ننګرهار کې د سویډن کمیټې دوه کارکوونکي بې درکه شول

۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي چې ددې ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې دوه کارکوونکي بې درکه شوي دي.
یوه معتبره سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، یکشنبې د سلواغې په ۱۶مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د سویډن کمیټې دوه ټولنیز مرسته رسوونکي چې د بیارغونې په برخه کې یې کار کاوه، د سپين غر ولسوالۍ له اړوندو سیمو بې درکه شوي دي.
سرچینې ددغو کسان د هویت په اړه جزییات نه دي ورکړي.
یوه بله سرچینه هم وايي چې دا کسان د طالبانو د استخباراتو ځواکونو له خوا په سویډن کې د یوه سیاسي فعال له خوا د قران کریم د سوځولو په غبرګون کې نیول شوي او نامالوم ځای ته لېږدول شوي دي.
تراوسه په ننګرهار کې د طالبانو امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې دي چې څه موده مخکې په سویډن او هالنډ کې د دوو سیاستوالو له خوا د قرآن کریم نسخې سوځول شوې وې.
د ویلو ده چې دا کار له پراخو اعتراضونو او غبرګونونو سره مخ شوی دی.