• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ تله ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

درې نسله او یوه کیسه

کوهستانۍ کوهستانۍ
۶ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1761671041]
independentpersian

independentpersian

په مزارشریف ښار کې یوې زړې ښځې ژوند کاوه. ډېره مهربانه او زړه سواندې وه. هغې څو پسونه او غوایان ساتل او له همدې لارې یې د ژوند اړتیاوې پوره کولې. کلونه یې د شیدو او مستو په پلورلو د کور اړتیاوې برابرولې او د سیمې اوسېدونکو ورته «خاله شیرین» نوم اخیسته. له ظاهر څخه خوشحاله برېښېده او له پېرېدونکو سره یې ډېر ښه چلند کاوه، خو په سترګو کې یې دروند غم پټ و. موږ یې پر غم چې وخت ناوخت به یې له ستونې کړیکه وتله، پوهېدو. کله کله به په فکرونو کې ډوبه شوه او اوښکې به یې تویولې. سویتا چې کلونه مخکې یې پلار مړ شوی و، له مور سره یو ځای یې له هغې زړې ښځې سره ژوند کاوه. خاله شیرین چې د سویتا نیا وه، هیله یې لرله چې سویتا ښوونځي ته لاړه شي او درس ووايي. له یوې خوا دولتي ښوونځی لرې او تګ راتګ یې سخت و، بل پلو خصوصي ښوونځي دومره لګښت غوښت چې برابرول یې اسانه نه و.

سویتا ورځ په ورځ لویېده چې په دې سره یې د مور او انۍ هیلې هم ډېرېدې. غوښتل یې په راتلونکې کې لایقه ډاکټره شي او د کورنۍ او خلکو لپاره خدمت وکړي. خاله شیرین نوره هم زړه او سویتا لویه شوه. د کور ټول لګښتونه هم یوازې د شیدو او مستو پر پلورلو نه برابرېدل. مور یې مجبوره وه چې د خپل یوازیني اولاد د هیلو پوره کولو لپاره کار وکړي او پیسې پیدا کړي. وروسته یې پرېکړه وکړه چې د ښوونځي په مخکې پیرکي وپلوري. سویتا وايي: «مور مې ماښام شپږ یا اووه بجې منډيي ته تلله څو هلته په کمو پیسو د بولانیو مواد واخلي. وروسته به چې کور ته راغله، د شپې تر لسو بجو به یې ټول مواد تیارول. ما هم ورسره مرسته کوله، خو هغې به ویل: لورې درسونه دې ووایه چې پخیر ژر خلاص شي او موږ هم له دې بدمرغۍ وژغورل شو. نیا دې هم زړه شوې او نور د غواوو د ساتلو وس نه لري. ټولې غواوې پلورو چې يو ښه ژوند جوړ کړو. د خدای په هیله به له ستونزو خلاصې شو او شپه به مو رڼا شي.»

سویتا زیاتوي: «زه هم ډېره خوشحاله وم چې یوه ورځ به د مور او نیا ټول زحمتونه جبران کړم. تل به مې دوعا کوله چې خدایه انۍ ته مې اوږد عمر ورکړې څو زه ورسره د نادارۍ او ستونزو له اندېښنو پرته ژوند وکړم. ورځې تېرېدې. اتلې او زحمتکشې مور به مې سهار وختي پیرکي تیارول او څنګه یې چې د زړه له تله کار کاوه، پخلی به یې هم مزه داره و. ټول پیرکي به یې د اول پړاو تر رخصتۍ پورې پلورل او زما له راتګ وړاندې به کور ته راتلله. خلاصه مور یې هېڅ کرار نه درلود او پرلپسې کار یې کاوه. یوازینۍ هیله یې زه او د زده‌کړو پای و. د مور لاسونه مې له دې کبله سوځېدل او تڼاکي کېدل چې ژر به یې پيرکي غوړیو ته اچول. د شپې به مې ژړل او د مور د لاسونو تڼاکې مې ان په خوب کې لیدې او کله کله به مې په ويښه ژړل. مور به مې چې کله د ژړا غږ واورېد، ویل یې: ولې ژاړې؟ ما به ویل: مور جانې ویده وم، نه پوهېږم.

د ښوونځي نجونې به په ښایسته جامو، سپینو ټیکریو او ښایسته بکسونو سره مکتب ته روانې وې خو ما له زړو جامو او له هغو بوټانو چې د مور خورلڼې مې له کابله رالېږل، بل څه نه لرل. هېڅکله مې د نویو جامو خبره نه ده کړې؛ ځکه نه مې غوښتل مور مې له دې زیاته خپه کړم.

له دولسم ټولګي فارغه شوم او ډېره خوشحاله وم. هغه وخت مې نیا ډېره ناروغه وه. د شپې به مې دوعا کوله چې خدایه انۍ مې له موږ مه اخله، خو زموږ په برخه له تیارې پرته بل څه نه و. ناروغي یې شدیده شوه. یوه غوا مو خرڅه کړه او د نیا پر درملنې مو ولګولې، خو ګټه یې ونه کړه. د ژمي یوه ورځ چې انۍ مې لوړ فشار درلود، فلج پرته وه. ورځې نورې هم تیاره کېدې او شپې وېرونکې. دا چې د نیا غواوې او پسونه مو پلورل، هغه ډېره غمجنه وه. ما او مور مې هم د کور د اړتیاوو پوره کوله لپاره کار کاوه.

هغه مهال مې راتلونکې ته هیله وه او ورته ویل مې چې یوازې څو کاله پاتې دي او زه به مو ژغورم، په دې جملو به مې تسلي ورکوله. شپې او ورځې تېرې شوې او ما هم له دې کبله چې ونه توانېدم د کانکور ازموینې درسونه ووایم، خو بیا هم د ښوونې او روزنې پوهنځي ته بریالۍ شوم. د پوهنتون د لګښت پوره کولو لپاره مې مور پیرکي پلورل او ما نخودپاکي کوله څو تر لږ تر لږه د لارې کرایه او د چپترونو پیسې برابرې کړم. تل به مې لاسونه پټول څو د خپلو ټولګیوالو له ماناداره کتلو خوندي وي. هېڅکله مې په ټولګي کې له ګډو کارونو سره لېوالتیا نه ښودله.

له خپلو ټولګیوالو به لرې اوسېدم؛ هغوی به تل زما بوټونو او دستکول ته کتل چې له کبله به یې زه خپه او اندېښمنه کېدم. لومړۍ سمستر ختم شو، تر ټولو پورته نومرې زما وې او د ټولګي اول نومره شوم. کله مې چې د ازموینې پایلې ولیدلې، اوښکې مې تم نه شوې. کور ته راغلم او چیغو چیغو مې وژړل او مور مې غېږې ته ونیوله. د مور فشار مې د وېرې له کبله ښکته شوی او وېرېدلې وه چې هسې نه کومه بده پېښه شوې وي. لاسونه مې ورته ښکل کړل او ورته ومې ویل: مور جانې، هیله مو ژوندۍ شوه او زه تاسې له دې برمرغۍ ژغورم. د اول نمرګۍ زېرې مې پرې وکړ او ورته کړل مې چې زحمتونه او دعاوې دې بې اغېزې نه وې. دواړو اوښکې توې کړې او نیا مې هم راسره یو ځای شوه.

په ټولو اتو سمسټرونو کې له زحمتونو ګاللو وروسته وتوانېدم چې اول نومره پاتې شم او پر همدې درجې له پوهنتون فارغه شوم. نیا مې نور له موږ سره نه وه چې فراغت مې وویني. زه او مور مې یوازې وو او هغه زموږ د خوشحالۍ لیدلو په ارمان له نړۍ سترګې پټې کړې.

له فراغت وروسته د بلخ په یوه وړکتون کې مې دنده پیدا کړه او نوره اړتیا نه وه چې مور مې پیرکي وپلوري او کار وکړي. وروسته مې د نجونو لپاره د ریاضي مرکز جوړ کړ. د معلمۍ له درجې آمریت ته پورته شوم او په دنده کې به چې څومره پورته کېدم د نیا قبر ته به مې ورتللم او همداسې به مې پر هغې هم دا زېری کاوه. له هغې سره مې کیسې کولې او ویل به مې چې کاشکې له موږ سره وای چې یو ځای دې راسره بریالیتوب نمانځلی و. له ښوونیز مرکز څخه پر لومړۍ ګټې مې د نیا د قبر لپاره کټاره واخیسته او پر شناختې مې ورته ولیکل «نامراده ښځه».

موده وروسته مې مور زه له یوه هلک سره چې ګاونډی مو، کوژدنه کړم. مېړه مې ښه او مهربانه سړی و. اولادونه مو پیدا شول او د ماشومانو لپاره یو ښه پلار و. ژوند ښه تېرېده، خو زموږ په ژوند کې ښې ورځې ډېرې ونه پایېدې. مېړه مې چې په یوه خصوصي پوهنتون کې یې ماسټري ویلې وه، کابل ته لاړ څو د خپلو اسنادو تاییدي واخلي او د مزارشریف په څارنوالۍ کې دنده وکړي. کله یې چې کارونه ختم شول او غوښتل یې کور ته راشي، د زنبق څلورلارې په ځانمرګي کې شهید شو.

کله مې چې د مېړه د شهادت خبر واورېد، ګومان مې کاوه چې تاریخ بېرته راباندې راګرځېدلی. زه او درې ماشومان مې په رنځ او کړاو کې ډوب شو. ډېرې شپې مو وژړل. نه پوهېدم چې مېړه یې راته په کوم جرم ټوټه ټوټه کړ. ګناه یې څه وه؟ کله یې چې جسد راوړ، څه پکې پاتې نه و. بدن یې داسې نه و چې د زړه د تسکین لپاره یې په غېږ کې ونیسم. چیغې مې کړې، خو چا مې غږ وانه ورېد، خو د ماشومانو لپاره مې مجبوره وم چې دوام ورکړم.

مېړه مې چې ډېر نږدې ملګری مې و، یوازې یې پرېښودم. لوی اولاد مې چې نجلۍ ده پنځه کلنه وه. هغه مهال مې دنده لرله او کولی مې شوای چې اړتیاوې یې پوره کړم. د شپې به مې ژړل او د ورځې به دندې تللم، د مېړه ډېرې کیسې مې خپلو همکارانو ته کولې. ورځې یو په بلې پسې تېرېدې او له صبر پرته مې بله چاره نه لرله. ځان ته به مې ډاډ ورکاوه چې پوهېدم ګټه نه لري.

موده نه وه تېره چې حکومت وپرځېد او وروسته مې ډېر بدلولونه ولیدل. په لومړیو ورځو کې خپلې دندې ته تللم. دوه کاله، که څه هم ځینې تنقیص شول، خو زه نه پوهېږم چې ولې پاتې شوم. په وار وار مې خپل نوم د تنقیص شویو په نوملړ کې کاته او لیدل مې چې نه شته. بیا به مې همکارانو ته ویل: تاسې یې وګورئ، سترګې مې سم دید نه لري؛ ځکه فشار مې ښکته دی. وروسته به یې لیستونه وکتل او ویل به یې: سویتا جانې په خدای قسم، نوم دې د تنقیص شویو په لیست کې نه شته. زړه مې رپېده، وېرېدم چې هسې نه وزګاره شم او که زه وزګاره شم، ماشومان مې څنګه رالوی کړم؟

دوه کاله همداسې تېر شول چې ناڅاپه د وړکتونونو د بندېدو خبر راورسېد. د دغه خبر اورېدل راته د خپل مېړه سید احمد د مرګ په څېر راباندې دروند او دردناکه و. څو ښوونکو ته مې زنګونه ووهل او یو ځای د کار ریاست ته لاړو. هلته یې اول د ننوتو اجازه نه راکوله. ګارد ویل: “سیاه سرو ته اجازه نه شته.” خو بالاخره ما او څو نورو ښوونکو له ژړا وروسته د ننوتو اجازه ترلاسه کړه. ساعتونه واوښتل چې رییس وګورو- رییس ته یې مفتي صاحب غږ کاوه. موږ ته یې وویل: “ماسکونه مو واغوندی، ورشئ، مفتي صیب منتظر دی.”

موږ په وېرې د رییس دفتر ته ننوتو. د مفتي ږیره کم حجمه او لویه لنګوټه یې پر سر وه. پر څوکۍ یې پلتۍ وهلې وې. ما په ژړا او زارۍ وویل چې مېړه مې شهید شوی او له خپلو وړو ماشومانو او مور مې چې هغه هم کونډه ده، ژوند کوم. د ملا د درد په اړه مې هم ورته وویل او دا چې نه شم کولی صفاکاري وکړم. عذر او زارۍ مې وکړې چې ما تنقیص نه کړي؛ له همدې پرته د خپلو ماشومانو لپاره د حلالۍ روزۍ ګټلو بله لار نه لرم.

مفتي د خپلو ملګرو وایس غږونو پر اورېدلو بوخت و او زما اوښکو او زاریو ته یې هېڅ پام ونه کړ. نه یې څېره بدله شوه او نه یې ناسته. په سړه سینه او شدید لحن یې وویل: “لاړې شئ غالمغاک وکړئ چې نړیواله ټولنه پیسې راکړي، موږ یې نه لرو.” په همدې سره یې خپل ګارد ته چې په جېب کې یې ږومنځ وه او څڼې یې لرلې، امر وکړ چې “سیاه سرې” دې لاړې شي. هغه شېبه مې اوښکې وچې شوې. نه پوهېږم د مفتي د نه پاملرنې یا د وېرې له کبله وې. د زینې تر وروستۍ پلې مې ځان ته ویل: ملا مې درد کوي د خلکو په کورونو کې صفاکاري نه شم کولی.»

د سویتا ټولې هیلې، هیلې پاتې شوې. هغه اوس د خپلې مور پر برخلیک اخته شوې او د هغې په څېر یا باید پیرکي وپلوري یا غواوې وساتي چې یوه مړۍ ډوډۍ وموي. سویتا نور د وړکتون مدیره یا د ریاضي کورس ښوونکې نه ده. اوس مېرمن سویتا صفاکاره یا مستې پلورونکې ده – د خپلې مور او نیا په څېر. په دغه توپیر چې هغه بله هیله نه لري او ارمانونه یې له خاورو سره خاورې شوي او هویت یې تر پښو لاندې شوی دی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د یلدا شپې په څېر اوږده محدودیتونه
د ښځې غږ

د یلدا شپې په څېر اوږده محدودیتونه

۳۰ ليندۍ/قوس ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵ [t_time:1766332098]
دیارلس کسان په يوه څلور کسیز موټر کې؛ د قاچاقي سفر له کړاوه ډکه کیسه
د ښځې غږ

دیارلس کسان په يوه څلور کسیز موټر کې؛ د قاچاقي سفر له کړاوه ډکه کیسه

۲۷ ليندۍ/قوس ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵ [t_time:1766077387]
د درېدو روایت؛ هغه نجلۍ چې ځان یې له حذف کېدو وژغوره
د ښځې غږ

د درېدو روایت؛ هغه نجلۍ چې ځان یې له حذف کېدو وژغوره

۲۵ ليندۍ/قوس ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵ [t_time:1765900477]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لوګر کې یو قومي مشر په وسله‌وال برید کې ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.