ملا عبدالسلام ضعیف د طالبانو د امارت له بنسټګرو دی. نوموړی د اتیایمې لسیزې په لومړیو کې کله چې د ۱۵ کلنۍ په عمر له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته تللی و، په وینا یې، د آی اېس آی په کمپونو کې تر پوځي روزنې وروسته د مجاهدینو له یوې ډلې سره د خلقیانو د حکومت پر ضد د جګړې لپاره کندهار ته تللی و. د « له طالبانو سره زما ژوند» کتاب په استناد چې نوموړي په ۲۰۰۹ کال کې له یو شمېر امریکايي لیکوالانو او څېړونکو سره په ګډه پروژه کې په انګلیسي ژبه لیکلی او وروسته په پښتو او فارسي هم ژباړل شوی، ښاغلي ضعیف د طالبانو د حرکت له جوړېدو مخکې د شوروي ځواکونو او د خلق او پرچم له حکومت سره په جګړه کې له ملا عمر سره و او په هغه جګړه کې چې ملا عمر خپله سترګه له لاسه ورکړه، هم ورسره و. هغه د هغو کسانو په لومړنیو ناستو کې هم برخه اخیستې چې وروسته یې په کندهار کې د طالبانو د ډلې مشري پرغاړه واخیسته او د طالبانو د لومړۍ دورې په کابینې یې په هرات کې د دولتي بانکونو د رئیس، د دفاع وزارت د ادارې رئیس او سرپرست په توګه دندې ترسره کړې. هغه له احمد شاه مسعود سره په خبرو کې د امارات د استازي، د کانونو او صنایعو د مرستیال او په اسلام اباد کې د طالبانو د سفیر په توګه کار کړی دی. نوموړی په ۲۰۰۲ کال ګوانتانامو ته یوړل شو او بیا په ۲۰۰۵ کال کې خوشې شو. تر هغې وروسته ښاغلی ضعیف د لیکوال، شنونکي او د ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو د بنسټګر په رول کې راڅرګند شو.
ملا ضعیف په همدې مخینې سره، په وروستیو ورځو کې په یو لړ ټویټونو کې ادعا کړې چې د طالبانو واکمني خطرناکې پایلې لري.هغه چې ظاهراً له افغانستانه بهر ژوند کوي او دوې اوونۍ وړاندې يې د خپلې عمرې د حج عکسونه خپاره کړل، د همدې مياشتې له ۱۷مې نېټې راهيسې د طالبانو د واکمنۍ د پایلو پر نقد څو ټويټونه خپاره کړي دي. په لومړي ټویټ کې، هغه لیکلي چې «په تیر امارت کې، ما د سروې په بڼه تجربه ترلاسه کړه. له خپلو ملګرو سره مې پرېکړه وکړه، چې پر دې وپوهېږو چې د ملت او امارت تر منځ څومره واټن دی.» هغه لیکلي چې د دغه واټن د موندلو لپاره د نوي ښار پارک ته تللي وو. هلته د ځوانانو یوه ډله وه چې والیبال لوبه یې کوله. موږ د هغوی پر لور روان شوو خو هغوی چې کله موږ ولیدو، اندیښمن شول. زه د هغوی پر اندیښنه پوه شوم او له دې مخکې چې د والیبال لوبه ودروي، ومې ویل: ځوانانو، اجازه راکوئ چې لوبه درسره وکړم؟ هغوی خوښ شول او ویې ویل: «ولې نه؟ ښه راغلاست.» تر دې ټوېټ لاندې له طالبانو د وېرې او له دغې ډلې د کرکې په اړه ډېرې تبصرې شوې دي. تر دې پوسټ لاندې په لومړۍ تبصره کې د اکبرشاه محمدي په نوم یوه کس لیکلي: «حکومت د مور او پلار حیثیت لري او باید د ولس خدمتګار وي، نه بار». دویمه تبصره د افغانستان په نوم د یو چا ده، چې لیکلي یې دي: «ټول افغانستان او نړۍ له تاسو نه کرکه لري او غواړي چې واک پریږدي. خو تاسو د ناغوښتل شوي ورږې په څیر بیرته راشئ او زموږ ژوند، کلتور، تعلیم او راتلونکی برباد کړئ.»
ملا ضعیف ددغه پوسټ په دوام لیکلي: «ما خپلو ملګرو ته وویل چې ځوانان ولې زموږ پرلیدلو اندېښمن شول، حال دا چې موږ دوی ته د سولې او امنیت پیغام راوړی؟؟ هغه کابل چې په څلورو برخو وېشل شوی او ټوله ورځ به د جګړې د تلفاتو او ورانیو شاهد و، اوس خوندي دی، خو هغوی لا هم له موږه وېره لري.»
په دې پوسټ کې د بخشي په نوم لومړي کس دا ځواب لیکلی دی : «موږ په ښوونځي کې زده کوونکي وو او د طالبانو داسې ویډیوګانې مو ولیدې چې سرونه یې غڅول، د انسانانو په سرونو یې کاوه او یا یې د سلو کسانو په منځ کې بم ته چاودنه ورکوله. له همدې امله موږ له طالبه کرکه لرو، که نه نو ولې یو سړی له بل چا دومره کرکه لري؟»
ښاغلي ضعیف وړاندې لیکلي: «بله ورځ موږ د ماشومانو د لوبو میدان ته ورغلو. هلته وړو ماشومانو لوبې او ساتېري کوله. خو کله چې یې موږ ولیدو، لوبه یې پریښوده او کور ته ولاړل. ما خپلو ملګرو ته وویل: دا صحنه هم له نیټې سره ولیکئ.»
تر دې پوسټ لاندې لومړۍ تبصره د جیلاني امید ده چې لیکلي یې دي: «ځینې خلک د امارت له نومه ناوړه ګټه پورته کوي. باید مخه یې ونیول شي او اصلاح شي.» دغه راز عمر قاسمي لیکلي: «تر څو چې د ملت پر لاره روان نه شئ، بریالي به نه شئ. تاسو به ورک شۍ. په جمهوریت کې ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو له هر سرتېري سره مینه لرله. افغانان ولې له تاسو کرکه کوي.»
د جنورۍ پر ۲۰ ښاغلي ضعیف د خپلو پخوانیو ټویټونو په دوام، د طالبانو په امارت کې د خپل کار دریمې پېښې ته اشاره وکړه او ویلي یې دي: «د جمعې په ورځ ما غوښتل د حاجي یعقوب څلور لارې په جومات کې لمونځ وکړم. جامې مې بدلې کړې او د جومات پر لور روان شوم. په لاره کې مې یو اوږد سړی ولید چې څوکړه ږیره یې درلوده. لښته یې په لاس کې وه او مخته روانه یوه چادري والا ښځه یې په لښته ووهله، هغه د چرۍ خوا ته غورځار شوه، ما د دې صحنې په لیدلو سره حواس له لاسه ورکړل. هغه وخت په ځان پوه شوم چې د سړي سر مې په ککړو اوبو کې منډلی و». ملا ضعیف زیاتوي چې د طالبانو له سقوط وروسته یې په یوه ویډیو کې هماغه ډنډه په لاس کس لیدلی و، چې د شمالي ټلوالې له ځواکونو سره د کابل پر لور راځي او د طالبانو مړي په لغتو وهي.»
ملا ضعیف په خپل څلورم یادښت کې لیکي چې یوه ورځ یو چا خبر ورکړ، چې یوه طالب قوماندان په فلاني ځای کې د ږیرې نه لرلو په جرم له بهره راغلي مسافر بندیان کړي.«هلته لاړم او کسان مې په توقیف کې ولیدل. ما هغوی خوشې کړل او له قومندان مې وپوښتل چې دا خلک دې ولې بندیان کړي؟»
ضعیف لیکلي چې د طالبانو قوماندان راضي نه و او ټینګار یې درلود، چې دا کسان ځکه د سزا مستحق دي چې ږیره نه لري. هغه لیکي چې وروسته معلومه شوه چې هغه پخوانی د پاټک قومندان و او پوهه یې نه لرله او وروسته یې بې وسلې کړ. ضعیف په دې باور دی، چې طالبان او ملایان ښه خلک دي، خو د هغوی منځ ته غیر طالب کسانو نفوذ کړی او د طالبانو د رژیم د تصویر د خرابېدو لامل کیږي. هغه په دغو ټويټونو کې يې د تاوتريخوالي دواړه پېښې غير طالبانو او نفوذی کسانو ته منسوب کړي دي. په لومړي پېښه کې له شمالي ټلوالې سره تړاو لرونکی کس او په دویمه کې د پاټک جهادي قوماندان د تاوتریخوالي د عاملانو په توګه معرفي شوي دي. هغه پر ملا عمر او د هغه پر فرمانونو نیوکه نه کوي. پر ملا هبت الله او د هغه د ښځو ضد، تعلیم ضد، کار او ازادۍ ضد فرمانونو یې نیوکه نه ده کړې، بلکې د قوماندانانو، نفوذي کسانو او بې مدرسې طالبانو چلند یې د فساد د لامل په توګه یاد کړی دی. ضعیف په یوه بل کتاب کې چې د ګوانتانامو د انځور په نوم دی، ویلي چې د افغانستان د ستونزې حل د اسلامي حکومت په جوړولو کې دی. هغه په دې کتاب کې یو څپرکي دافغانستان ستونزو ته د حل لارې ړاندیز ته ځانګړی کړی او ادعا یې کړې چې واکمنانو ونه کړای شول چې د دښمنانو دسیسې شنډې کړي، بلکې «پخپله یې لوی ناورینونه رامنځته کړل.»
نوموړي د افغانانو تر منځ د باور نشتوالى يوه جدي ستونزه بللې او ويلي یې دي، چې د هېواد ستونزې ديني ارزښتونو او ملي دودونو ته په درناوي حل کېږي.طالبان چې د ده په وینا په واک کې یې حضور خطرناکې پايلې لري، هم ادعا کوي چې د ديني ارزښتونو او ملي دودونو د ساتنې لپاره يې لستوڼې بډو وهلي دي. هغه په دې کتاب کې خپل وړاندیز په دې قضاوت پای ته رسولی دی چې «زموږ د ګډ کور پرمختګ او د کورنیو ستونزو او ناخوالو له منځه وړل … د اسلامي نظام د رحمت تر سیوري لاندې ممکن دي او بس.» په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو د راتګ په لومړیو میاشتو کې ملا ضعیف په رسنیو کې د دغې ډلې سفیر و او د هغه اسلامي حکومت خبر یې ورکاوه چې په خپل کتاب کې یې زیری ورکړی و.
کله چې ښاغلي ضعیف دا کتاب لیکلی، په کابل کې اوسېده او ډېرې اسانتیاوې یې لرلې. ښوونیزې موسسې او تحصیلي ادارې یې جوړې کړې وې او د کتابونو په لیکلو کې یې یوه امریکايي ټیم ورسره همکاري کوله. « له طالبانو سره زما ژوند» کتاب په سریزه کې الیکس سیټریک وان لینسکوټین او فیلیسک کویهن، چې د ښاغلي ضعیف د کتاب د انګلیسي نسخې ایډیټران ښکاري، لیکلي چې له نږدې څلورو کلونو راهیسې « له افغانستانه بهر د ، ژورنالیستانو او کارپوهانو یوې وړې ډلې او دغه راز د کابل، کندهار او د افغانستان د سویل له نورو برخو نه یو شمیر ملګرو او افغان همکارانو له موږ سره د ملا ضعیف د خاطرو په لیکلو کې مرسته کړې ده! په سریزه کې یې د هغې بهرنۍ ډلې نومونو ته بام وکړئ چې د ملاضعیف د کتاب پر لیکلو او اېډيټ بوخت و.الیکس سیټریک وان لینسکوټین او فیلیسک کویهن یې اډيټران او په حقیقت کې اصلي لیکوالان یې ډومینیک مککان او ګریډ سمیټ ، کاټرین ګینلي ، لیزا وایزفلډ ، انا پیټرسون ، بیژن نشات ، سکاټ پیټرسون ، جاش فوسټ ، نعیم رشید ، اناټول لیون ، مایکل ډوایر، جوآنه ناټان ، ثریا سرحدي، نلسون، ریچارډ سکارټ، جیسیکا یري، جین مکنزي، جیسن الیوټ، جیري وان ډیک او پاول فشټین دي، چې ځینې یې کارپوهان، ځینې څیړونکي او ځینې یې لیکوال ته نظریه ورکوونکي او د هغه سلاکاران وو. د سریزې د لیکوال په وینا، یو شمېر دغه کسان د شپې په کابل کې راټولیدل او نظریات یې شریک کول چې د ملا ضعیف کتاب ولیکل شي! د یو شمیر کسانو نومونه چې ښایي د سیاسي دلایلو له امله یې یادولو ته اړتیا نه وه، په لنډون سره لیکل شوي لکه: ان پۍ، ای آر ډبلیو، کي ډي و زیډ ډي.
د هغو افغانانو نوملړ چې په کندهار کې یې له لیکوالانو سره د سرچینې په توګه مرکې کړي او د معلوماتو په برابرولو کې یې همکاري کړې ده، هم په دې سریزه کې يادد شوی دی. دا موږ ته څه وایی؟ زما انګېرنه دا ده چې ملا ضعیف د داسې یوې څلور کلنې پروژې د تمویل توان نه درلود او هغه یو له هغو کسانو و چې د «منځنیو طالبانو» په توګه پرې پانګونه شوې وه. د ملا ضعیف لپاره په کابل کې د کتابونو لیکل او د ښوونځیو او پوهنتونونو جوړول د بهرنیانو له ملاتړ پرته ناشوني وو. دا کتاب په ۲۰۰۹ کال کې هغه مهال خپور شوی چې له طالبانو سره د پټو خبرو او تماسونو اوازې وې. تر هغې وروسته کلونو کې، ملا ضعیف د سولې د خبرو اترو په تړاو په امنیتي او «څیړنیزو» غونډو کې مشهور شو او لوېديځو هېوادونو او د فارس خلیج هېوادونو ته یې سفرونه کول، په رسنيزو بحثونو کې یې ګډون کاوه او د طالبانو د بېرته راتګ لپاره یې کمپاین کاوه. په هغو کلونو کې د امریکا له ملاتړ او پیسو پرته د ګوانتانامو د یوه پخواني زنداني لپاره دا فعالیتونه ممکن نه وو. بالاخره طالبان بیرته راغلل او د ملا ضعیف په څېر کسانو چې پخوا یې په کابل کې ویل چې له طالبانو سره سیاسي اړیکې نه لري، د امارت د جوړولو لپاره پراخ تبلیغات پیل کړل او له رسنیو سره یې د یوه مسوول حکومت د جوړولو په اړه خبرې وکړې. هغه د اګست په وروستيو کې، له العربي الجدید سره په مرکه کې، ویلي وو: «حکومت به د اسلامي امارت په نوم وي.ټولې افغان ډلې او ګوندونه به په کې برخه واخلي.» هغه ویلي وو، چې د کابل تر نيولو وروسته به طالبان پر دوو مهمو مسایلو تمرکز وکړي؛ یو د امنیت پر راوستو او د خلکو د ملاتړ پر خپلولو او بل له اقتصادي ناورين او ننګونو سره پر مبارزې. دا د ملا هبت الله او د هغه د ملګرو له خوا اعلان شوي موخې نه وې، بلکې هغه څه وو، چې د سیمې او نړۍ په ډیپلوماتیکو کړيو کې زمزمه کېدل.
ښاغلي ضعيف د خپل ژوندلیک په کتاب کې، چې پورته مو پرې خبرې وکړې، هڅه کړې چې ځان یو اصولي او له واک ته نه لېوالتيا لرونکی صادق کس وښيي. هغه لیکلي دي چې د ملا عمر نوموړی په خپل امر او د ده د خوښې خلاف پر اداري او سیاسي پوستونو کې ګماره او ده به هر وخت هڅه کوله چې له دې دندې لېرې شي او مطالعې، تدریس او تعلیم ته مخه کړي. نوموړي په خپلو وروستیو ټوېټونو کې دا ادعا هم کړې چې د ملا عمر په وخت کې دې پایلې ته رسېدلی چې په واک کې د طالبانو او ملایانو شتون خطرناکې پایلې لري. خو د هغه سیاسي مخينه او هغه رول چې د ګوانتانامو له زندانه تر خوشي کیدو وروسته یې د امارت د راستنیدو لپاره لوبولی دی، د هغه ادعا برعکس ثابتوي. هغه د جنورۍ په ۲۴مه، په خپل نوي ټویټ کې لیکلي: «زه هغه وخت دې پايلې ته ورسېدم چې په واک کې د طالبانو حضور سم نه دی چې (د طالب له نومه ګټه اخيستنه د هغه له حيثيت سره په ټکر کې وه.وروسته مې دا پايله له المومنین [ملا عمر] شريکه کړه. ما امیرالمومنین ته هغه ټولې پیښې بیان کړې چې زه یې شاهد وم. بیا مې ورته وویل چې زه دې پايلې ته رسیدلی یم چې د طالب او عالم له ادرسه حکومت کول به ورو ورو خطرناکې پایلې ولري. ځکه چې په اداره او نظام کې هر څوک دا ادرس کاروي؛ غل، رشوت اخیستونکی، فاسد او نور. ټوله بدنامي د طالب او ملا په نوم ختمیږي. د دنيا او آخرت مسؤليتونه هم دوی ته راجع کيږي.»
د ملا ضيف دا پایله هماغه څه دي، چې د طالب مخالفین وايي: ملا او طالب باید دین د سیاسي وسیلې په توګه ونه کاروي او د شریعت او خدای په نوم واک انحصار نه کړي او د خلکو نظام، کلتور، اداره، تعلیم، کار او آزادۍ تر پښو لاندې نه کړي. د طالبانو مخالفین وايي چې د هېواد سیاسي او اداري نظام باید د ټولنیزو تړونونو او قانون پر بنسټ ولاړ وي. ملا ضعیف او د هغه په څېر کسانو په دې ټولې څو څلویښت کلنې جګړې او کړکيچ کې ادعاکړې چې د افغانستان د حل لاره د یوه اسلامي حکومت یا اسلامي امارت جوړول دي چې اصلي مسووليت یې د اسلامي ارزښتونو او ملي دودونو دفاع ده. په هرځای کې یې چی د نظام او حکومتولۍ خبرې کړې، پر عباداتو او عنعناتو يې تمرکز کړی او سوکالي، ازادي غوښتنه، تفریح او خوښي یې د فساد نښې بللې.
دا چې ملا ضعیف د طالبانو له بيا واکمنېدو یو نیم کال وروسته او په تېره یوه نیمه لسیزه کې د خبرو اترو په ښکاره او پټو ناستو کې د دغې ډلې د استازیتوب د دورې له تېرولو او د داسې ټولګدونه امارت لپاره له تبليغاتو وروسته چې د امنيت ټينګښت او د اقتصادي ناورين پای ته رسول به يې لومړيتوب وي او له زده کړو او تحصيله به ملاتړ کوي او د اسلامي او ملي نطام بېلګه به وي، اوس ادعا کړې چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې یې په دې باور و چې حکومت د ملا او طالبانو کار نه دی، د ملا ضعيف د نظر او کړنو په اړه څه راښيي؟ آیا ملا ضعیف د امارت په ناکامۍ باوري دی او خپلو شته استخباراتي اړیکو ته په پام سره یې د بدلون بادونه محسوس کړي دي؟ ايا هغه يو ساده سړی دی چې په پراخو بهرنيو او کورنيو کمپاينونو غوليدلی و او فکر يې کاوه چې د طالبانو په واکمنېدو سره يو ټولګډونه نظام جوړېږي او د امريکا او د هغې دمتحداتو په ملاتړ به داسې امارت جوړ شي چې ثبات، امنیت او اقتصادي پرمختګ تضمين کړي او اوس د حکومت په هينداره کې د خپلو ملګرو د بدې څېرې په لیدلو سره د ځان د برائت هڅه کوي؟
د ملا ضعیف او هغه ته د ورته کسانو له مخينې دا درس اخیستلای شو چې امریکايي، قطري، پاکستاني، ایراني او روسي طالبان له یو بل سره ډېر توپیر نه لري. ملا ضعیف چې ځان متفکره څېره ګڼي، کتابونه لیکي او پوهنتون جوړوي، هم هغه څوک نه دی چې د افغان ولس اړتیاوې درک کړي او د یوه عصري او دیموکراتیک حکومت د جوړولو اړتیا ومني. په ټوېټر کې د هغه د پوستونو پر پښتو املا ملنډې وهل کيږي.
خلک ترې پوښتي، چې ولې په خپله مورنۍ ژبه، په هماغه ژبه چې ملا شوی او د ښوونځي تر لسم ټولګي پورې يې پکې زده کړې کړې، څو کرښې معياري متن نه شي لیکلای، د ملا ضعيف د ټویټونو کمزورې املا او انشا د دې لامل شوی چې ځینې خلک ووایي چې دا د ملا ضعيف اکونټ نه دی. نثار احمد فراهي د هغه تر يوه پوسټ لاندې لیکلي چې دا اکونټ د ملا ضعيف نه دی. عطا محمد عمري لیکي: « ملا ضعیف دومره بې سواده نه دی، د هغه ليکنې وګورئ» خو هغه ملا ضعيف دی. هغه ملا ضعیف چې نړیوالو بنسټونو او سیاسي تبلیغاتو له ملا ندا محمد ندیم او ملا حسن اخند نه د بيلې څېرې انځور ورکړی دی او هغه د هغه څه په منځ کې چې دی او څه چې پروژې ترې تمه لري، لالهانده دی.