعدالتۍ پرته بل څه نه دي ورپه برخه شوي.» هغه هیله لري چې راتلونکی کال د افغانستان خلک د طالبانو له کړاو او ظلمه ازاد شي.
په همدې حال کې، د مزارشریف ښار یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو د بیرغونو د جبري پلور په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې دې ډلې خپل بیرغونه په زور پر دوی پلورلي او اړ کړي یې دي چې دغه بیرغونه د خپلو دوکانونو او کورونو پر سر ولګوي.
د بلخ یو اوسېدونکی وايي: «یو کس د دې لپاره چې د بیرغ د اخیستلو مالي توان یې نه درلود، بښنه وغوښته او ویې ویل چې د اخیستلو لپاره یې پیسې نه لرم؛ خو د همدې خبرې له امله یې په څپېړه پر مخ وواهه.»





