۸صبح، کابل: طالبان د ښوونځیو د ښوونکو د سلواغې او کب میاشتو معاشونه بېرته د دې ډلې خزانې ته ګرځوي او وایي، کومې پیسې چې د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق یا یونیسف له خوا ښوونکو ته ورکړل شوې دي، د هغوی په معاش کې دې حساب شي.
د هغو مکتوبونو له مخې، چې چهارشنبه د سلواغې پر پنځمه د ۸صبح ورځپاڼې لاس ته رسېدلي دي یونیسف په لیندۍ میاشت کې هر ښوونکي ته ۱۸ زره افغانۍ د بشردوستانه مرستو په توګه له معاش پرته ورکړې دي.
د طالبانو له تخنیکي او مسلکي عمومي ادارې رارسېدلي اسناد ښيي، چې دغې ډلې په ولایتونو کې د مالیې وزارت د خزانو برخې، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارو او مستوفیتونو ته سپارښتنه کړی، چې ښوونکو او کارکوونکو ته د یونیسف له خوا ورکړل شوې پیسې دې د هغوی د سلواغې او کب میاشتونو له معاشونو وضع شي.
په همدې حال کې یو ښوونکی د طالبانو پر دغې پرېکړې له نیوکې سره هغه ظالمانه بولي.
دغه ښوونکی وايي: «طالبانو مکتوب صادر کړی چې د ښوونکو د سلواغې او کب میاشتو معاشونه د یونیسف د بشردوستانه مرستو له امله، د دولت خزانې ته وګرځوئ. ښوونکي په دې سړه هوا کې چې مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري څه وخوري او څنګه د خپل کور کرایه ورکړي. ایا مرستې له خلکو بېرته اخیستل کېږي چې له ښوونکو یې بېرته اخلي؟»
ښوونکي وایي، چې یاده اندازه پیسې د یونیسف له خوا د ژمي موسم د لګښتونو د پوره کولو لپاره هغوی ته ورکړل شوې دي او له میاشتنیو معاشونو یې وضع کول غیرقانوني کار دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې اعلان وکړ، چې د افغان ښوونکو میاشتني معاشونه ورکوي.
په دې وروستیو کې د لوېدیځ یوې رسنۍ راپور ورکړی، چې طالبانو پر افغانستان له واکمنۍ وروسته زېرمه کولو ته مخه کړې او له بشردوستانه مرستو یې یو میلیارد ډالر په غیرقانوني توګه سپمولي دي.