ننګرهار کې یوازیني سیک هټۍ وال ته نږدې چاودنه؛ شپږ تنه ټپيان شول

۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس تاییدوي چې ددې ولایت د مرکز جلال آباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند چاودنه کې، شپږ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

ځایي سرچینې وايي چې شنبې د لیندۍ په ۱۲مه مازدیګر مهال یوه درمسال ته څېرمه په دې سیمه کې د یوازیني سیک هټۍوال ترڅنګ چاودنه شوې ده.

په ننګرهار ولایت کې ځایي سرچینو ویلي چې دا د مین چاودنه وه او له سیمې څخه دوه اېښودل شوي مینونه کشف او شنډ کړای شوي دي.

د سرچینو د مالوماتو له مخې، چاودنه زوروره وه او له امله یې د یو شمېر کورونو او هټیو ښیښې ماتې شوې او د سیمې اوسېدونکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

د مالوماتو پر بنسټ، ددې چاودنې موخه په جلال آباد ښار کې د یوناني درملو د یوازیني سیک چرن سینګ هټۍ وه، خو د پېښې پرمهاله هغه په سیمه کې نه و.

دا چاودنه په داسې وخت کې کېږي چې تېره ورځ په کابل کې د پاکستان سفارت په انګړ کې د دغه هېواد سفیر او همداراز د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له ډزو او چاودنې سره مخ شول.

ورته لیکنې

Back to top button