له ورځو او میاشتو انتظار وروسته یې غږ اورم چې وایي: «زه بیرته کلي ته راغلې یم، په بڼ او کور کې بوخته یم. نن په پټه د خپلې مور لیدو ته ورغلم، ستا د غږ اورېدلو لپاره هم ښه پلمه ده، ډېره مې یادېږي.»
زه له کلثوم (مستعار نوم) پوښتم چې ژوند کله خپله سخته او درنه څپېړه په مخ درکړې ده، ایا په یاد دې دي چې راته ووایې؟ هغه وايي: «پلارمې په یوې غیبې مرمۍ ولګېد. کله چې هغه په کروندو کې کار کاوه، د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه وشوه. ما خپل پلار په دې جګړه کې له لاسه ورکړ. پلار مې یو کروندګر او بې طرفه سړی و، د جګړې قرباني شو.» هغه مهال کلثوم د ښوونځي په ۱۱ ټولګي کې وه. هغه په یوې قید ګیرې او دودیزې کورنۍ کې زیږیدلې وه او یوازینی چانس یې دا و چې په بر کلي کې د نجونو یوازینی لیسه وه او هغه توانیدلې وه، چې د ټولنې له لوري د نجونو د ضدیت پر وړاندې لږ څه مقاومت وکړي او د هر ډول ناخوالو په منلو سره له ښوونځي راونه ګرځي. «په لومړیو کې کې زموږ په ټول کلي کې ښوونځي ته د نجونو تلل د شرم خبره وه. چا چې به خپله لور ډيره محدوده کړه نو په کلي کې به ډیر باناموسه ګڼل کېده، خو د وخت په تېریدو سره دغه خرافات یو څه کم شول. تر متوسطې مو ښوونځی په خپل کلي کې ولوست، خو د څلورو کلیو ټولې نجونې باید د لیسې د زده کړې لپاره برکلي ته تللي وای.» د پلار له وژل کېدو وروسته هغه له خپلې مور او تر ځان کشرو وروڼو سره د کور یوازینی سرپرست او ګټیالی له لاسه ورکوي. د دوی لپاره وضعیت نور هم سختېږي. کلثوم وايي: «موږ منظم مالي عاید نه درلود. موږ به د کور اړتیاوې له کرنې او مالدارۍ برابرولې، خو دا عاید هم تل نه وه.»
کلثوم په کانکور ازموینه کې په کابل کې د استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولنپوهنې پوهنځي ته بریالۍ کیږي، چې د هغې له پلرني ټاټوبي کندوزه په کیلومټرونو لېرې دي. د هغې د برخلیک لپاره بې شمیره مخالفین او پریکړه کوونکي پیدا کیږي. ترونه، ماما ګان او تر ټولو سرخته مخالف مرتضی (مستعار نوم) او د هغې کورنۍ. د مرتضی پلار د کلثوم د پلار نږدې ملګری و او دواړو شرط تړلی و، چې د هر یوه کره لور وزېږېده، د بل زوی ته به یې ورکوي. هغه څه چې کلثوم د مرګ تر پولې هم ورسره موافقه نه ده. «کله چې زه په ازموینه کې بریالۍ شوم، ډیره خوښه وه. زه بالاخره هغه څه ته نږدې وم چې خوښېدل مې. هغه مهال مې یو بد احساس درلود. زما تر شا هیڅ ملاتړی نه و، چې د خپلوانو د سختې کړۍ پر وړاندې زما د زده کړو د حق ملاتړ وکړي. د مور هویت مې د ناموس او کونډۍ له نومونو سره تړلی و او هیڅ یې نه شوای ویلی. زما د پلار شرط، چې هغه زما له زېږېدو مخکې پرېکړه کړې وه، چې زه د چا مال و اوسم، او اوس یو څوک زما په اړه مالکانه خبرې کوي، زما د سر مغزه خوړل. پر ځان وژنې راضي وم، نه پر هغه بې بنسټه او ناغوښتل شوي شرط. مور ته مې قسم وکړ، زارۍ مې ورته وکړې چې کار کوم او په خپلو پښو درېږو، موږ باید کابل ته ولاړ شو، هر څنګه چې کیږي لاړ به شو، زه کار کوم او د کور چارې مخته وړم. تر دې چې هغه راضي شوه. موږ خپل ټول مالونه او څاروي وپلورل او له ټولو مو په پټه کابل ته کډه وکړه.»
کلثوم او کورنۍ یې د کابل په تهیه مسکن کې د دوو خونو په یوه بلاک کې اوسېږي، د خپلو خپلوانو له خوا ګواښل کیږي او پیغورنه ورکول کیږي او د مرتضی او کورنۍ لخوا یې چې باور لري، ناموس او حیثیت یې له منځه تللی دی، تعقبیږي. د هغې مور هم چې فکر کوي، د لور د پریکړې په منلو سره يې پت او عزت ته اور واچول شو، کلثوم ته په غوسه کیږي. هغه وايي: «زموږ ټوله شتمني ۷۳ زره افغانۍ وه. کابل ته د کډوالۍ په لومړیو څلورو میاشتو کې ټوله مصرف شوه او کار مې نه و پیدا کړی. موږ هیڅوک نه درلودل. خپلوانو راسره پرېکړه کړې وه. مرتضی او کورنۍ یې له موږه لاس نه اخیست. یوځل یې د پوهنتون د دروازې مخې ته د تښتولو هڅه وکړه، د پوهنتون ساتونکو یې مخه ونیوله. پولیس خبر شول او زه وژغورل شوم. زما مور به ویل: « وسوځې، نجلۍ، تباه شوو تباه.»
هغه وايي، چې کور ته څېرمه يې په يوه خصوصي ښوونځي کې دنده پيدا کړې وه، او په اوه زره افغانۍ مياشتنۍ تنخوا يې ګوزاره کېده او هوډ يې درلود، چې دوام ورکړي: «زموږ د بلاک په ګاونډ کې د کاپيسا د نجراب يوه مهربانه ښځه وه. هغه ښوونکې وه. هر وخت به يې موږ ته ډوډۍ رالېږله او کله کله به زما مور ته د خواخوږۍ لپاره زموږ کور ته راتله. هغې ښه ښځې زه هم د ښوونکي په توګه شامله کړم. ما د سهار له شپږو بجو تر یوې نیمې بجو پورې تدریس کاوه. یوازې د ژوند ترخې لږ څه کمې شوې.»
کلثوم له خپلو ستونزو سره سره د محصلۍ پر لاره مزل پېل کړ. خطر یې پرغاړه واخیست، ناخوالې یې وزغملې او دوام یې ورکړ: «ما د لیسانس دوره په سختو ستونزو خو په ډېرې لېوالیتا سره تېره کړه. زما لپاره دا آسانه وه چې پوه شوم چې ټولنپوهنه د کار تضمین نه کوي او ډوډۍ نه لري. خو مینه مې ورسره لرله، د ټولنو له پېژندلو، د هغو له ناورینونو، د هغو د کړاوونو له ريښو او د هغو له حلولو سره مې علاقه لرله، څو يوه ورځ د خپلې ټولنې په ګټه ترې کار واخلم. د ښوونکي په توګه د دندې ترسره کول هم راته خوندور کار و. له هغې لارې د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ ډوډۍ راوړونکې شوم. ما خپله کوټه په یو کوچني کتابتون بدله کړه چې هلته به مې خپل ټول کړاوونه هېروول. ما د ماسټرۍ ازموینې ته چمتووالی نیوه.»
د طالبانو په لاس د هېواد په سقوط ، پر ښځو د سختو بندیزونو په لګولو او د ښوونځیو په تړلو سره چې د ډېرو د ژوند څرخ یې تاواوه، کلثوم هم خپله دنده له لاسه ورکوي او د ژوند د چارو په مخته بیولو کې بې وسه کیږي. د هغې کتابونه د نوموړې وروستی ملکیت دی. هغه خپل کتابونه په لږه بيه پلوري او د لارۍ کرايه ورکوي چې کندوز ته يې ورسوي. هلته چې يوه ورځ خپل څاروي وپلورل او هر څه يې په خپلو هیلو ولګول: «هره ورځ چې په ښوونځي کې او يا د خپلو ملګرو په منځ کې وم، د هر چا په مخ کې غم ليدل کېده. مګر ما احساس نه کاوه چې هرڅه به پای ته ورسیږي. ما له ځانه سره ویل چې زموږ دفاعي او امنیتي ځواکونه شته، زموږ ولسمشر د افغانستان د دفاع لپاره له مشرانو سره مشورې کوي او نه غواړي چې زموږ لاسته راوړنې له منځه ولاړې شي. تردې چې یوه ورځ رینجر او پوځي ګاډي له سرای شمالي د بادام باغ او مارکیټ پر سړک وارخطا روان وو. دوی په کوڅو کې خپلې جامې بدلولې. طالبانو د هغې ورځې تر ماښامه پر هر ځای واکمن شول. وطن سقوط شو. موږ درې میاشتې په کابل کې له سختیو او ستونزو سره تېرې کړې،خو نور یې امکان نه درلود. په اوښکو او غریو سره مې خپل کتابونه، چې زما وروستۍ شتمني وه، کتاب پلورنځي ته وسپارل او هغه پیسې مو کندز ته پر کډه کولو ولګولې.»
هغې ته تسلي ورکول نوره ګټه نه لري. هغه د دې تریخ غریو حجم په خپله حافظه کې نه شي حضمولای. هغه وايي، چې شل کلنه سخته جګړه له هېڅ سره مساوي شوه. کلي ته په راستنېدو سره د وخت غوښتنو ته له تسلیمېدو پرته بله لاره نه ویني: «کله چې موږ راغلو، زموږ ټولو خپلوانو له موږ سره تاوتریخجن چلند کاوه. د دوی په خبره، موږ وتښتېدلو، د قوم بې عزتي مو وکړه او پوزه مو ور پرې کړه او نور د بښنې وړ نه یو. که رښتیا ووایم، زه نور د جنګېدو حوصله نه لرم. زه فکر کوم چې ټولې دروازې تړل شوې دي. «جګړې هرڅه ختم کړل او موږ مرګ ته اړتیا لرو.»
اوس نو فرصت د مرتضی کورنۍ ته په لاس ورغلی دی. هغوی خپل ناموس ځان ته ډیر نږدې پیدا کړی دی. دوی د حاکمې دستګاه له لارې د ستونزې د حل کولو په وړاندیز او ګواښلو سره په کلثوم پسې راځي. هغوی له خپلې خبرې لاس نه اخلي، ځکه د کلي ټول خلک پوهېږي چې کلثوم مرتضی ته د پلار لخوا ورکړل شوی وه، او که هغه یې له لاسه ورکړه نو خپل ناموس یې له لاسه ورکړی دی: «زما د مور شونډې وچې وې، رنګ یې ژېړ و او مایې تشه شا حس کوله. هغې نه ماته څه ویل، چې پوهیده په آسانۍ سره دا خبره نه شم منلای او نه یې هم د هغو کسانو پر وړاندې مقاومت کولی شوای چې د طالبانو رژیم په زوریې ګواښونه کول. د دوو ډبرو تر منځ د اوړو په څېر وه. مرتضی پخپله په ایران کې کار کاوه. هغه ښوونځی نیمګړی پریښود او په ژوند کې یې کومه ستونزه نه درلوده. آه، د پلار، د ټولنې له بدو دودونو او زموږ د برخلیک د تیارو له لاسه. مور ته مې وویل چې رنګ دې ژېړ ونه ګورم، هغوی ته مې وسپاره، موږ په ژوندوني مړه یو. هغوی شیریني واخیسته او د خپل ناموس خاوندان شول.»
اوس کلثوم د کتاب او ټولنې خبرې نه کوي. هغه د تېرو وختونو او هغو ورځو په اړه چې خوښه وه او او د خپلو هیلو د کورګي د جوړولو لپاره یې په یوه ساه منډې وهلې، وایي: « زموږ واده یې [ترسره کړ]. د وطني دود له مخې لومړی څو ورځې ناوې وم او اوس ورسره اوږه په اوږه د کرکېلې او مالدارۍ کارونه کوم، له دې تیاره ګوټه نور هېڅ شی راښکون نه لري، ان عادي هم نه دي. هغه ټول کلونه کړاوونه او سختې دې ورځې ته د رسیدو لپاره نه وې.»
د هغې د هرې خبرې په اوریدلو سره د ناخوښۍ او غم احساس د سړي زړه زخمي کوي. د دې ټولنې د نجلۍ ټولې هیلې یو عادي ژوند و. هغه څه چې په دردناکه توګه دریغ شوي دي. کلثوم د هغو ښځو ګډ هویت دی چې منډې یې ووهلې، خو د رسېدو فرصت یې ترې وتښتاوه.