طالبانو په ننګرهار کې له پوهنتونه د خپل فراغت په مراسمو کې د نجونو د کډون مخه نيولې ده.

۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار کې ځایي سرچینې وايي، طالبانو په دغه ولایت کې له پوهنتونه د خپل فراغت په مراسمو کې د نجونو د ګډون مخه نیولې ده.

يوه ځايي سرچينه د ليندۍ پر ٢٤مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې طالبانو د ننګرهار پوهنتون د ټولو پوهنځيو فارغو محصلينو ته خبرداری ورکړی، چې د محصلينو د فراغت په مراسمو کې ګډون ونه کړي.

د سرچينې په وينا، په ننګرهار کې محصلو نجونو د پوهنتون له انګړ بهر د فراغت غونډو د جوړېدو غوښتنه کړې ده. خو طالبانو له دې غوښتنې سره مخالفت کړی دی.

د ننګرهار پوهنتون مسوولانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې طالبانو په غزني او بامیان ولایتونو کې هم د پوهنتون د فراغت په مراسمو کې د ښځینه محصلینو د ګډون مخه نیولې وه.

ورته لیکنې

Back to top button