متقي حکمتیار ته: امنیت به ټینګ او د برید عاملینو ته به سزا ورکړل شي

۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د حزب اسلامي پر مشر ګلبدین حکمتیار له بریده یوه ورځ وروسته د هغه لیدلو ته ورغلی او له نوموړي سره یې همدردي کړې ده.
طالبانو په خبرپاڼه کې لیکلي چې متقي د شنبې ماښام د لیندۍ په دوولسمه حکمتیار ته د امنیت د لازیات خوندیتوب او پر هغه د برید د عاملینو د نیولو او سزا کولو ډاډ ورکړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، حکمتیار دا برید د هېواد د دښمنانو کار بللی دی.
حکمتیار تېره ورځ ویلي و چې دوو بریدګرو د ښځو په برقعو سره چې د هغه د وژلو په موخه ورغلي وو هدف ته له رسېدو مخکې ووژل شول.
د حکمتیار په وینا، د هغو ډزو په پایله کې چې د بریدګرو او د نوموړي د ساتونکو ترمنځ وشوې یو تن مړ او دوه نور ټپیان شول او بریدکوونکي هم ووژل شول.
تېره ورځ په یوه امنیتي پېښه کې په کابل کې د پاکستان پر سفیر په داسې حال کې چې د سفارت په انګړ کې ګرځېده ډزې وشوې او یو ساتونکی یې ټپي شو.