طالبانو په پنجشېر کې څلور ملکي وګړي نيولي دي

۸صبح، کابل: په پنجشیر ولایت کې ځایی سرچینې وایی، طالبانو له پرون راهیسې د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو څلور ملکی وګړي نیولي دي.
له دغو ملکي وګړو څخه دوه تنه نن (جمعه د کب په ١٢مه) د دره ولسوالۍ د تنخوى له کلي او دوه تنه نور د خنج ولسوالۍ د مانجدر پشغور له کلي څخه نيول شوي دي.
په دغو دوو ولسواليو کې په نيول شويو کسانو کې د لطف الرحمن، خوشحال، خالص او محب الله نومونه یاد شوي دي.
تر اوسه د دغو ملکي وګړو د نيول کېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.
په پنجشېر ولايت کې هم طالبانو د دغو ملکي وګړو د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.
په دې وروستيو کې د هېواد په ولايتونو په تېره بيا په پنجشير کې د وسله والو طالبانو له خوا د ملکي وګړو د نيولو کچه لوړه شوې ده.
طالبانو تېره اوونۍ هم په پنجشېر کې شاوخوا ٥٠ ملکي وګړي نیولي دي.