د افغانستان، ترکیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیزه ناسته کې د سولې پر ټینګښت، له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې او په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په رامنځته کولو خبرې وکړې.
د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وایی، محمد حنیف اتمر په دغه ناسته کې چې د غبرګولي په ۳۰مه نېټه د ترکیې په آنتالیا سیمه کې جوړه شوه له خپل ترکي سیال مولود چاووش اوغلو او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره په ګډو مسایلو خبرې اترې کړې دي.
اتمر په دې ناسته کې په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او د سولې د ټینګښت لپاره سیمه ییز ملاتړ او همکاریو ته اړتیا ده.
هغه زیاته کړې، د کورنۍ اجماع تر څنګ په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړتیا یوه اساسي اړتیا ده.
حنیف اتمر همداراز، له افغانستانه د ناټو ځواکونو وتل په هېواد کې سیاسي هوکړې او سولی ته د رسېدو لپاره ځانګړی فرصت بللی دی.
هغه په ډاګه کړې چې ایران او ترکیه دې د پاکستان، روسیې، قطر او هند تر څنګ په افغانستان کې د سولې د بریالیتوب لپاره له خپل اغیزه کار واخلي.
له بلې خوا، درې واړو لوریو پر اوربند او د سولې بهیر په بریالیتوب او د آزاد او دیموکراتیک افغانستان په جوړولو کې ددغو هېوادونو پر اغېزناک رول ټینګار کړی دی.
په دې ناسته کې ترکیې، ایران او افغانستان د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا په ځانګړې توګه د ګډو سیمه ییزو پروژو پر عملي کولو، د ترهګرۍ او پلان شویو جرمونو پرخلاف د ګډې مبارزې او همدارنګه د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي په اړه هوکړه کړې ده. همداراز د درې واړو لوریو ترمنځ سوداګریزه او ترانزیتي هوکړه هم لاسلیک شوې ده.