کلونه کېږي، چې افغانان په سختو او مرګونو لارو اروپا ته ځي، چې ګڼ شمېر یې پر لاره ژوند له لاسه ورکوي او د ارام ژوندانه هیلې له ځان سره خاورو ته وړي.
په افغانستان کې د مخکیني نظام له سقوط او د اوسني سرپرست حکومت له رامنځته کېدو وروسته په هېواد کې د وزګارتیا کچه لوړه شوې او کاروبار په ټپه درېدلی دی. له همدې امله، له هېواده د کډوالۍ بهیر لا چټک شوی او هره ورځ سلګونه کورنۍ او ان تنکي ځوانان د وزګارتیا او اقتصادي ستونزو له امله بهرنیو هېوادونو ته ځي.
په دې بهیر کې تازه د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ د باریکاب سیمې د یوې کورنۍ درې غړي د ارام او سوکاله ژوند په نیت اروپا ته روان شول؛ خو منزل ته ونه رسېدل.
دغه درې تنه له خپلو درېیو نورو ملګرو سره په قاچاقي لارو په دوو اونیو کې د ایران پلازمیني تهران ته ورسېدل؛ خو په دغه ښار کې د ترافیکي پېښې له امله مړه شول.
د دوی د کورنۍ غړي ۸صبح ورځپاڼې ته وايي: «د کورنۍ د دغو درېیو غړو لپاره مو پیسې پور کړې، چې اروپا ته ولاړ شي او هلته کار وکړي، تر څو مو اقتصادي ستونزې تر یوه بریده هوارې شي.»
د دې کورنۍ یو غړی فاتح الله چې د دغو درې واړو ځوانانو مړینې سخت غمجن کړی وايي، چې اقتصادي ستونزې به اسانه شي؛ خو له دغه درد سره به څه ډول ژوند کوي.
نوموړی زیاتوي: «موږ په دې تمه دا درې تنه بهر ته ولېږل، چې د زرګونه نورو افغانانو په شان اروپا ته ولاړ شي او د زده کړو تر څنګ کار وکړي، تر څو مو اقتصادي وضعیت لږ ښه شي؛ خو بخت ورسره یاري ونه کړه او تر منزله ونه رسېدل.»
دا کورنۍ پر نورو افغانانو غږ کوي، چې خپل تنکي ځوانان دې په قاچاقي لارو بهرنیو هېوادونو ته نه لېږي، تر څو د دوی په برخلیک اخته نه شي.
د یادولو وړ ده، چې تر دې مخکې هم ورته پېښې شوې او زیات شمېر ځوانان د ایران او اروپا پر سختو قاچاقي لارو ژوند له لاسه ورکړی دی.