۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) وايي چې د اروپايي ټولنې په ملاتړ په لوګر ولایت کې ښځو ته د میندو د روغتیا او خوندي زېږون په برخه کې باکیفیته خدمتونه وړاندې کېږي.
دغه سازمان دوشنبه د زمري پر ۲۶مه، په یوه راپور کې ویلي چې په لوګر کې د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د پالنې مرکز د اروپايي ټولنې په ملاتړ او د افغانستان د قابلو ټولنې له خوا له ملګرو ملتونو سره په همکارۍ د میندو روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
د راپور له مخې، دغه مرکز هغو ښځو ته چې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي له خنډونو سره مخ دي، تخصصي او باکیفیته خدمتونه برابروي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي چې تخصصي پالنه او پر وخت پرېکړه کول کولای شي د امیندوارۍ او زېږون پر مهال خطرونه راکم او د خوندي زېږون زمینه برابره کړي.
ویل کېږي چې دغه خدمتونه په ځانګړي ډول هغو ښځو ته مهم دي چې له امیندوارۍ وړاندې خدمتونو ته محدود لاسرسی لري یا مخکې د امیندوارۍ له ستونزو سره مخ شوې دي.
دا مرستې په داسې حال کې وړاندې کېږي چې اروپايي ټولنې تر دې وړاندې ویلي وو چې افغانستان په نړۍ کې د میندو د مړینې له تر ټولو لوړې کچې سره مخ دی.





