۸صبح، نیمروز: په نیمروز ولایت کې ځایی سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
دغه پېښه دوشنبه ماذدیګر، د تلې میاشتې په ۳مه د دلارام ولسوالۍ په ګنج سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې په دې پېښه کې د دوو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللى دى.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
له جګړې څخه د پاتې شویو ماینونو چاودنې تل د هېوادوالو ژوند اخیستی دی.
تېره ورځ دفارياب ولايت په ګریزوان ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله دوه شپانه وژل شوي دي.